افغانستان

د ننګرهار پوهنتون له لسګونو نیول شويو محصلینو ځینې پر بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۵مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار پوهنتون محصلین وايي چې په تېرو څو میاشتو کې نږدې ۱۰۰ تنه محصلین پر بېلابېلو پلمو د ملي امنیت له لوري نیول شوي دي.

د ننګرهار قضايي چارواکي هم مني چې د دې پوهنتون ځينې محصلین د دوی په زندانونو کې دي، چې نن يې د ځينو محاکمه بشپړه شوه.

د دوی په خبره په محاکمه کې هغه کسان چې د افغانستان ملي بیرغ ته يې سپکاوی کړی و، له له پنځو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې د بند په سزا محکوم شول.

د لسګونو زنداني محصلینو له ډلې دغه محصلین تېر کال د یو لاریون پر مهال نیول شوي، چې امنیتي مسوولینو د دولت له مخالفینو سره په تړاو تورنول.

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي یوتن محصل چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله نن ټکی اسیا ته وویل چې د ببرک میاخېل له رییس کېدلو وروسته نږدې هره ورځ د ملي امنیت کسان د لیليې په خونو ګرځي.

د ده په خبره د لیليې په مسجد کې د تفسیر او نبوي سیرت هغه حلقې چې هر مازیګر به ترسره کېدې اوس بندې شوې او محصلین حق نه لري چې په مسجد کې له لمانځه پرته ان د تجوید لپاره سره راغونډ شي.

ببرک میاخېل چې وړاندې تر دې د ژورنالیزم پوهنځي رییس و، تېر کال د ننګرهار پوهنتون د رییس په توګه وټاکل شو، چې له ټاکل کېدو سره هممهاله يې ملي امنیت ته اجازه ورکړه چې په نیمه شپه کې د لیلیې پر بلاکونو چاپه ووهي او ځينې متدین محصلین پر بېلابېلو پلمو زندانیان کړي.

محصلین وايي چې دم ګړۍ نږدې ۱۰۰ تنه محصلین پر بېلابېلو تورونو زندانیان دي او د زنداني کېدو دا لړۍ روانه ده، چې ډېری نیول شوي محصلین له ننګرهار، کونړ او لغمان پرته د نورو ولایتونو دي.

د ننګرهار امنیتي مسوولین نیول شوي محصلین د دولت له مخالفو وسله والو سره په اړیکو تورنوي، خو محصلین بیا ګیله کوي چې دې محصلینو کې ډېر هغوی دي چې د فراغت وختونه يې رانږدې دي دولت څو کاله ورته غږ نه کاوه خو د فارغېدو په کال يې دا پلمې ورته وتوږلې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close