نظــر

زمونږ اصلی دشمنان ګاونډی که استعماری هیوادونه دی ؟

بسم الله الرحمن الرحیم   

مونږ له خلکو او میډیا تل او پرله پسی اورو چه زمونږ د خلکو او ملت اصلی دشمنان ګاونډی هیوادونه دی .

د استعمار غوښتنه او پلان  هم دادی چه زمونږ پام د استعمار له دشمنیو د چم ګاونډ دشمنیو ته واړوی او په دی واسطه مونږ هر یو ځانله ځانله ښکار کړی او حتی د یوه په ښکار کولو کی زمونږ له ګاونډیانو مرسته تر لاسه کړی . او مونږ دومره له ګاونډیانو وویروی چه د ګاونډیانو له ویری د استعمار په باداری او شتون راضی او منت بار پاتی شو لکه نن چه د کرزی اداره د ګاونډیانو او د خپلو خلکو له ویری  امریکا ته ننواتی او  چاپلوسی کوی چه د دوی د ساتنی د پاره فوځی هډی زمونږ ګران هیواد کی  ولری او امریکا هغه  فوځی هډيی هله پریږدی چه عسکر یی له افغانی محاکمو مصونیت ولری 

       ( یعنی امریکایی عسکر چه هر جرم تر سره  کوی افغانستان کی به یی محاکمه نه کیږی ) کرزی صاحب دی بی ننګی منلو ته هم امادګی لری کومه چه نه یواځی  مادی بلکه معنوی غلامی هم شمیرل کیږی .
ما دالازم وګڼله چه په دی هکله  د استعمار له دی سترو دسیسو او فتنو څخه پرده لیری او زمونږ د څینو شعوری او یا غیر شعوری تیروتلو روشنفکرانو پام خپلو ډیرو لویو غلطیو ته راواړوو :

د اسلام سپیڅلی دین مسلمانانو ته د نورو ټولو ښو زده کړو په څنک کی د ښه ګاونډیتوب  د حقوقو په رعایت کولو کی ډیر تاکید کړی چه که ګاونډی مو کافر هم وی تاسی ورسره دوستی او مرستی جاری وساتی او یا لږ ترلږه له دشمنیو یی  ځانونه لیری وساتی.

پشتو کی یو متل دی وایی ، له هر څه به وتښتی مګر له ګاونډی تیښته نه شی کیدی ، ( که کور یی هم واخلی بل دی ګاونډی کیږی) ، د ګاونډی ضرر او ګټی دواړه د نورو لیری خلکو  پر تله زیاتی وی یعنی که د ګاونډی سره دشمن او یا بدبینه شی داچه  درته نزدی دی په ډیره اسانی او پرله پسی  درته هر ډول او ډیر تاوان اړولی شی. برخلاف  که ګاونډی درسره دوست وی نو د نورو پرتله ګاونډی ستا مرستو ته تر نورو تل او ژر رارسیدلی شی . اوس تاسی قضاوت وکړی  ، څومره په ښه وی چه د ګاونډیانو سره د دشمنیو پرځای دوستی وساتو یعنی دوه ګټی،  چه هم یی له ډیری دشمنی او تاوانونه ژغورل شوی او هم مو د ګاونډیتوب ډیری مرستی او ګټی تر لاسه کړی .

شک نشته چه د ایران او پاکستان د استعمار له خوا تپل شوی حکومتونه زمونږ سره تل په دشمنی کی دی  مګر د هغو عام اولس مسلمانان او زمونږ په شان د هغو د حکومتونو د استثمار لاندی دی ، حکومتونه یی بیا د استعمار د غلامی لومو کی نښتی او  بند پاتی دی . یعنی استعمار د دوی حکومتونه او دوی بیا خپل اولسونه  یرغمل او استثمار لاندی  نیولی دی. پوښتنه دا چه دا کار ولی کیږی ؟

