ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (۲۸) – د پلار دعا ضرور قبليږي

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دری دعاګانې ضرور قبليږي، چې په قبليدو کې يې هيڅ شک نشته :

(۱) د اولاد لپاره د پلار دعا.

(۲) د مسافر دعا.

(۳) د مظلوم دعا (مشکوة المصابيح، ص : ۱۹۵).

له همدغه حديث څخه د پلار د دعا اهميت ثابت شوی، ملا علي قاري رحمه الله د مشکوة په شرح مرقاة کې ليکلي : په دې کې د مور ذکر نشته، خو ښکاره خبره ده کله چې د پلار دعا ضرور قبليږي نو د مور دعا په طريقه اولی ضرور قبليږي، اولاد ته پکار دي چې د مور او پلار خدمت وکړي او دعاګانې يې واخلي (مرقاة المفاتيح شرح مشکوة المصابيح).

د مور پلار خدمت له نفلي حج او عمرې کم نه دی

له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې حاضر شو او عرض يې وکړ : زه د جهاد کولو خواهش لرم او پر کولو يې قدرت نلرم، دا خبره يې چې واوريده نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ترې وپوښتل : آيا ستا په مور او پلار کې کوم يو ژوندی ده؟ عرض يې وکړ : مور مې ژوندی ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : بس ته د مور په باره کې له الله تعالی وويريږه، هر کله چې ته په دې عمل وکړې نو ته به حج کوونکی، عمره کوونکی او جهاد کوونکی شې، پس کوم وخت چې تا خپله مور ور بولي نو ته له الله تعالی ويريږه او له هغې سره غوره چلند کوه (تفسير درمنثور، ج : ۴، ص : ۱۷۳.).

مسئله : په پورته حديث کې ذکر شول کوم وخت مو چې مور وبولي اطاعت يې وکړی، ورته حاضر شی او کوم خدمت چې درته وښايي تر سره يې کړی.

که چيرته يو کس په لمانځه کې مشغول وي او په دې وخت کې غږ ورته وکړی شي نو په دې باره کې تفصيل دا ده چې :

که چيرته مور پلار د مصيبت له امله غږ وکړي، يعنې ولويږي او د پورته کولو لپاره بل څوک نه وي نو د هغوی د را پورته کولو لپاره د فرض لمانځه ماتول واجب دي، او که چيرته يې د همداسې سخت ضرورت لپاره غږ نه وي کړی بيا د فرض لمانځه ماتول صحي نه دي.

او که چيرته يو چا نفل يا سنت لمونځ شروع کړی وي او مور پلار غږ ورته وکړي، خو ورته معلومه نه وي چې هلک يا انجلۍ په لمانځه ولاړ دي نو په داسې صورت کې د لمانځه ماتول او ځواب ورکول واجب دي، برابره ده که د هر ضرورت لپاره يې غږ کړی وي، که په همداسې صورت کې لمونځ مات نکړي او ځواب ورنکړي نو ګناه ده، البته که چيرته ورته معلومه وي چې په لمانځه کې دي او همداسې بلا ضرورته نعرې وهي بيا د لمانځه ماتول نه دي پکار.

او که چيرته د کوم ضرورت له امله نعره کړي يا په کوم مصيبت کې د لويدو ويره وي نو په هر حال کې دې لمونځ مات کړی شي او همدغه ضرورت دې پوره کړی شي، که هغوی ته د لمانځه کولو علم وي او که نه وي (حقوق الوالدين، ص : ۳۶، بحواله : شامي، باب ادراک الفريضة).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x