fbpx
ملا محمد عمر (مجاهد) له خپلو ملګرو سره - ارشیف

د توحيد درسونه لا پای ته نه دي رسيدلي

لويس عطية الله

هغه مهال چې موږ ته خپلو شيخانو دا درس راکاوه چې اشاعره او ماتريديه مبتدعين او بې لارې دي، شيخ اسامه بن لادن رحمه الله خپلو پلويانو ته پلورل، پيرودل او تجارت ورښوده، خو د عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه په طريقه باندې چې کله يې قافله د هغې د قيمت په لس چنده زياتې ګټې باندې وپيرودله چې په مدينه کې قحط وو او تاجرانو په همدومره لوړ قيمت وړاندې کړی وو.
او امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د هغې اوږدې او پرانيستې وينا او لکچر ورکولو ته تياری نياوه چې له ۱۱ سم سبتامبر به پيل کيږي او تر دې دمې به ادامه مومي، د وينا عنوان (توحيد د يوه مفهوم په توګه او په ژوند کې د هغه عملي تطبيق) وو.
ورځې تيريدلې او موږ همدا زمزمه کول چې ماتريديه او اشاعره بدعتيان او ګمراهان دي، موږ وياړ کاوه چې ګواکې سهي توحيد او سمه عقيده زموږ ده، تر دې چې د يوولسم ستمبر پيښه رامنځته شوه، موږ ترې داسې درسونه زده کړل چې که چيرته د ستمبر پيښه نه وای رامنځته شوې شايد موږ نه وای زده کړي.
ناڅاپه موږ ته جوته شوه چې هغه څوک چې موږ يې ماتريديه بولو له موږ نه په توحيد ښه پوهيږي، موږ ته جوته شوه چې د ايمان مفهوم له هغې ډير پراخه ده چې موږ يې ګمان کوو، موږ ته ښکاره شوه چې د توحيد په موضوع کې داسې مفاهيم شته چې په توحيد الاسماء والصفات کې زموږ له اختلافاتو څخه ډير مهم دي، موږ ته جوته شوه چې توحيد العبادة هغه اصل دی چې بايد زموږ ژوند پرې راوڅرخي، او موږ ته د توحيد الاسماء والصفات د فهم سمه طريقه راښيي.
طالبانو چې کله بودا بوتان مات کړل موږ ته يې په توحيد کې لومړنی درس راکړ چې په پيل کې يې موږ له فهم څخه عاجزه وو، او ډير نه پوهيدل چې طالبانو دغه بتان د توحيد د هسکو غرونو علماء کرامو د فتوی په استناد نړولي دي.
خو هيڅ باک نلري د توحيد مبتدي طالب يو ستر او دوامداره درس ته اړتيا لري، يوولسم ستمبر راغی، ستره هيښوونکې پيښه رامنځته شوه، د توحيد عملي او مفته وينا د مجاهد امام امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له لوري…
(موږ به هيڅکله يو مسلمان کافر ته ونه سپارو، ولو که د افغانستان زمکه چپه راواوړي.)
(الله جل جلاله له امريکا نه ډير قوي او لوی دی او هماغه زموږ مرستندوی دی.)
د امريکا خوښه چې هر څه کوي ودي يې کړي، موږ د الله تعالی رسۍ کلکه نيولې او دا عقيده لرو چې نصرت د الله تعالی له لوري دی.)
( زه دوو وعدو ته منتظر يم، يوه د الله جل جلاله وعده ده او بله د بوش وعده، خو د الله تعالی وعده حقه ده او د بوش وعده باطله ده، او موږ ته به يوازې هغه څه رسيږي چې الله راته ليکلي).
