افغانستان

ننګرهار: ګوشته کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځيانو تر منځ جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې له تېر مازیګر راهیسې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځيانو تر منځ جګړه روانه ده.

د سیمې د اوسېدونکو په قول جګړه وروسته له هغه ونښته، چې پاکستاني پوځيانو پر افغان خاوره راکټ وتوغول او افغان سرحدی ځواکونو غبرګون وښود.

د راپورونو له مخې جګړه په افغان خاوره کې د ننه د ګوشتې اړوند په فتح مېنه او انارګي کلیو کې روانه ده.

تر اوسه د بلال په نوم یو افغان عسکر وژل شوی دوه نور ټپیان دي او د پاکستاني پوځيانو د مرګ ـ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

په ننګرهاکې د سرحدي پولیسو قومندان ولي خان شينواری هم پېښه مني خو له جزیاتو ورکولو يې ډډه وکړه.

ياده دې وي ګوشته چې ډېره سیمه يې دوه کاله وړاندې پاکستاني پوځيانو لاندې کړې د دواړو لوریو تر منځ د ناندریو او شخړو سیمه بلل کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې پاکستاني ځواکونه د پکتیکا په انګور اډه کې اتلس کیلومټره او په خوست کې پنځه کیلومټره وړاندې راغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x