افغانستان

طالبانو دملکي تلفاتو په اړه دیوناما وروستی خپور شوی راپور په کلکه رد کړ

d32329423ddfcdc203a7b4fb69d1a6aa XLپه افغانستان کې دملګرو ملتو نماینده ګۍ (یوناما ) نن دجولای په ۳۱ نېټه  دروان ۲۰۱۳ کال  په لومړۍ نیمایي کې داوښتو ملکي تلفاتو په اړه یو راپور خپور کړ. په راپور کې راغلې چې دتیر کال په نسبت  په ملکي تلفاتو کې ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلي.   د یوناما د ادعا لمخې په تیرو شپږو میاشتو کې دملکي تلفاتو  ۷۴ سلنه  دکرزي دحکومت ضد وسلوالو ته منسوب شوې ،نهه سلنه ،دکرزي دحکومت پلوو ځواکونو ته منسوب شوې، همداراز ۱۲ سلنه  ملکي مرګ ژوبله  دښکیلو غاړو ترمنځ په جکړو کې رامنځ ته شوې او څلور سلنه هیڅ کوم لورې ته نه ده منسوب شوې.

راپور زیاتوي په تیرو  شپږو میاشتو کې  ډیره مرګ ژوبله دماینونه دانفجار له امله رامنځ ته شوې همداراز ،په دوهمه او دریمه درجه کې هدفي وژنو او دډلیزو تهاجمي بریدونو له امله دملکیانو مرګ ژوبله زیاته شوې.

په راپور کې هغو ستروپیښو ته چې دنړیوالو ځواکونو له لوري په هوایي بمبارونو کې بې دفاع ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې هیڅ اشاره نده شوې او نه هم هغه حادثې ثبت شوې چې داربکیانو/ محلي پولیسو دوحشت له امله دهیواد په مختلفو برخو کې ګڼ شمیر ولسي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دیوناما  د راپور له خپریدو ورسته سمدستي طالبانو هم ددې راپور په اړه خپل رسمي غبرګون ښودلی او په خپله رسمي ویب پاڼه الاماره  باندي یې نشر کړی.

طالبانو ویلي چې دیوناما وروستي خپور شوی راپور دامریکایانو په مزاج برابر لیکل شوي او دهغوي له فلتر نه راوتلی یو راپور دی چې په هیڅ وجه دمنلو نه دی.

دیوناما د راپور په اړه دطالبانو غبرګون دهغوئ دویاند ذبیح الله مجاهد له خو ا رسنیو ته په ایمیل هم لیږل شوی چې یوه کافي یې نن ټکي اسیا هم ترلاسه کړې  چې په لاندې ډول کټ مټ نشر ته سپارل کیږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دملکي تلفاتو په برخه کې  ديوناما دوروستي راپور په اړه داسلامی امارت غبرګون

داچې دتير په څير  په کابل کې د يوناما د دفتر لخوا يوځل بیا دیو طرفه قضاوت په بنا او د امریکايي غوښتنو په اساس  دملکي تلفاتو تر عنوان لاندې راپورتهيه او خپور شوی اسلامی امارت يې په اړه لاندي غبرګون لري :

۱ــ په کابل کې يوناما دغه راپورله  خپريدا نه ايله څوساعته  مخکې له اسلامی امارت سره په تاکتيکې ډول شريک کړی چې دپوره څيړنې  او له یوناما سره يې په اړه دبحث لپاره کافي وخت  نه درلود ، داګام صرف ددې لپاره وو چې دوي بيا استناد وکړي چې ګني راپور يي له موږ سره هم شريک کړی ، چې داسې کول پخپله دخلکو دغولونې یوه هڅه ده  .

۲ــ په راپورکې لکه دتير په څير صرف دعوه شوي چې سږکال ملکي تلفات په سلوکې ۱۶ سلنه زيات شوي او بې له کوم دليله په سلوکې د ۷۴ سلنې مسئول مجاهدین دي ، ځينو مواردو ته ګوته نيول شوي چې په ښکاره د کابل ادارې اړوند کسان ، اربکی او نور دمضرو ادارو کارکونکي پکې ملکيان بلل شوي ، داچې ولی داسې شوی په  اړه يې هيڅ وضاحت وجودنلري   ، چې پخپله دراپور په اړه شکونه پيداکوي او ددي ښکارندویي کوي چې ياد راپور په امريکايي ميزاج برابر او دمجاهدينو په وړاندې دپروپاګند برخه ده .

