د سولې په ټینګښت کې د جهاد شرعي رول

عبدالرحیم (ثاقب)

که له شرعي اړخه د جهاد فلسفې او حکمت ته وکتل شي نو همدا الهي فربضه په ځمکه باندې د الهي نظام د حاکمولو ترڅنګ په ځمکه کې د امن ، سوکالۍ او ثبات راوستلو تضمین هم له ځانه سره لري.

الله تعالی فرمايي :

…وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا ۗ وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ (40)

د ژباړې خلاصه: که چیري الله تعالی د ځیني بنده ګانو تیري د ځینو نورو هغو په وسیله دفع کړی نه وای نو خامخا به د مسیحیانو عبادت ځایونه ، د تجارت او سوداګري مراکز او اسلامي مساجد ټول ویران شوي وای ..

په پورتني ایت شریف کې یواځي مساجد او اسلامي عبادت ځایونه نه ؛ بلکي د نصاراوو صوامع ( کلیساګانې) او همداراز تجاراتي مرکز هم ښودل شوي چې د مسلمانانو د دفاعي جهاد په وسیله محفوظ او له ګډوډي خوندي کیدای شي .

ټول مفسرين كرام پر دې خبره متفق دي چې د قتال د فرضیت لومړنی ایت شریف د الحج سورت ۳۹ نمبرایت دی چې په هغه کې مسلمانانو ته له خپل ځان څخه د مشرکینو د مظالمو او یرغلونو د دفع کولو لپاره د قتال اذن ورکړل شوی دی :

الله تعالی فرمايي : ا‍ذن للذین یقاتلون بأنهم ظلموا وان الله علی نصرهم لقدیر:

د سورة الحج له ۳۹ـ ۴۰ ـ او ۴۱ نمبر ایتونو څخه په وضاحت سره ښکاري چې په اسلام کې د جهاد او قتال امرد دفاع، ګډو ډي له منځه وړلو او په ټولنه کې د نظم اوثبات ټینګولو په خاطرفرض شوی .

الله تعالی مسلمانانو ته په داسې حال کې له ځان څخه د دفاع په غرض له مشرکینو سره د قتال اجازه ورکوي چې د مسلمانانو شمیر ډیر کم او شرک پر ټوله جزیرة العرب باندې مسلط او مسلمانان به يي د اسلام راوړلو له خاطره سخت ځورول.

علامه ابن کثیر د الحج سورت د ۳۹ ایت شریف په تفسیر کې لیکي:

کله چې د یثرب خلګو په لیلة العقبه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ هغه مهال د دوی شمیره څو اتیا تنو ته رسیده ، هماغه وه چې ځینو صحابه کرامو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چې ای د خدای رسوله ایا د وادي منی پر خلګو برید نه کوو؟!

رسول الله صلي الله عليه وسلم د هغوی په ځواب کې وویل :

اني لم أومر بهذا یعني ماته په دې کار باندې امر نه دی شوی … خو کله چې مشرکینو د صحابه کرامو په وړاندې ظلم شروع کړ ، هغوي يي وځورول ، له خپلو کورونو او سیمو څخه يي هجرت کولو ته اړیسستل، د هغوی مالونه او شتمنۍ یې غصب کړل نو الله تعالی مسلمانانو ته له خپل ځان او مال څخه د دفاع په خاطر هغوی ته د قتال (وسله وال جهاد) اذن وکړ .

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په مبارکو احادیثو کې هم دا وضاحت شوی چې مسلمانان باید ترهرڅه وړاندې د نورو ادیانو پیروانو ته د توحید او یکتا پرستي دعوت ورکړي نه دا چې تر دعوت وړاندې ورباندې جګړه پیل کړي .

په هغه متفق علیه حدیث شریف کې چې عبد الله بن ابی اوفی روایت کړی رسول اکرم صلی الله فرمايي :

لا تتمنوا لقاءَ العدُوِّ، وسلوا اللهَ العافيةَ ، فإذا لقيتموهم فاصبروا…

د ژباړې مفهوم : یعني تاسو (مسلمانان ) پر نورو امتونو د برید پیلولو آروزو او تمنا مه کوئ، خو که بل څوک درباندې برید وکړي بیا ثبات او استقامت غوره کړئ .
په یوه بل حدیث شریف کې فرمايي :

