«ګټلې جګړه مو څنګه وبايلله»

امريکايي ژورنالېستې او ليکوالې کرسټينا ليمب «ډيلي بيسټ» امريکايي ورځپاڼې ته د افغانستان نا امنيو او د طالبانو د پسرلني عملياتو په اړه ليکلي، چې وسله والو مخالفينو خپل نوي پسرلني عمليات په خونړيو جګړو او بريدونو پيل کړل، چې يوازې په پلازمېنه کابل کې يې د حکومت تر ټولو خوندي سيمه کې داسې بريد وکړ، چې له امله يې ۶۴ کسان ووژل شول او سلګونه نور يې ټپيان کړل.

د ليکوالې په وينا پنځلس کاله وړاندې، چې د امريکا په مشرۍ ايتلاف د طالبانو حکومت نسکور کړ، د کابل وروستی بريد يې تر ټولو خونړی او بې ساري و.

د ليکوالې له قوله بريد د کابل پر وخت نهه بجې وشو، مګر برتانيې کې يې د غرمې خبرونو کې هم مهم ځای ونه نيو.

کرسټينا ليمب وايي، چې د غربي هېوادونو ليډران هڅه کوي، خپلو ولسونو ته وښيي، چې افغان جګړه پای ته رسېدلې، په داسې حال کې، چې د ۹۸۰۰ امريکايي عسکرو په ګډون ۱۲زره ناټو سرتېري په افغانستان کې اوس هم په جګړه بوخت دي.

«که افغان جګړه پای ته رسېدلي وي، نو دومره زرګونه عسکر بيا په افغانستان کې څه کوي.»

د افغانستان روانو جګړو او نا امنيو ترڅنګ د اقتصادي رکود په اړه ليکواله وايي، چې له سوريې وروسته دوهمه ډله د افغانستان خلک دي، چې د خپلو کورونو لوښي او سامانونه پلوري او غواړي، چې د مرګ په پلونو ځانونه تر اروپا ورسوي.

ليکوالې افغانستان کې د ناټو ځواکونو د موجوديت په اړه وايي، چې يوازينۍ ګټه يې خلکو ته دا رسولې، چې ګرځنده تيليفونه يې خلکو ته رسولي او له دې لارې خلکو انټرنيټ او واټس اپ ته لاس رسی موندلی دی.

کرسټينا ليمب وايي، چې د زرګونو امريکايي او ناټو پوځيانو د قربانۍ سربېره، د افغانستان ډېره برخه د طالبانو تر ولکې لاندې ده او نور هم مخ پر وړاندې روان دي.

د ليکوالې په وينا، د ۲۰۰۱م کرسمس هغه ورځ راياديږي، چې زه د کابل مصطفی هوټل په بام ناسته وم، موسقي مې اورېده، چې تر دې لږه موده وړاندې د طالبانو له لوري پرې بنديز و، موږ ميلياردونه ډالر ولګول، زرګونو پوځيان مو ووژل شول او د دې ټولو قربانيو سربېره مو نه طالبان په شا کړل او نه مو له منځه يوړل، بلکې نور هم غښتلي شول او ډېرې سيمې يې نيولي دي.

۲۰۰۱م کې د سپتمبر د يوولسمې پېښې په تور امريکا پر افغانستان يرغل وکړ، د بي ۵۲ الوتکو بمونو او د سي ای اې له لوري د ځايي قوماندانانو د اخيستو له امله له شپېتو ورځو مقاومت وروسته د طالبانو رژيم نسکور شو.

ليکواله وايي، چې هغه مهال د برتانيې شاهي کنډک يو جنرال ماته وويل: «موږ افغانستان کې د مداخلې لپاره له زرين چانس څخه ګټه واخيسته.»

ليکواله پوښتنه کوي، چې غربي ځواکونو او سياستوالو کومه تېرونه وکړه، چې ګټلې جګړه يې وبايلله؟

د کرسټينا ليمب په وينا يو لک څلويښت زره ناټو ځواکونه په افغانستان کې له هر ډول پرمختللو وسلو، جنګي الوتکو او ټولو امکاناتو سره د يو ملا له لوري، چې يو سترګه يې وه، وځپل شول، ماتې يې وخوړه او د طالبانو له لوري دوی د مرګ کندې ته ورټېل وهل شول.

«موږ بايد په خپلو تېروتنو غور وکړو او که د خپلو تېروتنو لامل مو په ګوته نه کړ، نو موږ به د دې توان پيدا نه کړو، چې دغه جګړه په اسانه پای ته ورسوو.»

ليکواله وايي، چې د دې په فکر د دغې جګړې د ناکامۍ تر ټولو مهم لامل نظامي نه، بلکې سياسي دی، چې د امريکا سياستوالو د جګړې ټول ابعاد نه و سنجولي او خپل عسکر يې داسې يو هېواد ته د جګړې لپاره ولېږل، چې تر اوسه په کې څوک نه دي بريالي شوي.

جنرال ميکارتر وايي: «د جګړې د يقينې بريا له فکر پرته د جګړې ميدان ته خپل عسکر لېږل ستره تېروتنه ده، موږ دغه تېروتنه وکړه او اوس يې بايد وزغمو.»

امريکايي ليکواله وايي، چې زموږ خلک اوس هم دا پوښتنه کوي، چې سياستوال ولې له تاريخه عبرت نه اخلي، دوی ولې د افغان انګليس جګړو ته نه کوري، چې څنګه «شرموونکې» ماتې يې خوړلې، له هغې وروسته په تېره لنډه زمانه کې د روسي عسکرو ماتې زموږ ترمخ وه او که تاسې هرات ته ولاړ شئ، نو هلته د غره په لمن کې د جنرال وهاب هغه ماڼۍ وګورئ، چې د روسي ټانکونو او وسلو يو ستر ميوزيم يې جوړ کړی، چې افغانانو له شوروي عسکرو نيولي وو.

امريکايي ژورنالېسته وايي، چې افغانستان داسې خاوره نه ده، چې څوک دې يو ځل له خپل زور، ټانکو، الوتکو او عسکرو سره ورشي او بېرته دې ترې هسکه غاړه راووځي.

د امريکايي چارواکو د بلې تېروتنې په اړه وايي، چې موږ افغانانونو سره ډېرې ژمنې کړې وې، مګر په عملي ډګر کې پاتې راغلو، نو افغانان هم اړ دي، چې يا به خپل هېواد پرېږدي او يا به هم د طالبانو ليکو ته ورځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د