افغانستان

ولسمشر اشرف غني به به نن ملي شورا ته وينا وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۴مه، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني به نن د ملي شورا ګډې غونډې ته د نوې پاليسي په اړه وينا وکړي.

ټاکل شوې، چې ولسمشر به د جګړه‌ييزې پاليسي او سيمه‌ييز سياست په اړه خبرې وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي رسنيو ته وويل، چې ولسمشر به نن د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډې غونډې ته «تاريخي» وينا وکړي.

د مرتضوي په وينا ولسمشر به د روان جنګي وضعيت، ستونزو او چانسونو په اړه د ملي شورا ګډې ناستې ته خپل نظر ورکړي.

د سياسي چارو شنونکي وايي، چې ولسمشر به ملي شورا ته په خپله وينا کې داسې يو څه ونه لري، چې د جګړې پر روان بهير دې مثبت اغېز ولري.

د شمشاد تلويزون د سياسي پروګرام چلوونکی ميرويس ستانکزی وايي، چې ولسمشر سوله له پاکستانه غواړي او چې پاکستان په عملي ګامونو او ژمنو کې پاتې راشي، نو بيا جګړه د طالب پر ضد اعلانوي.

د ستانکزي په وينا که سوله له پاکستانه غواړي، نو جګړه هم بايد د پاکستان پر ضد اعلان شي.

د سياسي چارو شنونکی حميدالله هوتک وايي، چې کوم حکومت د ولس له سترګو لرې وي، نو هغه مستقله پاليسي نه شي لرلای، يوه ورځ د سولې خبرې کوي او بله ورځ د جګړې.

د ښاغلي هوتک په وينا حکومت د سياسي «کمېشنکارانو» له لوري چلول کيږي او تر څو چې د ولس رښتيني استازي د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هلې ځلې نه وي پيل کړي، حکومت دا کار نه شي کولای.

د سياسي چارو کابل مېشتی کارپوه انجينر نظر محمد مطمئن هم وايي، چې حکومت سوله له پاکستانه غواړي او جګړه بيا د بل چا پر ضد اعلانوي.

د ښاغلي مطمئن په وينا حکومت د سولې او جګړې اړخ نه شي معلومولای او دومره جرئت هم نه لري، چې کابل کې د پاکستان سفير احضار کړي.

انجينر مطمئن وايي، چې څوک سوله له پاکستانه غواړي، نو معنا يې دا ده، چې نه يې غواړي.

ښاغلی مطمئن په دې نظر دی، چې د جګړې اصلي لوری امريکا ده، په افغانستان کې يې څوارلس کاله جګړه کړې، اوس هم په هېواد کې اډې لري، خلک ورسره حساسيت لري او تر څو، چې د ستونزې له اصلي سرچينې، يعنې امريکا سره خبره نه وي شوي، سوله نه شي راتلی او د طالبانو دا خبره يې تاييد کړه، چې لومړی بايد د کړکېچ له بهرني لامل سره خبره وشي، چې امريکا ده او له هغې وروسته به افغان لوري سره خبره کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x