fbpx

که مو د سمارټ فون سرعت کم شوی نو دغه اپلکیشن ښکته کړئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۵مه ۱۳۹۵ل): ځینې وختونه د وخت له تیریدو سره او یا هم په سمارټ فون کې د شته ځینو پروګرامونو له امله د سمارټ فون سرعت ډیر زیات کمیږي.

د سمارټ فون سرعت بیرته اصلي حالت ته ګرځولو لپاره ډیر اپلکیشنونه شتون لري خو د Z Speed+ نومې اپلکیشن د دغې موخې لپاره یو له غوره اپلکیشنونو څخه دی.

د Z Speed+ اپلکیشن د انډرایډ (Android) د اپریټنګ سیسټم یو له غوره اپلکیشنونو څخه دی چې کولی شي د کاروونکو د سمارټ فون سرعت زیات کړي.

د Z Speed+ ځانګړتیاوې

دغه اپلکیشن په ځانګړی ډول د سمارټ فون د سرعت زیاتولو لپاره ډیزاین شوی او کولی شي د سمارت فون سرعت ۶۰٪ زیات کړي.

په سمارټ فون کې شته اپلکیشنونه لکه وټس اپ (WhatsApp)، فیسبوک (Facebook)، وایبر (Viber) او داسې نور کلپ کولی شي.

د پاکولو ځانګړی پروګرام لري چې مؤقتي، Cache شوي او منسوخ شوي فایلونه کوم چې د سمارټ فون سرعت کمولی شي په اسانۍ او چټکۍ سره له سمارټ فون څخه پاکوي.

دغه اپلکیشن ډیر ساده ډیزاین شوی او هر ډول کاروونکي ترې ګټه پورته کولی شي. کاروونکي کولی شي په دغه اپلکیشن کې شته لسګونو ژبو څخه خپل د خوښې ژبه انتخاب کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د