لمړی ـــ استعمار له دی ډاریږی ، چه که دا دری ملکونه ښه ګاونډ توب او یو بل سره ښه دوستی اوهمکاری  ولری هند به هم ( چه زیات مسلمانان لری ) له سیاسی نفوذ لاندی راولی چه داکار به له یوی خوا د انګرایزانو استعماری نفوذ په هند او باکستان کی کم او یا لیری کړی او له بلی خوا به د هند په راخپلولو مسلمانان د نړی لوی طاقت جوړ شی کوم چه دا کار نړیوال استعمار ( په هره بیه چه وی ) نه غواړی .

دوهم ــــ که دا دری ګاونډی اسلامی حکومتونه خپلو کی ښه دوستانه اړیکی او ملګرتیا ولری نو بیا خو به سیمه کی ( دا ګاونډی هیوادونه  یو له بله په دفاع او لاس ورکولو کی )  د استعمار د نفوذ او استثمار مخه و نیولی شی .
له همدی امله استعمار تل وسه او هڅه کړی چه د دی دری ملکونو د خلکو پام خپل منځی دشمنیو ته واړوی ( او استعمار یی خیر خواه وګڼی )  ، د اسلام پرځای پکی  د نشنلستی روحیه او وسله  ژوندی وساتی او د یو ملک خلک د بل ملک په خلکو (  د هغه ملک د قومی ویاړنو له مخی )  ځا نونه پورته ، قهرمان او فاتح وشمیری او مسلمانان داخبره چه یو واحد ملت دی ، په پوره  ډول هیره کړی او د اسلام پرځای د دیموکراسی سره مینه ولری . تر څو اسلام یواځی لفظا د خلکو په خوله کی وی ولی له زړونو اسلام د تل د پاره وتلی وی ( یعنی د اسلام جسم وی او روح یی شتون نه لری )  یا په بل عبارت  اسلام  یواځی او یواځی د اخرت  د پاره ګټوری لارښودنی لری او بس .

ددی د پاره یی د دیموکراسی د چتر لاندی بیلا بیلی فلسفی او ایزمونه لکه کمونیزم ، کاپیتالیزم ، نشنلیزم ، لیبرالیزم ، سکولریزم او داسی نور ) راووبستل دغه ( شیطانی ایزمونه ) د استعمار ډیری غښتلی،  پیاوړی  او خطرناکه لومی دی چه له ننوتلو وروسته پکی خلک  سمدلاسه بی ځانه او بی وجدانه کیږی  بیا د وتلو وړتیا له لاسه ورکوی په ځانګړی ډول هغوی چه ډیر وخت یی پکی تیر شوی وی لکه  د سرطان د ناروغی  په شان چه کله  لوړی کچی ته او ډیر وخت پری اوښتی وی نو  بیا یی دارو درمل محال شی ،یعنی استعمار د دغه پلورل شوو ایزمیانو ماغزه  د ایزمیت په اوبو پریمنځلی وی   استعمار دوی ته په خپلو استعماری کتابونو او میدیا کی د هر ډول جعل سازیو ، فریب کاریو ، دوه مخیو او وحشتونو لیاری چاری ور ښودلی او  پر شا تګ  باندی پیغورنه ورکوی چه که تاسی له دی ګوند ( ګندګی ) ووتلی مرتجعین یاست .

د ګاونډی ملکونو اکثریت خلک مسلمانان دی ، دا پلورل شوی او ملحد ایزمیان خلکو ته د خپل کفر ، پلورلو او الحاد اظهار پرځای ځانونه مسلمانان ورپیژنی ، تسبیح هم اړوی له انترنت څخه څو ایاتونه او یا حدیثونه  د معنی سره رااخلی  یادوی وایی  چه مونږ مسلمانان او اسلامی ګوندونو او شخصیتونو ته  تروریست ،  جاسوسان او افراطی مسلمانان دی او د استعمار اجنټان او معاش خواره یی خلکو ته ور پیژنی او د استعماری میدیا   په واسطه یی ( چه د دوی په واک کی ده )  خپروی ،  تر ډیری کچی په هغو خلکو چه سیاسی پوهه یی کمه،  دغه ملوثه او ګنده خبری اغیزه کوی او زیاتوی چه دا اسلامی ګوندونه د اسلام څخه د سیاسسی قدرت د ترلاسه کولو دپاره وسی او هڅی لری .