۳ــ جالبه لا داچې دراپور په يوه برخه کې راغلي چې اسلامی امارت دخپلې ويب پاڼې ويندويانو او ايميلونو دلارې  په شپږو میاشتو کې  د ۵۲ داسې پيښو مسئوليت منلي چې د ملکي تلفاتوسبب شوي او په ورته پيښو کې ۵۷۱ ملکيان تلف شوي ، داحملي ، فدايي بريدونه ، ماينونه او پيچلې حملي دي چې مجاهدينو ترسره کړي ، داخبره یوناما په داسې حال کې کوي چې لومړي خو اسلامی امارت يوه  داسې پيښه هم نلري چې  ملکيان دې په يادو بريدونو کې هدف ګرځول شوي وي ، داچې موږ دکومو پيښو مسئولیت اخيستي وي هغه ټول ددښمن تلفات دي چې په لوی لاس ملکيان ورته ويل ديوناما خپل شخصي قضاوت ده اوصرف  د راپور وزن پرې زيات شوی  ، بل داچې کوم خبرونه  داسلامي امارت له آدرسه خپاره شوی هغه په عين حال کې له رسنيو سره هم شريک شوي او په هغو د ۵۷۱ ملکیانو تلفات  کاملا بې بنسټه او له واقعيته لري خبره ده ، هو! که يوناما  دکابل ادارې اړوند کسان ، پوليس،عسکر، استخباراتي کارمندان ، دحساسو اومضرو ادارو کارکونکي ملکيان بولي نو په دې اړه ددوي خپله محاسبه ناسمه او بيا هم دتش پروپاګند په بنا ترسره شوي .

موږ کله هم هغه اشخاص ملکیان نه بولو چې دهيواد په اشغال کې مخامخ سهیم دي او ددښمن په خطرناکو ادارو کې کارکوي ، بل لوري ته په زرهاوو  بې وسلي ملکي خلک دامريکايانو لخوا په چاپو او بمبارونو کې شهیدان شوي ، ټپيان شوی او زندانونوکې پراته دي چې يوناما دامریکا لخوا په ځواب ويلو سره په خپل راپورکې  داسي کسان ټول وسلوال او دوسلوالو پوري تړلي بولي !!! .

 دیوناماپه راپور کې يرغلګرو او دکابل ادارې ته په ګډه ايله ۹ سلنه تلفات منسوب ښکاري چې دامريکايي ، روزمره وحشت ، چاپو ، بمبارونو او د اربکيانو او دکابل ادارې اړوند نورو امنيتی کسانو له هغه ظلمونو سره  چې خلک يې دهيواد په ګوټ ګوټ کې ترپوزې رسولي  په هيڅ ډول سمون نخوري  او داپخپله بل دليل ده چې یاد راپور د امریکايي فلتر نه راوتلی او یوناماته منسوب شوی ده .

اسلامی امارت ملکي خلک خپل خلک بولي او دالویه ، خطرناکه او  له کړاوونو ډکه مبارزه يي هم دخپلو ملکي هيوادوالو دنجات لپاره ده ، اسلامی امارت سږکال په خپلو تشيکلاتو کې دملکي تلفاتو دمخنیوي لپاره يوه باصلاحيته کاري کميټه جوړه کړي چې زموږ دمحاسبو له مخې دملکي تلفاتو په شمير کې ورسره دملاحظې وړ کمښت راغلی، لکه موږ چې پخواهم ويلي وو يوناما تل خپل راپور په کابل کې دامریکايي سفارت په لارښونه او سپارښتنه ترتيبوي چې هدف يي دمجاهدينو په ضد دخلکو اذهان  تخريبول دي ، موږ دغه بې بنسټه راپور په کلکه ردوو او له یوناما غواړو چې کله به هم دپروپاګند په دې پروسه کې بريالي نشي ، ځکه ولس هرڅه دسر په سترګو ويني ، په دومره لوي اوخطرناکه بې موازنې جنګ کې داسلامی امارت لخوا چې کوم احتیاط دملکی خلکو له ژوند سره کيږي په  نړيواله سطحه په هيڅ جګړه کې هم  نه اوس او نه پخوا ساری  لري  .

دافغانستان اسلامی امارت

۱۴۳۴/۹/۲۲هـ ق

۱۳۹۲/۵/۸هـ ش ــ 2013/7/13م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x