ملا محمد عمر مجاهد

د نړۍ د یوه مسلمان شاهکار په یاد کې !

عبدالرحیم (ثاقب)

دری کاله وړاندې له دې فاني نړۍ څخه یو زاهد واکمن د ابدیت په لوري وکوچیده

هغه څوک چې د واکمني هره لحظه یې له سترو کارنامو ډکه وه

دا زاهد واکمن د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملامحمد عمر (مجاهد) رحمه الله و چې د جهادې آرمانونو د اتمام لپاره یې اسلامي امارت تأسیس کړ.
د نوموړي د واکمنۍ موده که څه هم چې محدوده خومثبت اثرات يې ډیرزیات وو.

د دې اسلامي حکمران د واکمنۍ په مهال د لومړۍ ځل لپاره مغرور صلیبیان په اسلامي افغانستان کې د خپلو محرفو تبشري فعالیتونو په جرم ونیول شول ، زندان ته واچول شول او متبوعوهیوادونو یې د خلاصولو لپاره د اسلامي امارت رهبري ته د تضرع او زاري لاسونه ونيول.

د همدي اسلامي حکمران په واکمني کې د نړۍ مستضعفو مسلمانانو د ځان د خوندیتوب احساس وکړ.

د همدي اسلامي حکمران د واكمنۍ په مهال په افغانستان کې د شريعت ځډیدلي احکام یوځل بیا نافذ شول، چې له امله يي د هیواد په غرونو او رغونو کې کې امن تأمین او ناکراره ولس د آرامي ساه واخیستله .

د همدي اسلامي حکمران د واکمنۍ په مهال د افغانستان حكومتي نظام اسلامي شو، اقتصاد اسلامي شو ، بهرنی سیاست اسلامي او د حکومت د ټولو احکامو یواځنۍ مرجع قرآن کریم ، نبوي احادیث او اسلامي فقه وګرځول شوه.

هماغه ول چې غربي استكبارد دغه مجاهد او زاهد واکمن واکمني د ځان لپاره خطر وبلله او د هغې د ړنګولو لپاره یې د جورج ډبلیو بوش ترمشرۍ لاندې صلیبي ټلواله جوړه او پر افغانستان برید وکړ.

خو همدې غیرتي واکمن مغرورو امریکایانو ته له افغان مجاهد ولس سره د زوراوسرټمبګي کارولو په ځای د استدلال او منطق کارولو دعوت ورکړ، مګرهغوی نه ومانه او د صلیبي غرورله مخي یې پراسلامي افغانستان یرغل وکړخو مجاهد واکمن نه د صلیبي ټلوالې د یرغل تراغیزلاندې راغی او نه یې په خپل اسلامي دریځ کې بدلون راوست.

د الله تعالی په نصرت او د توکل محض په برکت یې د يرغلګرې صلیبي ټلوالې په خلاف جهادي مقاومت اعلان کړ.

۱۲ کاله یې په ډیرو ستونزمنو شرائطو کې د ټولې کفرۍ نړۍ په مقابل کې د دې تاریخې مقاومت حیرانوونکي قیادت وکړ، داسې قیادت چې پوځي تکتیکونواومحاربوي هنرونو ته یې دنړۍ د پوځي اکاډیموماهرین ګوته په غاښ او د امریکا او ناټو ترټولو مغرورو قومندانانو يې نظامي وړتیا ته د تسليمي سر ټیټ کړ.

نوموړي قائد د نړیوال صلیبي ایتلاف په وړاندې دغه معجزانه قیادت د خپل هیواد له سپیرو کلیو او خټینو کورونو څخه رهبري کړ، هغه په دې ټولې ۱۲کلنې جهادي دورې کې هم دعصري الیکترونیکي وسائلو له استفادې څخه بي پروا و او هم د معاصرې نړۍ د مصنوعي سپوږمکیو د تخنیک له کارولو څخه مستغني و.

هغه به پوره ۲۴ ساعته په خپله مخصوصه طریقه له مجاهدینو سره په تماس کې و ، خو دښمن یې نه د هستوګنې ځای معلوم کړای شو او نه یې د مقاومت له لومړۍ کرښې سره د مداوم ارتباط څرک ولګاوه.

ریښتیاهم چې ملامحمد عمر(مجاهد) په جهادي قیادت کې د کلیوالي تکتیکونو په کارولو سره د غربي نړۍ د کشف او څارمدرنه تکنالوجي وننګوله ،ځکه هغوی له خپل ټول تخنیکي تفوق سره سره نه د ده د ځای ځایګي څرک ولګاوه او نه يي هم د خپلو پرمختلليو تسلیحاتي وسائلوپه مټ د هغه له جهادي ګوزارونو څخه ځان خوندي کړای شو.

هوکه ! ملامحمد عمر مجاهد د۲۱ پیړۍ زاهد واکمن و، داسې واکمن چې خپله واکمني یې د الله د کلمې تر لوړ والې جار کړه .

راځې دلته د دغه تاریخي شاهکار په اړه د اسلامي نړۍ د اسلامي مفکرینو ،علماوو او سیاست پوهانوځیني هغه تاثرات هم لیږ ولولو چې د نوموړي د وفات په مناسبت یې هغه مهال پرخپلو ټويټر پاڼو څرګند کړي:

د اسلامي نړۍ ستر محدث او د سترو مجاهدینو استاد علامه ابو محمد المقدسي:

خدای دي پرامام ملاعمر باندې رحم وکړي، د ده امثال په اوسنۍ زمانې کې ډیر کم لیدل کیږي، د الله نظام يي پر ځمکه نافذ کړ، مهاجرینو ته يي پناه ورکړه ، د نصحیت ګرو نصیحت يي مانه او له کفارو سره ترهغو وجنګیدو تر څو یقین (مرګ) ورته راغی.

