fbpx

د کامل ملګري لټون

عبدالمالک روحاني

د ځینو خلکو عجیب عادت وي، یو ملګری به لري په کلونو به ناسته ولاړه ور سره لري هر څه به یې سره شریک وي، خو چي د ده په فکر یوه سهوي یا قصدي غلطي ځني وسي؛ نو هر څه به یې هېر سي، زړه به یې مات سي، پر دوستۍ به یې پښېمان سي حتٰی ځیني کسان خو لا داسي هم سته چي د زاړه ملګري له ټولو رازونو پرده پورته کړي چي دا نهایي غیر اخلاقي او بیخي یو نامهذب حرکت دی. بلکي له لویه سره خو داسي فکر ناسم دی چي د ملګري هر خوی دي سل فیصده زما پر طبیعت برابر وي. همدا کافي ده چي پر ملګري دي د نېکۍ اړخ غالب وي. د ملګري د بشپړېدو فکر باید ونه کړو، اصلاً هر انسان له ځانګړي طبیعت سره نړۍ ته راغلی دی.

ملګریه! هیڅوک تاسو ته بشپړه دوستي نه سي درکولای.

په دنیا والو کي څوک دی چي ستا د فکر په تول پوره وخیژي؟

د ډیرو د فکر په تول بیا ته پوره نه یې له هغوی سره به څه کوې؟

آیا یو وخت دي په حقیقي ډول ځان تللی او د ضمیر ترازو دي ورباندي را اخیستی دی چي په تول پوره دی، که نه؟

که دي یوازي د بل چا کمال خوښ دی؟

البته که له یو چا څخه بیخي زړه تنګی سوې، نو پخپل ذهن کي یې مقام ته تغیر ورکړه. د المارۍ له لوړ پنځم پوړ څخه لږ لاندي څلورم یا دریم پوړ ته راکښته کړه، په مکمله توګه یې له المارۍ او بالاخر له اطاقه مه باسه.

آیا ته داسي شی موندلای سې چي ټول عمر دي پر یوه حال وي؟

پر هر چا بهار او خزان راځي. لومړی له خپل زړه څخه پوښتنه وکړه چي له څومره حالاتو سره مخ سوی دی.

– آیا ته خپله پر یوه حال یې؟

– آیاهر وخت خوږ یې؟

– آیا هر وخت خوشبويي خپروې؟

– پر تا کله هم خزان نه دی راغلی؟

– آیا ستا لا لاسه تر نن ورځي هیچا هم تکلیف نه دی لیدلی؟

– آیا ته ټول عمر په خندا یې؟

چي داسي ده نو له نورو ولي داسي تمه لرې؟

د یو کس له اخلاقو چي ډاډمن یې، فضلیت او هوښیاري مو یې درک کړې وي، نو په یوه داسي عیب چي په ډیرو ښېګڼو کي پټ وي او تر زیاتو ورېښمینو پر دو لاندي وي، بېلتون مه غوره کوه او پرېکون ور سره مه اعلانوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د