sward and pan

توره لیکل کوي

مونږ او تاسي په داسي زمانه کښي قرار لرو چي کفار مشرکین او بي دینان چي تر اوسه ئې خپل خالق او د ژوند مقصد هم ندي درک کړي، خو ځانونه د پوهي او علم مصدر ګڼي، لیکل او لوستل خپله شېوه او قلم خپل نښان او اسلحه ګڼي.

مسلمانانو ته د جهل، فساد، قتل او وحشت نسبت کوي، او د توري په لرلو سره دوی په تشدد هم متهم کوي، په دې توګه دوی کوشش کوي، چي مسلمانان نه تنها قلم، کتاب دښمنه معرفي کړي، بلکي د توري او قلم تر منځ داسي واټن او دښمني ایجاد وي، تر څو مسلمانان په دې باوري کړي، چي د توري په لرلو سره تاسي د قلم څخه محروم یاست، او د قلم په پورته کولو سره به د توري څخه فراري یاست.

دا په داسي حال کښي ده چي مسلمانان د دواړو څخه برخمن دي، او دا دواړې اسلحې ئې د وخت مطابق استعمال کړې او اوس یې هم استعمالوي، البته د دوی سره یې فرق دادی چي زمونږ قلم دومره قوي دی، چي ددوی توره ورته عاجزه ده، او زمونږ توره هغه لیکل کوي، چي د دوی قلم ورته حیران دی.

د نن نه څوارلس سوه کاله پخوا مسلمانانو ته د اقرأ امر شوی، او مسلمانانو هم د هغي ورځي څخه د قرآن په لوستلو د وحي په لیکلو، او د علم او پوهي په حاصلولو او نورو خلقو ته د علم او هدایت رڼا په رسولو شروع وکړه، په داسي حال کښي چي نور خلق د جهالت او ګمراهي په تیارو کښي اوسیدل.

د مسلمانانو ذهنونو او قلمونو په قرآن شریف کښي د فکر او تدبر نه پس د هغې تفسیرول او د احادیثو په را نقلولو او تشریح کولو سره انسانیت ته هغه خدمت کړي، چي د ایمان راوړلو او عمل کولو سره بنده ته د دنیا او آخرت کامیابي تضمینوي.
خو منکرین یې بیا هم د نه منلو په صورت کښي په دنیاوي او معاشرتي امورو کښي ترینه استفاده کوي، چي ددوی د ډیرو لاسته راوړنو سبب هم ګرځي.

د قلم د استعمال سره سره مسلمانانو د توري په کارولو سره هم د الله پاک حکم ته لبیک ویلی. فساد یې له منځه وړی، منکرین، مستکبرین او متجاوزین ئې د خپلو عملونو په جزاء رسولي او د مسلمانانو په تاریخ کښي ئې داسي پریکړي او قضاوتونه کړي او لیکلي چي قلم به ئې هیڅکله په کولو او لیکلو نه واي توانیدلی.

د الله نبي صلی الله علیه وسلم او د مسلمانانو سره کفارو او مشرکینو دا خبره تر هغه ونه منله چي تاسي په حق یاست، تاسي عزت مند یاست او تاسي بریالي یاست، تر څو چي د الله په امر غزوات وشول، توري په لیکلو شروع وکړه او کفارو دا ومنله چي تاسي عزت مند او مونږ ذلیل، تاسي په حق، او مونږ په باطل ، تاسي کامیاب او مونږ ناکامه یو، دا هغه پریکړي وې چي د قلم په لیکلو به هیڅکله دومره مؤثري او دوامداره نه وائي پاتي شوي.

په اوسني وخت کښي هم مونږ د داسي پریکړو او لیکنو ښه مثالونه لرو، پخواني روسي ښکیلاک تر هغه خپله ماتي او د افغانانو میړاني او غیرت ته تسلیم نه شو، تر څو چي د توري لیک ورورسید، او د روان جنګ فیصله او نتیجه ئې ورته واوروله. وروسته که هر چند دوی د جنیوا معاهدې په شکل کښي ددې جنګ فیصله او نتیجه په قلم د لیکلو زحمت وکړو، خو لیکل تر لیکلو او قلم تر قلم فرق درلود نو ځکه ئې هم کومه ګټه ور ونه رسوله.

په دې خاطر چي خبره اوږده نه شي او زیادت د مثالو هم رانه شي، نو دا روان حالت او جهاد هم په همدې شکل در قیاس کړی.

دا خو د مسلمانانو د توري مثالونه وو، چي په خپلو پائداره او مؤثرو لیکنو سره ئې د کفر قلم عاجزه او حیران کړی.

د مسلمانانو قلم چي د دوی د توري نه قوي دی هغه په دې معنی چي دا قلم د علم، نصیحت او اصلاح نه علاوه که د کفارو دسیسو او د هغوی د ناولو پروګرامو په افشاء کولو سره مسلمانان ددوی په خلاف را وپاروي، نو دوی به د توري تر سیوري لاندي او د توري په دفاع کښي هم د غه دسیسي او پروګرامونه عملي نه شي کړای.

په بل صورت کښي که د جهاد فتوی او د مسلمانانو د امیر امر د قلم تر څوکي راووزي، نو دغه قلم به د کفارو د زرهاو تورو د ماتیدو او ددوی د قتلیدو سبب به وګرځي.

نو د مسلمان قلم اصلا د کفارو زړونه چووي، ددوی دفتنو مخه نیسي، د دوی روحیات ختموي او ددوی تبلیغات بي اثره کوي.

د مسلمان قلم د کفارو وژونکي هم دی او د علم، اصلاح او دعوت خپرونکي هم دی. د مسلمان توره د کفارو قتلونکي هم ده او د مسلمان توره لیکونکي هم ده. خو زه دلته ټولو هغه مسلمانانو وروڼو ته چي د علم، اصلاح، دعوت او فرهنګ په ډګر کي خپل استعدادونه او قلمونه کاروي، خو د جهاد په وخت کښي د ځان څخه توره هم جوړوي او د کفارو سره قتال کوي، د (لیکونکي توره) لقب ورکوم ځکه چي ددوی قلمونه د کفر توري هم له حق لیکلو څخه نشي منع کولی، ددوی قلمونه علم، رڼا او مینه هم خپروي، خو ددوی قلمونه کفار هم وژني.

پدی امید چی الله تعالی زما قلم دمسلمانانو داصلاح او خوشحالی او د کافرانو او منافقانو د خفګان او نقصان سبب وګرځوی او ماته هم په خپله لار کی دقتال توفیق رانصیب کړی تر څو د (لیکونکي توره) اعزاز زما هم په برخه شی.

لیکوال: ابو حدیر

کالم: توره لیکل کوي

ایمیل: [email protected]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د