د سعودي عربستان ستر محدث او فقیه علامه :

د تاریخ ټولې پاڼې مې واړولې خو له ملا عمر پرته مې داسې حاکم پیدا نه کړ چې هغه دې خپله واکمنې د الله د دین د حاکمیت په مقابل کې له لاسه ورکړې وي ، الله دي پري ورحمیږي او فردوس جنت دي ځای شي.

دوكتور حاکم المطیري:

د ملا محمد عمرمجاهد په وفات سره اسلامي امت یوستر مجاهد زعیم له لاسه ورکړ، داسې زعیم چې د یرغلګرې صلیبي ټلوالې په خلاف يي تاریخي مقابله پیل کړه.

اي د اسلامي امت زعيمه ! ته په ریښتیا د اسلامي امت لپاره داسې امام وي چې د اسلامي امت موجود اوراتلونکي نسلونه ، د هغوي ټول جهادي او فکري نهضتونو او فقهي مدارس به په تا پوري اقتداء کوي.

اي لویه استاذه ایا ته په ریښتیا له مونږه وکوچیدي؟!

دكتورشامل:

ای د نړۍ ژبيوهانو اديبانو !

راشئ د نړۍ د ټولو ژبو قاموسونو له سره ولیکئ ، له هغو ټولو څخه د رجولیت (نارینه توب) لغت وباسئ او پرځای یې یواځې د ملاعمر نوم ورځای کړئ…

أبو حمزة الدرعاوي:

دا شرعي مسئله ده چې څوک له دښمن سره د مقابلې په سنګر کې د رباط په حال کې وفات شي هغه شهید دی خدای تعالی دي د شهید ملاعمر (مجاهد) شهادت قبول او فردوس جنت ځای کړي.

أبو عزام الأنصاري:

رجلٌ عظيم .. في كيانٍ أعظم
ترجّل الأمير .. لكنّ القافلة ستسير

لوي سړی په ډیرلوی وجود کې
امیر (ساربان) يې پیاده شو ( وفات شو) خو قافله مخ په وړاندې روانه ده
………………………………

هرګز نمیرد آنکه دلش زنده شد بعشق … ثبت است بر جریده عالم دوام ما
۵ / ۲ /۱۳۹۵ هش

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جمیل احمد
میلمه
جمیل احمد

زما په ګمان

شاهکار
د شخص صفت نشی کیدای ، بلکی د شی صفت راځي .
لکه شاهکار کتاب ، شاهکار پروګرام ، شاهکار پلان ، او داسی نور

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه

جمیل احمد صاحب ، ماته ستاسی خبره سرچپه ښکاری ، د لیکونکی خبره سمه ده ، تاسی د شاهکاری لغت کی وڅیړی له ( شاه کارۍ ) جوړ شوی یعنی هغه کارونه چه په شاهی اندار تر سره کیږی د شاهانو د هر کار دپاره چه زر او زور لری په ډیر دقت او ښه تدبر تر سره کیدل نو دا بیا یوه اصطلاح شوه یعنی شاهانه کړنی یو معیار وتآکل شو چه چا په ښه کړنه ترسره کړه هغه ته به به یی شاهکاری ویله او بیا دی اصطلاح هر څه ته لیار پیدا کړه کیدی شیانو ته هم… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه

ثاقب صاحب السلام علیکم !!! الله ج دی اجرونه درکړی ثاقب صاحب ستاسی ټولی لیکنی ستاسی د پوهی او ښه دیانت نمایندګی کوی په ځانګړی دی لیکنی دی ډیره متاثره کړم ، په رشتیا داسی یو مدبر ، غریب نوازه ، فقیر او زړور رهبر مونږ نه یواځی په دی پیړی کی تر منځنو پیړیو پوری هم نه لرو او نه درلود حتی د صدر اسلام تاریخ یی ژوندی کړو د هماغه وخت سره چه د روسانو په مقابل کی جنګیدلو د ده ژوند بدلون ونه کړو که یی د شهرت د پاره دا کار کولو یو تصویر یی هم… نور لوستل »

مترجم
میلمه
مترجم

“د سعودي عربستان ستر محدث او فقیه” نه مراد څوک دی؟ نوم مو نه دی ورسره لکلاي.

عبدالرحیم ثاقب
میلمه
عبدالرحیم ثاقب

محترمو جمیل احمد صاحب ! دروند او قدرمند استاد بیانزی صاحب! او محترم مترجم صاحب! ستاسي ټولو له تبصرو په تیره د فاضل استاد بیانزي صاحب له نیکو لوریینو ډیره ډیره مننه. د محترم جمیل صاحب ځواب خو فکرکوم د استاد په تبصره کې ښه په وضاحت سره شوی او زه هم دا ور باندې اضافه کول غواړم چې په بلیغه تشبیه کې داسې هم راتلای شي چې حمل دي صرف وصف یاصفت په ذات باندې وشي. له فاضل استاد څخه ډیره مننه کوم چې هروخت يي د نن د لیکوالانو حوصله افزايي کړې او پرهغوی یې خاصې لورینې پیرزوکړې… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

په رښتیا دومره زریني کرښې مو لیکلي دي ثاقب صیب چې بیا بیا ویلو ته مي مجبوره وي ، الله تعالی دي یې ستاسو دنیکو اعمالو په تله کې په ښه درولي ، آمین
او الله تعالی دي په مرحوم عالیقدر امیرالمؤمنین رحمه الله تعالی باندي خپل رحمتونه نازل کړي او ځای ناستي ته دي یې الله تعالی دهغه په شان استقامت ، غیرت او عزت ورنصیب کړي ، آمین