fbpx

د اسلام دوهم خلیفه عمر (رضي الله عنه) او ناداره ښځه

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

زید بن اسلم (رضي الله عنه) له خپل پلار (اسلم) نه روایت کوي، وایي: زه له “عمر”(رضي الله عنه) سره و راغه ته و وتم، کله چې “صرار” سیمي ته ورسیدو، ناڅاپه مو یو اور ولید.

یاد خلیفه (رضي الله عنه) راته کړه: زما په آند دا قافله(بهیر) دی، د تلو موخه ییې یخني او شپې نیولې ده، درځه ورشو، په ډېره بېړه مو ځانونه(داور) سیمي ته ورسول، چې کله نږدې ورغلو هغه یوه ښځه ده واړه ماشومان پرې را تاو دي، یوه کټوۍ (کټوه) یې په اور ایښې ده ،  واړه ماشومان ورته په چیغو- چیغو ژاړي!

(د عدالت لمر) خلیفه (رضې الله عنه) ورته ویل: السلام علیکم اې درڼا څښتنانو! – دایې مناسب و نه ګڼل، چې ورته ووایي :”د اور څښتنانو .

یادې ښځې ورته کړه: وعلیک السلام.

هغه مبارک ورته وېل: نږدې درشو؟

هغې ور غبرګه کړه: که د خیر ښېګړې نیت مو وي راشئ، کنه ګوښه شئ.

هغه (رضي الله عنه) ور نږدې شو، ورته ویلې: دلته څه کوئ؟

هغې ورته کړه: یخني اوشپې مو د تلو موخه ډب کړې ده.

نوموړي خلیفه (رضي الله عنه) ورته وویل: دا واړه ماشومان ولي په چیغو او کوکارو دي؟

هغې وېل: د لوږې له لاسه کړېږي!

هغه (رضي الله عنه) ورته و ویل: په اور باندې کټوۍ کې څه دي؟

هغې (په ژړا) ور غبرګه کړه: اوبه دي، ماشومان پرې تېر باسم، تر څو ویده شي! الله زموږ او د “عمر” تر مینځ دی.

هغه رضي الله عنه ورته و فرمایل: اې له الهي لورینې نه برخمنه شې، “عمر” په تاسو څه خبر دی؟

یادې نادارې ښځې ور ته کړه: زموږ چارې یې په غاړه واخیستې، اوس یې نو را ته شا کړه.

زید بن اسلم (رضي الله عنه) وایي: یاد خلیفه (رضي الله عنه) مخ را واړاوه، راته یې کړه: راځه ځو، بیا مو را منډه کړه تر څو د (بیت المال) د اوړو ګدام ته راغلو، هغه مبارک يو انډی د اوړو، چې ټکولې وازدي هم پکې وې را و ویسته.

راته یې ویل: په ما یې بار کړه.

ما ورته کړه: زه به یې یوسم. ویلې: نه! درې ځله مې ور ته د اخبر تکرار کړه.

په دریم ځل یې راته وویل: زما د ګناه پېټی په ورځ د قیامت ته په غاړه اخلې؟ مور دي ورکه شه!

(لنډه دا) چې پرې بار مي کړ، په بیړه و خوځيدو تر څو و یادې ښځې ته ورسیدو، اوړه یې ور ته کېښودل، لږ اوړه یې را و ویستل، هغې ته یې کړه: ته اوړه را تویوه، زه به یې سره ګډوم، په خپله مبارک و اور ته تر کټوۍ لاندې ور پوکول. هغه مبارک د لویې ږیرې څښتن و. ما لیدل، چې لوګی به د ده مبارک تر ږیره راووت آن تردې، چې پخه شوه، را ښکته یې کړه، ویې ویل: یو شی راکړه.

هغې یو کاسه ورکړه. په خپل لاس مبارک یې هغه خوراک تیار کړ، ورته وېلې: او س خپل ماشومان پرې مړوه. زه به یې درته د سړېدو په موخه اصلاح کوم . تر هاغه دلته وو تر څو، چې ماشومان ماړه شول، زیات خوراکي مواد یې همدې ته پرېښودل، را روان شو، زه هم را روان شوم.

یادې بوډۍ ( هغه مبارک) ته ور غبرګه کړه:

جزاك الله خيرا أنت أولى بهذا الأمر من أمير المؤمنين…

ژباړه: الله پاک دي ښه بدله درکړي تر امیر المؤمنین (عمر- رضي الله عنه) ته د دې کار وړ یې.

هغه (رضي الله عنه) ورته وویل:

قولي خيرا إنك إذا جئت أمير المؤمنين وجدتني هناك إن شاء الله

ژباړه: ښه وایې، کته امیر المؤمنین ته ورغلې نو زه به هم هغالته یم – ان شاء الله!

له څه تګ نه وروسته یې مخ ور واړاوه، غلی په زمکه کېناست.

ورته مي وویل: نن د تېر په څېر نه یې، هغه مبارک را سره خبرې نه کولې تر څو، چې ماشومان مي ولیده، خندل یې، یو له بل سره یې لوبې کولې بیا ویده شوو او ارام شول، هغه مبارک را و خوځېد، د الله پاک ثنا یې وویله، مخ یې را واړاوو، راته یې وویل:

يا أسلم إن الجوع أسهرهم وأبكاهم فأحببت ألا أنصرف حتى أرى ما رأيت منهم))

ژباړه: اې اسلمه! هغوی لوږې ویښ ساتلو، لوږې ژړولو، زما یواځنۍ ارزو هم داوه، چې په یاد حالت کې ترې بېل شم.

التاریخ الطبري:  (2/567)
تاریخ ابن عساكر: ( 352/44 )
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یادونه: که یاده ریښینې کیسه په غور و لوستل شي، په دقیقه (ژوره) توګه مطالعه شي، د عدل، خاکساري او همدردي په اړه ډېر څه ترې زده کولای شو.

د رنګینې عاطفې او انساني خواخوږي په څېر مهمې نقطې (ټکي) په کې موندلای شو.

دا راز سبق راکوي، چې د خپلې تېروتنې د درک پر مهال څه باید وکړو؟

خپلې تېروتنې په خپله باید جبران کړو. او….

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د