هرات: هېواد کې د لومړي ځل لپاره د بډوډو د پیوندېدو عملیات بريالي شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): په هېواد کې د لومړي ځل لپاره په هرات ولایت کې د بډوډو د پیوندېدو عملیات بریالي شول.

دغه عملیات چې په یوه خصوصي روغتون کې د شرمیلا په نوم د یوې دوولس کلنې نجلۍ پر بډوډو ترسره شول بریالي بلل شوي دي.

د هرات ولایت د عامې روغتيا سرپرست رییس محمد اصف کبير وايي چې دوی پر دې خوښي څرګندوي او هڅه به وکړي چې د دې عملیاتو لپاره لا هم امکانات برابر کړي.

د یادو عملیاتو یو تن ګډونوال ډاکټر عبدالغفور ارشاد وايي چې دوی د جراحي او په تېره د بډوډو د پیوندېدو په برخه کې ایران کې زده کړې دي، چې اوس پکې کومه ستونزه نه لري.

د شرمیلا مور د لور وضعیت ډاډه بولي وايي چې لور يې د پخوا په څېر خوشاله ژوند کوي.

د دې عملیاتو برخه والو ډاکټرانو نن یکشنبه په یوه خبري ناسته کې د شرمیلا روغتيايي وضعیت بشپړ د ډاډ وړ وباله او پر دې يې خوښي څرګنده کړه چې دا ویاړ په ټول هېواد کې د دوی په نصیب شو.

ياده دې وي دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې د ننه د بډوډو د پیوند عملیات بریالي کېږي، ګڼ افغان ناروغان د دا ډول عملیاتو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي چې پر ستونزو سربېره ډېر وخت له خپلې معالجې ناراضه هم وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د