الله اکبر! آيا دا ملا عمر دی او که ابو بکر الصديق؟
په دې توګه امام ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله موږ ته د توحيد حقيقت راوښود، بلکه د توحيد الاسماء والصفات معنی يې راته تشريح کړه، د توحيد الاسماء والصفات د نظري درسونو د زدکړې پر مهال موږ په دې آموخته شوي وو چې په دې اړه ژورو مسائلو ته ننوځو، او بدون له فهم څخه يې تکرار کړو، ( چې الله جل جلاله چې په کومو صفاتو ځان موصوف کړی له تأويل، تکيیف او تعطيل پرته ايمان پرې لرو.) خو حقيقتا يې موږ د توحيد الاسماء والصفات له اساسي مقصد څخه ناخبره وو، موږ نه پوهيدو چې الله تعالی له موږ څخه څه غواړي، چې کله دا خبر راکوي چې هغه جل جلاله قوي او برلاسی دی، او هغه غالب او د حکمت څښتن دی، او هغه اوريدونکی او ليدونکی دی.
د نورو نافهميو سربيره موږ له خپلو حقيقي ستونزو هم ناخبره پاتې وو، چې مهم يې: ترک د جهاد دی، موږ خو له اشاعره او ماتريديه و سره د ابن تيميه معرکې يادولې، او دا مو له خپلو لومړيتوبونو څخه ګرځولې وې، خو له دې څخه غافله وو چې د خپل عصر لومړني مشکل ته پام وکړو، هغه دا چې ګرد اسلامي امت د غرب له لوري اشغال دی، او دا چې لومړنۍ هغه معرکه چې بايد موږ ور ودانګو هغه د اشغالګرانو په ضد د جهاد معرکه ده.
د تأويل او تعطيل قضيې ته چې ابن تيميه ډير پام کړی، هغه د دې له امله چې د هغې زمانې له ضرورياتو څخه وه، خو ابن تيميه بيا هم له خپلو لومړيتوبونو څخه نه وه ګرځولې، ځکه کله چې د تاتاريانو په ضد د جهاد اړتيا پيښه شوه، ابن تيميه د لښکر په سر کې اووت.
نو د دغې زمانې شيوخ د ابن تيميه له اقتداء څخه کوم لور ته روان دي، هغوی چې تر اوسه د جهاد د ځنډولو نارې وهي، او ټول پام يې (عمومي جهاد) ته اړولی چې هغوی په درواغو سره نومولی، بلکه حتی د هغه چا په مبدا باندې چې عقيده يې خپل لومړی اهتمام ګرځولی خو له دې څخه ناخبره يو چې عقيده بايد څنګه وي، او دا ګمان کوو چې له اشاعره و او نورو فرقو سره نښتې زموږ د ژوند اصل دی! موږ له اشاعره و سره د اسماء او صفاتو په اړه د اختلافاتو دغوڅولو څرنګوالي ته پام ونکړ.
په توحيد الاسماء والصفات کې زموږ په طريقه اختلاف له موږ څخه د مستشرقينو يوه ښايسته کافي جوړه کړه، هغوی چې له موږ څخه په احاديثو کې زياته پوهه لري خدمت يې کوي خو په اسلام ايمان نه لري.
ته چې کله الله تعالی ته د (سمع) صفت ثابتوې او دا وايې چې موږ په دې ايمان لرو چې الله جل جلاله سميع دی (کما يليق بجلاله وعظمته) دا تاته هيڅ ګټه نه رسوي تر څو چې دغه ايمان ستا په سلوک اغيز پرې نه باسي او تا داسې جوړ کړي چې په خپلو خبرو کې پام وکړې؛ ځکه چې الله دې څاري او خبرې دې اوري.
هغه څوک چې دا ايمان لري چې الله (بصير او ليدونکی ) دی يوازې دا ګټه نلري چې دومره ووايې چې بلا تعطيله بلا تأويله او بلاتکييفه ايمان پرې لرم، څو په افعالو کې دا استحضار و نه کړي، چې الله مې خبرې اوري او کړنې مې څاري.
همدغه راز هر هغه څوک چې دا وايې چې الله جل جلاله (قوي) دی؛ نو تکلفاتي عبارتونه هيڅ ګټه نه ورته رسوي، که چيرته عملا داسې تصرفات کوي چې ګواکې امريکا له الله تعالی څخه قوي ده! هغه څوک چې دا زعم کوي چې الله تعالی (غني) دی؛ نو تکلفاتي عبارات هيڅ ګټه نه ورته رسوي چې يقين يې دا وي چې روزي د آل سعود په لاس کې ده، او يا دا يقين ولري چې د نړيوالې ښيرازی تکيه په امريکا باندې ده.
