نړۍ

اوباما: سوريې ته به ځمکني پوځيان لېږل تېروتنه وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې سوريې ته د ځکمنيو پوځونو لېږل به ستره تېروتنه وي او زياتوي، چې يوازې د جګړې په زور دغه کړکېچ پای ته نه رسيږي.

نوموړي لندن کې بي بي سي سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د امريکا او برتانيې له لوري سوريې ته ځکمني پوځونه لېږل به ستره تېروتنه وي.

امريکايي ولسمشر وايي، چې د ده د ولسمشرۍ په وروستيو نهو مياشتو کې د داعش له منځه وړل ناشوني دي.

د برتانيې درې ورځني سفر پر مهال نوموړي رسنيو ته وويل، چې د سوريې کړکېچ ډېر ځوروونکی او پېچلی دی.

«زما په ګومان د دې ستونزه حل داسې اسانه هم نه دی، د سوريې مسئلې يوازېنی حل پوځي قوت نه دی او زموږ له لوري خو بايد بيخي د ځمکني پوځ په اړه خبره ونه شي، چې موږ دې دا کار وکړو.»

بارک اوباما وايي، چې د ده په مشرۍ ايتلاف به پر داعش خپلو بريدونو ته دوام ورکوي او له هغو سيمو به يې ګوښه کوي، چې له کوم ځای څخه دوی اروپا ته خپل جنګيالي رالېږي او نړيواله ټولنه بايد پر روسيې او ايران فشار راوړي، چې د دې ستونزې حل کې د زړه له تله مرسته وکړي.

امريکايي ولسمشر پر هغو هېوادونو نيوکې وکړې، چې پارلمان يې سوريه کې خپلو هېوادونو ته د مداخلې اجازه ورنکړه او دوی له امريکا غوښتنه کوي، چې په دې اړه بايد ډېر څه وکړي.

د سياسي چارو څارونکي وايي، چې امريکا او روسيه غواړي، سوريه د خپلو موخو لپاره په داسې طريقه سره ووېشي، چې د بشارالاسد او ايران ګټې او واک په کې خوندي شي، د سوريې او عراق کردانو ته جلا هېواد جوړ شي.

د عربي چارو شنونکی عبدالباري عطوان وايي، چې د سوريې تر ټولو ځپل شوی ولس سنيان به «در په در پاتې وي او دغه جګړه به تر اوږدې مودې همداسې روانه وي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x