امریکايي جنرال جیزف اندرسن، او جنرال رازق

دوه سوه زره ډالر رشوت او چوپتيا

خالد هادي

د میاشتي دوه سوه زرو ډالرو رشوت څنګه د کابل سترګي پټي کړې دي ؟

کله چي په کندهار کي د رازق او دهغه د ورورتادین لخوا د ګمرګي عایداتو څخه هره ورځ د میلونونو افغانیو اختلاس رسوائې رامنځته سول او ورپسې ئې د دولت لوړ رتبه مامورین چي ددغه فساد څیړلولپاره بولدک ته تللي وه د رازق د ورور تادین لخوا برمته سول نودکابل مرکزي حکومت او امنیت شورا په دې هکله تصمیم ونیوی ترڅو دغه نالوستی جنرال د هغه د خودمختاری کارو ، ناقانونه شکنجو،د دولتي واک څخه په غلطو استفادو ، او دولتي عایداتو کي په پراخ فساد له دندي لیري کړي .

خو په هم هغه ورځ دمخکني ولسمشر کرزي پر شا وخوا حلقو او د ولسمشر اشرف غني د سلاکار اکرم خپلواک لخوا د رازق او معصوم ستانکزي تر منځ تفاهم رامنځته سو چي دنوموړي لخوا به د رازق په اړه د ولسمشر اشرف غني او امنیت شورا ذهنیت ته تغیر ورکوي او ددې کار لپاره به هره میاشت معصوم ستانکزي او اکرم خپلواک ته د رازق لخوا په جلا جلا توګه سل – سل زره ډالره ونډه ورکوي .

دغه د میاشتنۍ ونډه د همدې نالوستي جنرال رازق د ورور تادین لخوا هره میاشت د پآکستان د چمن ښار د حبیب بانک له څانګي د معصوم ستانکزي او اکرم خپلواک د دوبۍ و اکاونټونو ته لیږدول کیږي . چي له امله ئې کابل ، د کندهار او بولدک پراخ فساد نورپه سترګو نه ویني .

۱۴ کاله د سپین بولدک سرحدي ولسوالۍ دولتي عایدات چي څنګه ددې غلو لخوا چوریدل د تحول او تدوام په راتګ ئې د تحول پرته تداوم ته ترجیح ورکړل سول !

همدا و د تحول تداوم !

باید یادونه وکړو چي د سپین بولدک ولسوالي په ګمرکي عایداتو ، غیري قانوني حق العبور ، دولتي مالیاتو او د مخده موادو دقاچاق له لاري دغه نالوستي جنرال او دهغه ورور تادین هره ورځ تر شل ملیونه زیاتي افغاني ترلاسه کوي . او بیا د همدغو ځینو پیسو څخه په کندهار او ګاوندي ولایاتو کي د حامد کرزي د ورور شاولي کرزي د شخصي سلطنت ریښې تقویه کوي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د