په همدی ډول ، د ایران او پاکستان پلورل شوو او بی ضمیرو  ایزمیانو ته عین دستور ورکړی شوی چه دغه پورته ګندګی د هغه ملکونو عامو خلکو غوږونه ته ورسوی د اسلام او مسلمانانو  په هکله عامه ذهنیت بدل کړی او بیا د خپلو ګاوندی هیواد خلکو  پر تله  د خپل ملک اوچتوالی ، ویاړنی او قهرمانی خلکو ته په ګوته کړی تر څو د دی ګاونډی ملکونو کی دشمنی او منفی رقابتونه ایجاد او ثمر ته ورسیږی .په دی ډول به د انګریزانو هغه فارمول چه ( وویشه حکومت وکړه )عملی بڼه ونیسی .له دی وروسته بیا  د هر ګاونډی ملک دننه د هغه ملک ټولنیز جوړښتونه په نښه کوی لکه افغانستان کی چه دوی دقومونو ، سمتونو او ګوندونو ترمنځ کومه ویشنه رامنځته کړی او دا کار د هغه ملک د پلورل شوو ازمیانو په لاس تر سره کیږی .په دی ډول په ټولو  ګاونډی ملکونو کی د هغو ملکونو  د بی وجدانو او پلورل شوو ایزمیانو په واسطه د هر ډول ویشنو تخمونه کری یعنی هماغه فارمول چه ( وویشه او حکومت وکړه ) کاروی .

د اسلام د سبیځلی دین په رامنځته کیدو د قومونو ، ژبو ، سمتونو ، ملکونو ، رنګونو ، اکثریت اقلیت او داسی نورو رشتو او اړیکو ته د پای ټکی کیښودل شو او هغه یی یواخی د پیژندنی وسیلی وګڼلی . د ویاړنو ، برتری او اهلیت د پاره یی تقوی وټاکله ( چه خالق او مخلوق ته متقی ترین د خلکو معزز ترین د خلکو دی ) یعنی چارواکی باید یواځی د هغو د تقوی او اهلیت له مخی وټاکل شی .

که د اسلام سپیڅلی نظام عملی شی د انسانانو تر منځ به په پوره ډول دشمنی ختمی شی اسلام د داسی اوچتو فارمولو په لرلو د ټولی نړی د پوره سولی او هوساینی تضمین کوی ، هر ایت او حدیث یی  یو فارمول دی یعنی که د ټول فران پرځای همدا یو فارمول هم عملی بڼه ونیسی، زمونږ تر منځ به ایرانی . آفغانی ، پاکستانی عرب او د عجم خبره پای ته ورسیږی .

د دی دری ګاونډی ملکونو چارواکی د اسلام خلاف او د استعمار په خوښه ، د دیموکراسی د شیطانی نظام له پلویانو څخه  ټاکل شوی او په زر ، زور او زیور په زوره  په خلکو  تپل شوی دی ، ځکه دغه حکومتونه د استعمار غلاماناو دوی بیا خپل خلک غلامان او استثماروی .

که مونږ مسلمان  روشنفکران  هم دا خبره وکړو چه ګاونډی ملکونه زمونږ اصلی دشمنان دی دا د نړیوال استعمار سره مرسته او د هغو غوښتنه   او زمونږ تل تر تله  بدمرغی او تباهی  ، د ګوشتی جنګ او داسی نور ددی ښه مثالونه دی.       

ومن الله التوفیق

 

( الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x