fbpx

د اقلیمي بدلون موافقه ۱۷۵ هېوادونو لاسلیک کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۵مه ۱۳۹۵ل): د اقلیمي بدلون او په نړۍ کې د تودوښې درجې لوړیدلو خلاف د پاریس موافقې باندې ۱۷۵ هېوادونو لاسلیک وکړ.

ایسوشیټډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان په شمول د نړۍ ولسمشرانو په وروستي ځل د اپریل په ۲۲مه په نیویارک کې ناسته وکړله او دې هوکړې ته ورسېدل چې د نړیواله توګه د تودوښې د درجې د لوړیدو پر ضد نورو او سملاسي ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده.

په وروستیو کلونو کې د د درستې نړۍ د تودوښې درجه لوړه شوې او د دې امکان شته چې یخ سمندرونه اوبه شي او د سمندر د اوبو سطحه نوره هم لوړه شي.

د سمندر د اوبو سطحې لوړیدلو سره د ډیری هېوادونو د محوه کېدو امکان هم شته چې له منځه یې یو د جنوبي اسیا مسلمان هېواد مالدیف دی. مالدیف کوچنی هېواد دی او له یو شمېر وړو جزیرو څخه جوړ دی.

د پاریس موافقه به تر هغې وروسته عملي شي چې یوځايي ۵۵ هېوادونه چې ۵۵ سلنه Global emissions جوړوي، په رسمي توګه په کې ګډون وکړي. که څه هم چین چې تر ټولو زیات طبیعي سوند کاروي د روان کال ستمبر پورې د یو لړ اقداماتو د پورته کولو ژمنه وکړه خو تمه ده چې دغه پروسه به تر ۲۰۲۰ پورې پیل شي.

د چاپېریال اړوند نړیوالو قوانینو جوړولو کې عموما د صنعتي او پرمختلونکو هېوادونو تر منځ ډيری وخت شخړې وي. صنعتي هېوادونه غواړي چې د چاپېریال ساتنې په موخه داسې سخت قوانین تصویب کړي چې انسانانو ته په کې ډير زیان ونه رسیږي او د دې لپاره له ټولې موجودې ټيکنالوژۍ څخه کار واخېستل شي. خو په مقابل کې پرمختلونکي یا د ۷۷ هېوادونو ګروپ بیا وايي چې د چاپېریال ساتنې سره سره باید اقتصادي او ټولنیز پرمختګ هم وشي. دوی په صنعتي هېوادونو نېوکه کوي چې ټيکنالوژي لري، اسباب او وسایل لري او له هر لوري پرمختللي دي او هغه څه چې دوی یې اوس د بندولو یا د استعمال کمولو لپاره پر ځان او نورو هېوادونو تحمیلوي، دوی ترې پخوا ګټه اخېستې ده.

شننونکي وايي چې د ۱۷۵ هېوادونو له لوري د اقلیم بدلون د موافقې لاسلیکول هم حیرانوونکي ده. په ۲۰۰۹ ز کال کې لا چا په دې اړه فکر هم نشو کولای چې یاده موافقه دې لاسلیک شي.

تر دې وړاندې چین، هند او سعودي له یادې موافقې سره سخت مخالفت کړی و. خو اوس له سعودي پرته نورو دوه هېوادونه یاده موافقه لاسلیک کړله.

د پاریس موافقې لاسلیک د چاپېریال اړوند قوانینو جوړولو کې مهم پرمختګ دی او دا ښايي یواځینی تړون وي چې د پرمختللیو او پر مختلونکو هېوادونو تر منځ په دومره لویه کچه لاسلیک شوی وي.

د یاد تړون د لاسلیک کولو سره به ټول هېوادونه کاربن ډي اکسایډ او نور شنه ګازونو په ویستلو کې کې خپلې پالیسۍ بیانوي. پاریس د ګازونو د ویستلو او استعمال لپاره اصول وضع کړي چې هېوادونه یې په عملي کولو اړ دي. همدا راز ددی موافقې له مخې هیوادونه مکلف دي چې د ګلخانه یي ګازونو تولید محدود کړي. دا ګازونه د سکرو، تیلو او نورو طبعي سوند موادو تولیدیږي.

د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره د دی موافقې هدف ی چې د ځمکې تودوخه تر دوو درجو ډیره نه شي، او په غریبو هیوادونو کې به د چاپیریال ساتنې په برخه کې سلگونه میلیارد ډالر کومک کیږي، او هر څومره ژر چې کیدای شي ټول هیوادونه به د کاربن د خپریدو کچه راټیټوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د