هغه څوک چې دا وايې چې الله تعالی (عليم ) دی، تکلفي عبارتونه څه نفعه نه ورته رسوي چې هغه خپلې ټولې هڅې د خپل مصلحت لپاره مصرفوي، او په داسې کارونو او خبرو پسې ګرځي چې د طاغوتانو د رضا سبب ګرځي.
نو چې کله په ماتريديت تورنو کسانو د الله جل جلاله په صفاتو او اسماؤ ايمان حقيقتا تمثيل کړی د هغوی فکر، د هغوی خبرې د هغوی افعال په دې اساس راڅرخي چې الله سميع دی، بصير دی، قدير دی قوي دی غالب دی، غني دی، رازق دی، حکيم دی، ټول به هغه ته ورګرځو، نو همهغوی د توحيد څښتنان دي او همهغوی هغه کسان دي چې د (لا اله الا الله) پکې په حقيقي توګه متمثله ګرځيدلې، که څوک هر څه پسې وايې وايې دې، بلکه همهغوی هغه کسان دي چې د توحيد الاسماء والصفات يې په حقيقي بڼه عملي کړی، سره له دې چې په سلفيت وياړ کوونکي د هغوی په ضد خپلې خولې پرانيستي، په داسې حال چې په خپله د توحيد الاسماء والصفات څخه ناخبره دي؛ ځکه چې په ژوند کې عملي کړي نه دي.
د ايمان په مسئله کې وروستی او تر ټولو سخت امتحان شتون لري، چې په اوچت معيار کې توحيد ترې جوتيږي، په دې ازموينه کې منافق په ښکاره رسوا کيږي، دا ازموينه هغه مهال راځي چې په امتحان کې رښتونې مبارزه پيل شي، چې آيا د خپل نفس او مال برخه وړاندې کوي او که د الله تعالی خوښه ورباندې مقدم کوي؟ داسې چې په يوه لحظه کې انسان بايد دا پريکړه وکړي چې آيا ځان د الله جل جلاله لپاره قربانوي او که نه؟ هيڅ امکان نلري چې يو څوک دې خپل نفس د الله تعالی لپاره نذرانه کړي، څو چې رښتونی مؤمن او موحد نه وي، چې په دې يقين ونلري چې له دنيوي ژوند سمدستي وروسته د الله تعالی رضا ته ورګرځي، دا هغه يقين دی چې عمير بن حمام رضي الله عنه په عملي بڼه وړاندې کړ، چې کله يې د څو خرماګانو خوراک اوږد ژوند وباله چې د آخرت د نعمتونو او د الله تعالی د رضا په وړاندې يې خنډ ګرځي، (يا رسول الله آيا زما او د هغه ترمنځ يوازې دا پاتې دي چې زه دغه خرماوې وخورم؟ دا خو ډير اوږد ژوند دی!!
