افغانستان

امريکا دخپلې ماتې په منلو شرميږي، دوکتور ايمن الظواهري

zawa 659453gدوکتور ايمن الظواهري په خپلو نويو خبرو کې اوباما مخاطب کړی او ورته ويلي يې دي، ته دومره جرءت نلرې چې په زغرده خپله ماته ومنې او پدې اعتراف وکړې چې په عراق او افغانستان کې د مسلمانانو د جهاد او عزم په وړاندې ستاسې ټول توان او ټکنالوژۍ پاتې راغله.

خو حقيقت دا دی چې تاسې ماتې خوړلې او دخپلې ماتې په منلو شرميږې.

دوکتور ايمن الظواهري د امريکا لخوا دمسلمانانو د په نښه کولو لپاره د بې پيلوټه الوتکو کارول يو ناځوان مردانه کار بللی او په دې اړه يې ويلي: چې د مسلمانانو پرضد له بې پيلوټه الوتکو کار اخيستل دا په ډاګه کوي چې امريکا په مخامخ جګړه کې ماته خوړلې.

د معرکې په دې وروستي پړاو کې د ډرون طيارو کارول به دمسلمانانو په زړونو کې دامريکا په ضد نفرت او دښمني لازياته کړي، بې پيلوټه الوتکې نشي کولای دتاسې ماته پټه کړي، بلکې دا لا دمسلمانانو په زړونو کې له تاسې د انتقام اخيستلو جذبه پياوړې کوي.

ديادونې وړ ده چې دبشر د حقوقو ډير سازمانونه هم دبې پيلوټه الوتکو کارول يو بشر ضد کار بولي او زياتوي چې دا الوتکې زياتره وخت خپل هدف ختا کوي او بې ګناه ولسي وګړي په نښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x