د ولسمشر سلاکار له بریده روغ وتلی؛ د ولايتي شورا وکیل وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د ولسمشر سلاکار وزیر محمد صفاري په هلمند کې له بريده روغ وتلی خو د ولایتي شورا د وکیل په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې د صفاري د موټرو په کتار کې د ګرمسیر ولسوالۍ په بازار کې چاودنه وشوه.

د ګرمسېر ولسوال ایوب عمر عمري وايي چې د سلاکار وزیر د موټر په کتار کې دغه چاودنه د ولایتي شورا د غړي عبدالولي ظابط پر موټر وشوه، چې پکې د ظابط په ګډون دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

ولسوال وايي تر اوسه دوی نه پوهېږي چې دا چاودنه د کوم سرتېري بريد پایله ده، که د خښ کړل شوي ماین په وسیله شوې ده.

د سرچينې په قول د ولسمشر د سلاکار وزیر او د ولایتي شورا د غړي د موټرو دا کتار په ګرمسېر کې یوې غونډې ته په لاره و.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د