هغه څوک چې دا پريکړه کوي چې خپل نفس، مال، نوم، روح او زړه د الله جل جلاله په لاره کې قربانوي د توحيد حقيقت ته رسيدلی نو هغه څوک چې خپله ټوله پاچاهي د الله تعالی د رضا لپاره نذرانه کوي هغه به څنګه نه وي رسيدلی؟
دا امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دی او دا د توحيد د حقيقت په اړه د هغه مفت درس دی، ډيرې سختې ورځې وې، چې کله يې د افغانستان پنځه زره علماء راټول کړل او له هغوی څخه يې د شيخ اسامه رحمه الله د مسئلې په اړه مشوره وغوښته، طبعا د بن لادن د سپارلو موضوع هيڅ مطرح نه وي، خو په دې کې اختلاف وو چې آيا په افغانستان کې پاتې شي او که دا غوښتنه ترې وشي چې افغانستان پريږدي، آيا تاسې د طالبانو د علماؤ د راټوليدو ورځې ياديږي؟ درې ورځې د نړۍ په لر او بر کې په مؤمنانو باندې له سختو ورځو څخه وې، موږ په دې ويريدلو چې خدای ناخواسته داسې يوه پريکړه ونشي چې په ټولو ځايونو کې د ايمان څښتنان خپه کړي، خو د الله تعالی په فضل موږ د ازميښت له ورځو بريالي تير شوو، او ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د علماؤ په مشوره په افغانستان کې د شيخ اسامه پاتې کيدلو ته ترجيح ورکړه، ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ته به ډير خلک ورتلل او له هغه څخه به يې غوښتنه کوله چې اسامه بن لادن وشړي، نو هغه به په ځواب کې دا آيت کريمه ورته لوسته: )ولا تهنوا ولا تحزنوا وأنتم الأعلون إن كنتم مؤمنين(
تاريخه! ثبت يې کړه… شخصا زه دا عقيده لرم، له ابوبکر صديق رضی الله عنه وروسته يو مسلمان پداسې موقف کې نه دی دريدلی په کوم چې ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دريدلی، او ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله پکې په ممتازه درجه کاميابه شو، او لومړی مقام يې وګاټه ځکه په دې سخت ازموينه کې هيچا ورسره سيالي و نه کړه، تاريخ به هيڅکله دا نه وي ثابته کړي چې د يوه سړي له امله دې ټوله پاچاهي ځار کړل شوې وي، تاريخ داسې ډيرې پيښې ثبت کړي چې بيلابيل پاچاهان د مختلفو اسبابو له امله له پاچاهي څخه تنازل کړی، خو دا چې يو کامل هيواد دې د يو تن په اړه د يوه دريځ نيولو له امله له منځه وړل شوی وي، دا هيڅکله ندي ليدل شوي، که نه وي له تاريخپوهانو څخه پوښتنه وکړئ.
ملا صيب دا دريځ ولې ونيو؟ دا په توحيد کې د ملا صيب له لوري ټول اسلامي امت ته مفت درس دی، موږ ته مفت دی، متاسفانه چې ملا صيب يوازې طالبان پرې مکلف کړل، آیا په طالبانو کې يوازې ملاصيب هغه څوک وو چې موږ ته يې دا مفت درسونه راکړل، هيڅ کله نه، طالبان ټول په توحيد کې استاذان دي.
له ملا عبد السلام ضعيف څخه د اسلامي امارت له سقوط وروسته وپوښتل شول تاسې چې د اسامه په اړه کوم دريځ ونيوه، او د هغه له امله دومره زيان درته ورسيد آیا تاسې پرې پښيمانه ياست؟ هغه په پوره ثبات او اطمينان سره دا ځواب ورکړ: نه، موږ د خپل دين په مقتضی باندې عمل کړی، او څه مو چې په وس پوره وو هغومره مو کړي، او که بالفرض په موږ دا پيښې بيا ځلې رامعاد شي، بيابه هم موږ هيڅکله خپل دريځ ته تغير ورنکړو.
اصل توحيد دغه دی، ای د توحيد او د عقيدې د شعارونو زمزمه کوونکيو! همدغه هغه خلک دي چې د امامت د لقب وړتيا لري، ځکه امامت في الدين په صبر او يقين سره تر لاسه کيږي، او همدغه خلک صابران او په الله تعالی پوره يقين کوونکي وو، والله حسيبهم.
يوه شيخ صيب ماته د دغو پيښو پر مهال په ګپ کې دا ويل: زه د العقيده الطحاويه د شرحې ليکل پريږدم او په (شرح العقائد النسفيه ) يې بدلوم، دا هغه کتاب دی چې طالبان يې په خپلو مدرسو کې لولي.
