نظــر

یوه دعا د مارشال فهيم په حق کې

احمدالله احمدزی

د شمالي يو معتبر اغا صیب سره په موټر کې ناست وم، چې سرای شمالي ته ورسېدو، د فهيم پر قبر يې سترګې ولګېدې يو دم يې غږ وکړ، چې د مارشال صیب په حق کې به يوه دعا وکړو.

ما ورته داسې غلی د سترګو له کونجه وکتل او خپل خفګان مې څرګند کړ، اغا صیب زما پر اوږه لاس کېښود او زياته يې کړه، چې ستا فکر او خبره په خپل ځای سمه ده او زه پوهېږم، چې ته څه وايې، خو زما خبره هم واوره.

اغا صیب خپله کيسه پيل کړه، چې د شمالي استالف کې د دوی مدرسه ده، سلګونه طالبان په کې درس وايي او هر وخت به د امنيت کسان راتلل، استادان او زده‌کوونکي به يې ځورول، چې تاسې کې تروريستان دي، تاسې جګړې کوئ، تاسې تاوتريخوالي ته لمن وهئ، چې بالاخره يوه ورځ د ملي امنيت ځواکونو پر مدرسه چاپه ووهله او د چاپې پر مهال يې د پلټنې په نوم د ديني کتابونو ډېر سپکاوی هم وکړ.

اغا صیب يوه خبره ډېره ناشنا کوله هغه دا، چې امنيتي ځواکونو جلالين شريف، چې د تفسير مشهور کتاب دی راواخيست او موږ ته يې وويل، چې تاسې خو دلته د جلال الدين حقاني کتابونه هم وايئ او په راپور کې يې هم ليکلي وو، چې دې مدرسه کې د جلال الدين حقاني کتابونه لوستل کيږي.

د جلال الدين حقاني د کتابونو په تور د مدرسې استادان او ګڼ زده کوونکي د ملي امنيت زندان ته يوړل شول، طالبانو او حقاني ډلې سره په تړاو ورته قضيه جوړه شوه.

اغا صیب وايي، چې ما هم ځان سره کرل رېبل، چې اوس به څه کوم، که له قانوني لارو چارو د مدرسې مسئله حل کولو پسې وګرځم، نو د حل پر ځای به نوره هم پېچلې شي او تر څو چې د قاضيانو جېبونه په امريکايي ډالرو ډک نه شي قضيه دې څوک نه اوري، چې له څه وخت فکر وروسته مې پرېکړه وکړه، چې راځه، د خپل پلار نېکه له لينه ګټه پورته کړه او مارشال صیب ته ورشه.

په سبا مې پټکی وواهه چپن پر تن کړه او لاړم ارګ ته، چې مارشال صیب وګورم.

په لومړيو کې مې د نوموړي د ساتونکو سپکې سپورې او ترخې خبرې وزغملې او په نرمه لهجه مې ورته وويل، چې تاسې تر ماشال صيب پورې زما دا پيغام ورسوئ، چې د فلانی اغا لمسی راغلی، غواړي تا سره وګوري.

اغا صيب وايي، چې مارشال فهيم خپل شخصي ساتونکی دروازې ته راولېږه، زه يې بدرګه کړم، چې ګورم مارشال صیب راته په دهلېز کې ولاړ دی او په خلاصه ټنډه يې راته ښه راغلاست ووايه، چای او ډوډۍ يې راوړه او له هغې وروسته يې په ډېر ادب پوښتنه وکړه، چې څه امر وخدمت.

وای ما ورته د مدرسې او امنيت ترمنځ د روانې شخړې او چاپې کيسه وکړه او دا مې هم ورته وويل، چې جلالين يې د جلال الدين حقاني کتاب بللی دی.

دې وخت کې مارشال صیب له ځان سره يوه ترخه مسکا وکړه او د خپل عادت له مخې يې دغو امنيتي ځواکونو ته کنځا هم وکړه، خپل سکرتر ته يې وويل، چې د يادې سيمې د ملي امنيت او پوليسود مشرانو نمبرونو ته زنګ ووهي.

اغا صیب کيسه کا، چې مارشال فهيم په خپله د تيليفون غوږۍ واخيسته او لومړی پيل يې په سپکو سپورو وکړ او يادو افسرانو ته يې وويل، چې تاسې د ولس په حساسيت نه پوهېږئ، په خپله سپک خلک يئ په ولس کې مو وخت نه دی تېر کړی او د ولسي خلکو په درناوي هم نه پوهېږئ.

ښاغلی فهيم وايي، که دا روحانيون او علما درپسې راپورته شول، نو ولس درباندې کودتا کوي او بيا به حکومت پر چا کوې.

مارشال صيب پوليسو ته ګواښ وکړ، که بيا د مدرسې لور ته ورغلئ، نو «چوبه در … ميزنم» ورځئ به له اغا صيب او د مدرسې له استادانو به بښنه غواړئ او تر څو، چې دوی نه ياست بښلي خپلو دندو ته را نه شئ.

اغا صیب فرمايي، چې زه له کابله تر شمالي رسېدم، ګورم چې د ملي امنيت ځايي مشر، د پوليسو قوماندان له خپلو افرادو سره راغلي او مدرسه کې ناست دي، له ما او استادانو يې بښنه وغوښته او تر نن ورځې، چې مارشال مړ هم دی، څوک د مدرسې پر لور په کږه سترګه هم نه شي راکتلای، نو اوس ته ووايه، چې مارشال د دعا وړ دی او که نه.

تر څو، چې ما خبرې ته ځان جوړاو، اغا صیب راته وويل، چې زه پوهېږم، چې ډېر ظلمونه يې کړي، پردي مالونه يې وهلي او د څوکۍ لپاره يې د ډېرو خلکو وينې تويې کړي، مګر پرتله يې له دې اوسنيو چارواکو سره وکړه.

اغا صیب سر ښوروي او وايي، چې د افسوس ځای دا دی، چې اوس د حکومت په ګڼو مهمو څوکيو داسې خلک راغلي، چې يا خو پخواني کميونستان دي او يا هم له غربه راغلي ديموکراتان، چې نه ورته دين اهميت لري او نه هم ولس.

پخوا خو به ښه و، که کوم کار به دې بند شو، نو که چا درسره د اسلام په نوم مرسته نه کوله، نو د ولسي خواخوږۍ په نوم خو دې يو چا خبره اورېده.

له همدې امله د خلکو حساسيتونه هم کم و.

اوس خو داسې خلک راغلي، چې نه دين پېژني او نه ولس او نه به درسره يو ګام د خير لپاره واخلي.

اغا صيب وايي، چې د دې چارواکو دغه خوی او کړنې که له يو لوري ولس لپاره سرخوږی دی، مګر له بل لوري ورځ تر بلې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن مخ پر زياتېدو دی او دغه واټن، چې څومره زياتېږي، د ولس حساسيتونه ورسره زياتيږي، چې بالاخره د حکومت په نسکورېدو تمامېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x