د کتاب نړۍ واله ورځ

قاري احسان

داپریل ۲۳ ورځ د مشهور شاعر ولیم شکسبیر او نامتو شاعر اسبانی میګل سیرفنټس او دنورو ادیبانو د وفات له ورځي سره برابره ده، د یونسکو اداري 1995م کال کي ملل متحد ته د دغې ورځې په مناسبت د کتاب دورځي دیاد لپاره سپارش وکاوو، بین الملل د نړۍ په سطحه دغه ورځ دکتاب ورځ ونومله.

دیونسکو د اداري او نورو  کتاب دوستو خلکو لخوا دا ورځ دکتاب د ورځي په نوم شهرت ته ورسېده، چي خلګ یو بل ته کتاب ډالۍ کړي، تر څو په اجتماعي ډول دکتاب اهمیت زیات او فایده يي عامه شي.

دیونسکو په کوششونو سره هر کال ددې ورځي په مناسبت یو ښار هم د کتاب د عالمي ښار په نوم نومول کیږي، دمدرید په نامه ښار يي اول ځل ددې ورځي په مناسبت سره دکتاب عالمي ښار ونوماوه، په 2009 کال کي يي بیروت دهمدې ورځي په مناسبت دکتاب عالمي ښار ونوماوه، په دې سره يي دبیروت اهمیت نړۍ والو ته ښکاره کړل، چي په اسلامي نړۍ کي دکتاب په نشر او اشاعت کي تر ټولو اول ښار دی.

دکتاب د ورځي په مناسبت دعالمي ورځي یادول نړۍ والوته دا پیغام لري چي خپله اجتماعیت او انفرادیت دکتاب نشر اشاعت او لوستلو ته متوجه کړي.

که ددې ورځي په مناسبت یو وړوکی کتاب خپل دوست او یا هم اولاد ته واخلو او ډالۍ يي کړو، په دې سره به مو په یوه ورځ کي خپل وطن او وطنوالو ته په زرهاوو کتابونه رسولي وي.

که لیکوالان یوه وړه لیکنه دهمدې ورځي په مناسبت په خپله مورنۍ ژبه کي خپلو منوالو ته وړاندي کړي، نو بیا به مو هم په یوه ورځ په زرهاوو لیکني مینوالو ته وړاندي کړي وي.

دکتاب سره دمیني او محبت په هیله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د