دا ټول هسې د ټوکې په توګه که نه وي الحمد لله موږ په اسماؤ او صفاتو کې سلفيان يو، خو طالبانو موږ ته له د هغو اختلافي مسائلو سره د تعامل کيفيت راوښود چې اختلاف پکې جواز لري، او دا چې د الله جل جلاله لپاره زموږ ولاء او براء بايد تر توحيد پورې مقترنه وي، او اصل توحيد توحيد العبادت دی.
له همدې امله موږ سلفيان شروع شوو په هماغو مجالسو کې چې به مو پکې اشاعره او ماتريديان بدعتيان بلل په هماغو مجلسونو کې دا خبرې کوو ( له طالبانو سره يوازې مؤمن محبت کوي او له طالبانو څخه يوازې منافق، رافضي، او کافران کرکه لري).
دا عملي درسونه دي چې الله جل جلاله پرې په خپلو بندګانو حجت قائموي، نو په هغه وخت کې چې موږ ګورو هغه شيخ چې له نوم مخکې دا (فضيلة الاستاذ، الشيخ، الدکتور …) مختاړي لګيدلي، موږ يې ګورو چې د هغه طاغوت په وړاندې چې شريعت تحريفوي، سود روا بولي، له يهودو او امريکايانو سره موالات کوي او د تعظيم او درناوي په موخه دريږي، تر څو يې مدحه او ستاينه وکړي، بيا موږ دغه شيخ ګورو چې د طالبانو په اړه ليکنه کوي، د هغوی عقيده څيړي او وايې چې طالبان په الاسماء والصفات کې ماتريديه دي، خو له دغه شيخ څخه خپل ځان هير وي، بايد چې موږ ترې پوښتنه وکړو او له ځان سره ووايو، چې موږ ستا عقيده څنګه توصيف کړو؟، هغه مهال چې ته د طاغوت ستاينه کوې، په درواغو په هغه باندې سپيڅلي صفتونه تطبيقوې، او له يهودو سره د ورولی هڅې ستايې.
په همدې وخت کې موږ هغه خلک ګورو چې تاسې ورته ماتريديه وايئ او دعوه کوئ چې په عقيده کې يې خلل دی، موږ يې ګورو چې امريکا يي کفارو ته هغه چې ستا د ممدوح کوچني طاغوت بادران دي، په زغرده دا ورته وايي چې نه هيڅکله نه (موږ به هيڅکله يو مسلمان کفارو ته ونه سپارو، ولو که د افغانستان زمکه چپه را اوړي).
آيا دا عملي درس نه دی، چې موږ ترې معلومولی شو چې موحد څوک دی او غير موحد څوک؟ او څوک په ابراهيمي ملت او څوک د بلعم بن باعورا په منصب ناست دي؟
ای الله جل جلاله! ستا مجاهدو بندګانو خپل ټول شته ستا د رضا په خاطر په تا او ستا په نبي صلی الله عليه وسلم باندې د ايمان لرلو له مخې قربان کړل، ای الله تعالی! ته د دوی جهاد پوره وګرځوه، په هغوی باندې صبر توی کړه، په هغوی باندې رحمتونه نازل کړه، دښمن يې په زمکه ننه باسه، او په خپل قهر يې اخته کړه او په غضب يې اخته کړه، ای الله تعالی! د مجاهدينو په نصرت زموږ په ژوند کې سترګې يخې کړه، د دښمنانو تباهي او بربادي يې په خپل ژوند کې راووينه، ای ربه!.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

گران لیکوال وروره په گوتو او قلم مو برکت شه زمونژ په تولنه کی په اصطلاح اسلامپال ورونه چی له القاعدی سخه متاثر دی له ورته لیکنو سخه غلط استنباط کوی هغه په دی معنی چی د طالبانو ورته قربانی د اسامه بن لادن لپاره بولی او له همدی زایه هغه خدا بیامورز ته په تقدس او تفوق قایلیژی، بعضی خو حتی له طالبانو گیله هم لری چی نظام مو د القاعدی په پشو کی قربانی کر نو بیا ولی دا نابلده اجنبیان په هیواد کی خپل قایدین نه نیسی او په بهر کی د هغوی د په اصطلاح تش… نور لوستل »