( دَعُوا الْحَبَشَةَ مَا وَدَعُوكُمْ وَاتْرُكُوا التُّرْكَ مَا تَرَكُوكُمْ) رواه ابو داود والنسائی والبهیقی ورواه الطبراني في “المعجم الكبير” (10389) من حديث ابن مسعود رضي الله عنه

د دې مبارک حدیث شریف خلاصه ترجمه دا ده چې تاسو پر حبشه او ترك باندې برید مه کوئ خو که هغوی درباندې برید وکړي بیايي مقابله وکړئ…

له پورتنیو قراني ایتونو او نبوي احادیثو څخه دا څرګنډیږي چې اسلام کله هم ابتداءا پر نورو امتونو د برید او یرغل اراده نه ده لرلې ، بلکې هغوی ته يي د الله تعالی د توحید او حق ته د رابللو دعوت ورکړي، خو کله چې مسلمانان د نورو تر برید لاندې راغلی مادي او معنوي حقوق يي تر پښو لاندې شوې مال او شتمنۍ یې غصب شوې بیا پر هغوی باندې د اسلام په امر له خپل ځان څخه دفاع ، مقاتله او مقابله فرض شوې او هغه د فاعي مقابله هم د ټاکلو حدودو او مقرراتو په چوکاټ کې لکه چې الله تعالی فرمايي:

وقاتلوا فی سبیل الله الذین یقاتلونکم و لا تعتدوا ان الله لایحب المعتدین .

تاسو وجنګیږئ د الله په لاره کې له هغو کسانوسره چې لتاسو سره جنګیږي او تجاوز ( تر حد تیریدل) مه کوئ ؛ځکه خدای تعالی تیري کوونکی کسان نه خوښوي.
سوله ، امن او ثبات خپله د جهاد په مفهوم کې نغښتی او د متجاوزینو د تجاوز مخنیوي په خپل ذات کې د ټولنیز ثبات او امن په معنادی .

علامه خطیب الشربیني په مغني المحتاج شرح المنهاج کتاب کې وايي چې د جهاد فرضیت ، فرضیت وسیله يي دی نه فرضیت مقصدي، په دې معنی چې جهاد وسیله د دفع د عدوان او یاهم وسیله د انفاذ د شریعت دی ، که چیري تنفیذ د شریعت په دعوت سره راتلای شي قتال ته ضرورت نه پاتي کیږي.

یا په بله معنی د شریعت مقصد د انسان هدایت او حق موندنه ده ، نه د هغه وژل ، که چیري یو انسان د دعوت ، علم او تبلیغ په وسیله د حق لوري ته راهنمايي کیږي د هغه وژل او یا ورسره جګړه کول شرعا ناروا دي.

د جهاد اساسي هدف د اسلامي حاکمیت واکمنۍ او د مظلومانو له حقونو څخه دفاع ده ، نه چاته ورکې د تیري اجازه شته او نه له اعلاء کلمة الله پرته د بل هدف لپاره جګړه کول شرعي جهاد ګڼل کیږي.

که څه هم چې نن د اسلام دښمنان په خپلو تبلیغاتو کې جهاد ته دترهګرۍ او تروریزم نوم ورکوي ، خو دا له واقعیت نه ډیره لیري خبره ده .

ځکه د جهاد او ترهګرۍ ترمنځ د مفهوم له لحاظه ډیر فرق دی چې هغه په خلص ډول داسې تشریح کیږي :

ترهګري په خپل ذات کې تیری دی او جهاد د تیري د دفع کولو لپاره فرض شوی .

تر هګري د باطل نظام د ترویج لپاره ده او جهاد د اسلامي دین د تنفیذ لپاره

له شرعي لحاظه د ترهګري په ترسره کولو انسان مجرم ګڼل کیږي او د جهاد په تر سره کولو مأجور.

د یرغلګرو امریکایانو په مقابل کې زمونږ جهادي مسؤلیت .

لکه مخکې چې وویل شول چې د جهاد د لزوم لامل د متجاوزینو د تجاوز مخنیوی دی ، اوس چې متجاوزو امریکایانو زمونږ د هیواد پرحریم یرغل کړی د عالم اسلام د ټولو مذاهبو او علماوو په نزد پر ټولو مسلمانانو په تیره د افغانستان په مسلمانانو باندې د تیري کوونکو امریکایانو په مقابل کې جهاد فرض عین دی.

که چیري مونږ د دغې شرعې فریضې په تر سره کولو کې تکاسل او تساهل کوو پرشرعي مجرموالي سر بیره مو د یرغلګرو لخوا د هیواد امنیت او ثبات له خطر سره مخ کیږي، امن ورکې له منځه ځي، مساجد ، مدارس او تجارتي مراکز ټول له ګډوډی سره مخ کیږي .

