افغانستان

د برېښنا «کاسا۱۰۰۰» پروژه لاسليک شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان، قرغزيستان، تاجکستان او پاکستان د اوبو او انرجي وزارتونود څلورو هېوادونو ترمنځ د «کاسا ۱۰۰۰»پروژه لاسليک کړه.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دا پروژه به د راتلونکې مياشتې په ۱۲مه نېټه پرانستل شي.

خبرپاڼه زياتوي، چې دغه پروژه د ۱.۱۷ ميليارده ډالرو په ارزښت جوړيږي، چې راتلونکې مياشت به د څلورو واړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون د مرستندويه هېوادونو استازي هم په پرانستونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د ګډ حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله به د افغانستان په استازيتوب په دې غونډه کې ګډون کوي.

کاسا ۱۰۰۰ د مرکزي اسيا له سترو برېښنايي پروژو څخه شمېرل کيږي، چې د لومړي ځل لپاره د سيمه‌ييزو همکاريو هېوادونو «رکا» له لوري په ۲۰۰۵م کې معرفي شوه.

د کاسا۱۰۰۰ پروژې پر مټ به له قرغزيستان څخه، تاجکستان، افغانستان او بيا پاکستان ته ديارلس سوه ميګاواټه برېښنا لېږدول کيږي.

د دې برېښنا لپاره به يو برېښنا کوټ د تاجکستان په سنګټوډه کې جوړيږي او بل به د بغلان پلخمري کې، چې درې سوې ميګاواټه برېښنا به ترې افغانستان ته ورکول کيږي.

د بهرنيو چارو وزارت له قوله نړيوال بانک، امريکا، برتانيا، د اروپا پانګه اچوونکی بانک او اسلامي پراختيايي بانک ژمنه کړې، چې په دغه پروژه کې به مرستې کوي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې افغانستان به هر کال له دې پروژې څخه ۴۵ څلوېښت ميليونه امريکايي ډالر ترلاسه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x