مسلماني ښځي د غرب هدف

عبدالمالک روحاني

په اسلامي نړۍ کي د غرب یو لوی هدف دا دی چي څنګه مسلماني ښځي له کور څخه بهر را وباسي او هغه موانع او بندونه مات کړي چي د ښځو او نارینو تر منځ د اختلاط مخنیوی اسلام پکښي کړی دی. په دې لار کي غرب په تدریج سره حرکت کوي او ټول ممکن وسایل په کار اچوي. که څه هم چي ځیني به یې اسلامي بڼه هم ولري، لکه په ۲۰۰۹/۷/۴ تاریخ کي چي د کونړ په مرکز اسدآباد کي د امریکا د (P.R.T) د ولایتي بیارغوني ادارې د یو لک او اتیازره ډالرو په مصرف خاص د ښځو لپاره د یوه مسجد بنسټ کیښود.

ډیره د تعجب خبره ده چي امریکا دي طالبان، عالمان، په مساجدو کي په لمانځه ولاړ مسلمانان، په بمباردونو وژني، خو د هغوۍ ښځو او خویندو ته دي بیا په ښارونو کي له خپلي جنګي بودیجې څخه ځانګړي ښځینه مساجد جوړوي.

دغه ډیموکراسي پلوي علماء د تش په نامه دیني غونډو، تعلیمي محافلو او تربیوي اجتماعاتو په نامه په زرګونو مسلماني خویندي او میرمني له کوره څخه بهر راوباسي، په پارکونو، د ښارونو په عیدګاه او لوبغالو کي ورته د راجمع کیدلو فرصتونه برابروي. دا کار که څه هم چي د دین  په نامه تر سره کیږي، خو په حقیقت کي هماغه د غرب د اجنډا پوره کول دي چي د مسلمانو میرمنو له کوره دباندي ویستل غواړي.

د اسلام په تاریخ کي مسلمانو علماؤ د دعوت دغه ډول اسلوب ښځو ته د دین د ور زده کولو لپاره نه دي غوره کړي او نه هم دا د اسلام له عمومي روح سره سمون لري.

بلکي دا د غرب په لاس او د دیموکراسۍ ځپلو اذهانو راوتلې مفکره ده، چي د مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره یي تقویه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د