ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۳۲) – خپلې معاملې الله تعالی ته وسپاری

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

قد قلت للرجل المقسم امره – فوض اليه تنم قرير العين

زه د خپلو معاملو تقسيم کوونکو ته وايم ! خپلې معاملې الله تعالی ته وسپاری او آرام خوب کوی، ځکه چې الله تعالی فرمايلي (فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ ) (غافر آية ۴۴ ).

همدا شان الله تعالی فرمايي ( وَ عَسٰۤی اَنۡ تَکۡرَہُوۡا شَیۡئًا وَّ ہُوَ خَیۡرٌ لَّکُمۡ ۚ وَ عَسٰۤی اَنۡ تُحِبُّوۡا شَیۡئًا وَّ ہُوَ شَرٌّ لَّکُمۡ ؕ وَ اللّٰہُ یَعۡلَمُ  وَ اَنۡتُمۡ  لَا تَعۡلَمُوۡنَ ﴿۲۱۶﴾ ((البقرة آية ۲۱۶) ).

ژباړه : ښائي چې بد ګڼی تاسې يو شی حال دا چې هغه ډير بهتر وي تاسې لره ؛ او ښائي چې ښه وګڼی تاسې يو شی حال دا چې هغه به ډير بد وي تاسې ته ؛ او الله تعالی عالم دی په خير ستاسې او تاسې نه پوهيږی په خير خپل.

يعنې دا خبره ضروري نه ده چې هر هغه شی چې تاسې يې خپل ځانته نافع يا مضر وګڼی هغه په رښتيا سره هم ستاسې په حق کې هماغسې وي، بلکه کيدلای شي چې تاسې يو شی د خپل ځان لپاره بد وګڼی او هغه په واقع کې مفيد وي، يا کوم شی تاسې ښه وګڼی او هغه په حقيقت کې مضر وي، دا چې تاسې وايی په جهاد کې د ځان او مال د ټولو شيانو نقصان دی او د جهاد په پريښودو کې د ټولو حفاظت دی، دا خوشی چټي او يو فضول خيال دی، تاسې نه پوهيږی چې په جهاد کې د دنيا او آخرت لوی لوی منافع شته او د جهاد په پريښودو کې ډير ډير نقصانات دي، د تاسې په ګټه او تاوان، نفع او نقصان باندې يواځې الله تعالی ډير ښه پوهيږي او تاسې نه پرې پوهيږی، نو ځکه هر هغه حکم چې الله تعالی يې پر تاسو باندې کوي هغه خامخا حق دی او تاسو يې د زړه له کومي ومنی او په هسې چټي خيالاتو پسې مه ګرځي.

لهذا کله چې تاسو خپله معامله الله تعالی ته وسپاری او د الله تعالی په انتخاب باندې راضي شی نو الله تعالی هم تاسو ته په خپل انتخاب باندې قوت، عزيمت او صبر در په برخه کوي، پس هر چا چې خپلې معاملې الله تعالی ته وسپارلې او خپل اختيار او تدبير يې پريښود او په دې پوه شو چې الله تعالی په هر شي باندې قادر دی او بې له شکه د ده له تدبير څخه د الله تعالی تدبير بهتر دی او بې له شکه الله تعالی په مصلحت باندې له دوی څخه ښه پوهيږي او بې له شکه الله تعالی د بندګانو لپاره د هغوی له نفسونو څخه هم ډير خيرخواه دی او له هغوی سره د ښه سلوک والا دی، له دې سره سره په دې هم پوه شي چې د الله تعالی د تدبير په مقابل کې يو قدم هم نشي پورته کولای او نه د الله تعالی له قضا او تقدير څخه مخته او وروسته کيدلای شي، نو مو خپل نفس او خپلې معاملې الله تعالی ور وسپاری او د خپل نفس او معاملو په باره کې له هسې چټي خيالاتو ځانونه وساتی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close