ورزش

استرالیا: کریس ګېل بیګ بیش لیګ کې لوبې ته ادامه ورکولی شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۵مه ۱۳۹۵ل): د استرالیا کرکټ بورډ یوې خپره شوې اعلاميي کې ویل شوی چې د کریس ګیل نوم هیڅکله هم د بیګ بیش لیګ په تور لیست کې نه و لیکل شوی.

کریس ګیل د همدې کال د جنوري په میاشت کې د یوې ژورنالیستې سره د غیر اخلاقي خبرو اترو له امله جریمه شوی و او داسې راپورونه خپاره شوي ول چې کیدی شي نوموړي ته بیا په دغه لیګ کې د لوبو اجازه ورنکړل شي.

د استرالیا د کرکټ بورډ مشر سدرلینډ وویل چې مونږ په دې برخه کې چې کوم لوبغاړی له سیالیو څخه وویستل شي هیڅ ډول لاسوهنه نه کوو او د بیګ بیش لیګ ټولې لوبډلې د لوبغاړو په انتخاب کې بشپړ خپلواکي لري.

د استرالیا د کرکټ بورډ مشر همداراز وویل چې مونږ ته دا مهمه نه ده چې نور خلک د دغې پیښې په اړه څه نظر لري، زما په اند کله چې یو کس بیان ورکول پیلوي نو له هغې څخه غلطي هم کیږي.

کرېس ګیل هم راتلوونکی کال یو ځل بیا د بیګ بیش لیګ په سیالیو کې ګډون کولو لپاره چیرې چې د نوموړي بې شمیره خوښوونکی به د نوموړی په انتظار وي استرالیا ته تلل غواړي.

دوه ورځې وړاندې کریس ګیل د خپل نوی زیږیدلی ماشوم نوم هم د همدې پیښې له امله «بیش» کیښود چې د زیات شمیر خلکو د حیرانتیا لامل هم وګرځید خو کریس ګیل د خپلې پاڼې له لارې دغه نوم تایید کړ.

کریس ګیل د خپل طوفاني توپ وهنې له امله نړیوال شهرت لري. نوموړی د بیګ بیش لیګ په تیرو سیالیو کې یوازې په ۱۲ توپونو د ۵۰ منډو جوړولو ریکاډ هم جوړ کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x