بناء باید د افغانستان مسلمانان د خپل هیواد له حریم څخه د دفاع په غرض د امریکايي تیري مقابله وکړي.

جهاد چې د اعداد ، رباط او قتال جامعه کلمه ده په خپل عام مفهوم سره د جهاد متعددو برخو ته شمولیت افاده کوي ، یعني د دښمن د تیري په مقابل کې که څوک په اعداد ( پوځي روزنه ) مصروف وي ، که په رباط ( د اسلامي سرحدونو ساتنه ) او که په قتال (له دښمن سره پوځي مقابله ) دا ټول په جهاد کې حساب او د الله په نزد ماجور دي.

د جهادي صف د یووالي او د امیرد اطاعت اهمیت

په قرآني ایتونو او نبوي احادیثو کې هرځای د جهاد له کلمې سره في سبیل الله جمله هم یوځای راغلي ، هغه د دې لپاره چې جهاد یواځې هغه وخت جهاد ګڼل کیږي چې د قرآني ارشاداتو مطابق تر سره شي.

د قراني احکامو د خاصیت له مخې هرهغه شرعي حکم چې هغه په ټولنیزې اصلاح پوري تړاو ولري په هغه کې د اسلامي حاکمیت د مسؤل (امیر) اطاعت له اساساتو څخه وي .

جهاد د اسلامي ټولني د ټولنیز تحفظ لامل دی ؛ ځکه په هغه کې تر بل هر شرعي حکم د امیر اطاعت ډیر مهم ګڼل شوی .

اوس چې مونږ په افغانستان کې د بهرنیو یرغلګرو په مقابل کې د دفاعي جهاد په مقدم خط کې قرار لرو ترهرڅه وړاندې راباندې د جهادي صف یووالی او شرعي امیر اطاعت فرض دي .

که چیري دا مهمه فریضه ( د صف یووالي او امیراطاعت) په پام کې ونه نیول شي خدای مه کړه د تیر جهاد په څیر به مو د روان جهاد ټولې قربانۍ تلف او بي نتیجې پاتي شي .

ځکه په دا ډول حساسو شراېطو کې د جهادي اهدافو تحقق او اسلامي مصالحو تر لاسه کول د صف په یووالي سره ممکن دی، د جهادي صف مسؤل امیر ته ټول هغه مصالح او شرعي اهداف ښه معلوم وي کوم چې عام افراد يي د خپلې نه تجربې له امله په صحیح ډول نشي درک کولای .

شرعي امیرد جګړې په حال کې له محاربو کافرانو سره د سلم او حرب ( سولې او جګړې) د تر سره کولو صلاحیت لري

.د شرعي مقاصدو او جهادي مصالحود تحقق په صورت کې شرعي امیر شرعي صلاحیت لري چې د مذاکراتو او تفاهم له لاري له دښمن سره تعامل وکړي او خپلې غوښتنې ورباندې ومني .

په اسلامي فقه کې د مسلمانانو او محاربو کافرانو ترمنځ د سلم (سولې ) په اړه همدومره احکام او مسائل موجود دي لکه د جهاد په اړه چې دي ځکه له شرعي اړخه سلم (سوله ) اصل او جهاد یو ضرورت دی .

نتیجه :

له پور تني بحث څخه دا خلاصه کولای شو چې جهاد په اسلامي عباداتو کې تر ټولو اهمه فریضه ده ، خو له دغې فریضې څخه مسلمانان هغه وخت مطلوبه ګټه ترلاسه کولای شي چې هغه د شرعي ارشاداتو په رڼاکې ترسره شي ، د صف یووالی محکم او د امیر اطاعت په کلکه رعایت شي.

په افغانستان کې دغه دوه اصله ( د صف یووالی او امیر اطاعت ) د دې لامل ګرځیدلي چې زمونږ هیواد د امیرانو او تنظیمونو د تفرق او تعدد له هغو فتونو څخه محفوظ پاتي شي کوم چې نن د اسلامي نړۍ ډیر هیوادونه ورباندې مبتلاء دي ، ملي وحدت يي له منځه وړل شوي او ټول یو د بل په خلاف په داخلي جګړو لګیادي.

خدای تعالی دي زمونږ مسلمان ولس ته د جهادي صف د متحد ساتلو توفیق ور په برخه کړي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د