
د کابل پوهنتون د استاد د خوشې کېدلو غوښتنه وشوه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۵مه ۱۳۹۵ل): د پلازمېنې کابل یو شمېر دیني عالمانو د اجراییه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان څخه د کابل پوهنتون د استاد خوشې کولو غوښتنه وکړله.
څو ورځې وړاندې ملي امنیت د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد او د لیلیې د مسجد امام او خطیب مولوي محمد معروف راسخ د پوهنتون له انګړه ونیولو او د لوړو زده کړو وزارت د نوموړي نېول کېدل پرون تایید کړل.
د کابل ولایت دیني عالمانو او سپین ږیرو د مولوي مصطفی په مشرۍ د اجراییه رییس لومړي مرستیال انجنیر محمدخان سره کتلي او د یاد استاد د خوشې کولو غوښتنه یې ترې کړې ده.
د اجراییه رییس لومړي مرستیال یادو عالمانو ته ډاډ ورکړی چې تر څېړنو وروسته به د بې ګناهۍ په صورت کې د پوهنتون استاد ژر تر زره ازاد کړل شي.
مولوي محمد معروف راسخ چې له څو کلونو راهیسې د کابل پوهنتون د لیلیې د مسجد امام او خطیب پاتې شوی په کابل پوهنتون کې ځانګړی محبوبیت درلود. هغه د لیلیې د مسجد څخه امنیتي ځواکونو د «افراطیت» د خپرولو په تور تېره ورځ ونیولو.
تر دې دمه د ملي امنیت عمومي ریاست د کابل پوهنتون استاد د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې چې د ننګرهار استیناف محکمې د دغه ولایت د پوهنتون یو شمېر محصلین نن د ملي بیرغ ته د سپکاوي په تور له پنځو تر دوه کلونو پورې د بند په سزا محکوم کړل.
د دغه پوهنتون محصلین وايي چې دم ګړۍ نېږدې ۱۰۰ تنه محصلین پر بېلابېلو تورونو زندانیان دي او د زنداني کېدو دا لړۍ روانه ده، چې ډېری نیول شوي محصلین له ننګرهار، کونړ او لغمان پرته د نورو ولایتونو دي.
د استادانو او محصلینو نیول او زندان ته اچول په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي دي.