نړۍ

مسکو کې سلګونه مهاجر نيول شوي دي

پرون د مسکو پوليسو د ښار په بېلابېلو برخو کې وروسته له هغې، چې په يوه بازار کې يو پوليس ووهل شو، شاوخوا۱۴۰۰مهاجرين نيولي دي. پوليس وايي، چې نيول شوي کسان په ناقانونه توګه په مسکو کې ميشت وو.

د سرچینې له معلوماتو سره سم، په دغو مهاجرينو کې له نیمایې زیات يې ويتناميان او پاتې کسان د منځنۍ اسيا او قفقاز اوسيدونکي دي.

اصلي پېښه داسې وه چې درې ورځې مخکې د مسکو په يو بازار کې یوه پوليس هڅه وکوله، چې يو داغستانی ونيسي، خو نوموړي کس او خور يې دغه پوليس تر وهلو او ټکولو لاندې ونيو. او تر وهلو ډبولو وروسته خور او ورور دواړه په تېښته بریالي شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x