سعودي حکومت ديني عالم عبدالعزيز الطريفي نيولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د سعودي عربستان حکومت ديني عالم شيخ عبدالعزيز الطريفي نيولي دي.

د سعودي د ټولنيزو شبکو فعالان وايي، چې امنيتي ځواکونو تېره ورځ مازديګر شيخ عبدالعزيز پلازمېنه رياض کې له خپله کوره ونيو.

د سعودي حکومت تر اوسه د دې خبر تاييد يا رد نه دی کړی.

سعودي عالم شيخ سلمان العوده په خپل ټويټر پيغام کې، د هغه خبر په اړه ليکلي، چې شيخ طريفي ده ته د شيخ پيغام له لوري ويلي، چې دی امنيتي ځواکونو د ځينو خبرو په اړه د بحث لپاره ورغوښتی او څه ستونزمنه خبره نه شته او له الله تعالی دعا غواړي، چې ټولې ستونزې په اسانۍ حل و فصل کړي.

له دې مخکې شيخ سلمان العوده هم څو کاله د سعودي حکومت له لوري بندي و او بيا په هېواد کې د ديني فعاليتونو اجازه ورکړل شوه.

د شيخ عبدالعزيز په ټويټر پاڼه ليکل شوي، چې دغه حساب د هغه د شاګردانو له لوري چلول کيږي او شيخ لا هم د امنيتي ځواکونو په بند کې دی.

شيخ طريفي کويتي الاصله ديني عالم دی، په تلويزون او راديوګانو کې د ديني خپرونو له لارې خلکو ديني معلومات، قرانکريم او حديث تدريسوي.

د ټولنيزو شبکو فعالانو ويلي، چې د شيخ طريفي د نيولو لامل د ده هغه ټويټر پيغامونه وو، چې نوموړي په کې پر چارواکو نيوکې کړې وې.

شيخ طريفي په خپل ټويټر پيغام ليکلي وو، چې «ځينې چارواکي دا فکر کوي، چې له خپل دين څخه تېرېدل به د دې لامل شي، چې کفار به پرې فشارونه کم کړي، کله هم، چې يوه درجه تنازل کوي، کفار پرې بل فشار اچوي، ثابت قدمي او فشارونه يو شی دی، تر دې، چې د کفارو دين ونه منې.»

شيخ طريفي دا ټويټ په داسې حال کې کړی، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما سعودي عربستان ته تللی و، د خليجي هېوادونو د همکارۍ شورا سره يې په سيمه کې د روان تاوتريخوالي او داعش پر ضد پر جګړې ټينګار وکړ.

له تېرو څو کالو راهيسې سعودي عربستان د غربي هېوادونو له لوري له سختو فشارونو سره مخ دی، چې د ديني ډلو پر ضد دې له سختۍ کار واخلي.

له تېرو څو ورځو راهيسې امريکايي کانګريس هڅه کوي، چې د خپلو بحثونو پر مهال داسې دلايل پيدا کړي، چې سعودي عربستان د سپتمبر د يوولسمې په پېښه کې ښکېل وښيي.

د کانګريس جمهوري پلوه او ديموکراتان دواړه غواړي، چې سعودي په دغه پېښه کې ښکېل وښيي، مګر سپينه ماڼۍ وېریږي، که داسې قانون تصويب شي، نو سعودي به په ډيپلوماتيکه کچه له سختو ستونزو سره مخ شي.

سعودي عربستان د غربي هېوادونو د پرله پسې فشارونو له امله د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د چارواکو صلاحيتونه راکم کړي او اوس نه شي کولای، چې څوک ونيسي، چاپه پرې ووهي او يا يې د هويت په اړه ترې پوښتنه وکړي.

امر بالمعروف اوس يوازې دومره کولای شي، چې د شکمنو کسانو په اړه پوليسو ته خبر ورکړي او د نور ګام اخيستو اجازه او واک يې ترې سلب کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د