شعـــــرونه

د پاکستان خاطره

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

هسي ځای مي دي خدای کړي اقامت
چي مي نسته پکښي هیڅ ډول راحت

دلته رحم، عاطفه هیچا کي نسته
چی سته بخل دی، نفاق دی، شیطنت

دلته زړونه دي تر کاڼي لا سخت سوي
نه وروري سته، نه خپلوي، نه رفاقت

دلته  هر څومره چي خوار یې در خوشال وي
ریشخند سوی دی اخلاص او صداقت

چل او فرېب او چالاکي دلته چلیږی
ښه چلیږی پکښي غلا او خیانت

حقیقت پسي چي ګرځي سرګردان وي
ځکه دلته عنقا سوی حقیقت

ځای د عدل او پوښتني دلته نسته
دي تاڼه او پولیس دلته عدالت

که وي ګرم او که ناګرم وي فرق یې نسته
دا قانون دی ورکوي دواړه رشوت

ډیر په خوله مسلمانان دي په دې ملک کي
په عمل کي دی ډېر کم اسلامیت

پلوي د دین هم نه ده بې مطلبه
پر اسلام یې رایستلی تجارت

لړایي، وحشیګري پکښي مدام وي
انارشي یې دی نظام او سیاست

د پارټیو یې شمار کېدلی نه سي
خو مرام یې دښمنۍ او رقابت

نوم یې پاک دی باندي ایښی خو چټل دی
نه لري په هیڅ ساحه کي نظافت

افغاني مهاجرینو ته زندان دی
تېروي پکښي شپې ورځي د ذلت

حساس زړه لره هیڅ ځای د سکون نه دی
خوله جبره پکښي اوسي خوار “همت”

معمار کمپلکس، کراچي
د ۱۹۸۹ع.کال د اګست څلورمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x