fbpx

پروان: د بګرام سلګونو اوسېدونکو د امریکایانو پر ضد لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې سلګونو تنو د امریکایانو د خپل سرو تالاشیو پر ضد لاریون کړی دی.

لاریون کوونکي د بګرام په شاکا سیمه کې راټول شوي وو او د بهرنیانو پر ضد يې شعارونه ورکول.

د دوی په خبره نن سهار مهال امریکایانو په سیمه کې د تېر جهاد د قومندان کمندر کور تالاشي کړی دی.

لاریون کوونکي پر دې غوسه دي چې دغه تالاشي د افغان حکومت له خبراوي پرته پخپل سر ترسره شوې ده.

د بګرام امنیه قومندان سمنوال احمدزی هم مني چې بهرنیانو په کاشا سیمه کې تالاشي کړی او په وينا يې دوی ترې خبر نه دي.

احمدزی وايي امریکایانو پخپل سر د کورنو پلټڼې پیل کړې چې له دوی سره يې نه خبره شریکه کړې او نه يې هم ترې مرسته غوښتې ده.

دا په داسې حال کې دی چې نږدې میاشت وړاندې د وري پرلسمه هم د بګرام ګڼو اوسېدونکو د بهرنیانو پر ضد لاریون وکړ او د هغوی د وتلو غوښتنه يې کوله.

امریکایانو د وري په نهمه په بخشي خېل سیمه کې ۲۲ کلن ځوان محمد حضور پخپل باغ کې ضربه کړ.

د بخشي خېل اوسېدونکي وايي چې محمد حضور پخپل باغ کې په کار بوخت و، چې امریکايي عسکرو په نښه او ځای پر ځای يې شهید کړ.

د یادې سیمې سلګونو اوسېدونکو د امریکایانو پر ضد لاریون وکړ او له افغانستانه يې د دوی د وتلو غوښتنه کوله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د