sharab

د عمر فاروق رضي الله عنه په وړاندي دیو شرابي دتوبې عجیبه کیسه

قاري احسان

عمر فاروق رضي الله عنه یو ورځ پر لار روان وو، که ګوري یو ځوان سړی په مخه ورغلی، دې ځوان د لمن لاندي یو بوتل پټ کړی وو، او په بوتل کي شراب وو.

عمر فاروق رضي الله عنه له ځوانه پوښتنه وکړه.

اې ځوانه تر لمن لاندي دي څه دي؟

ځوان ته د عمر رضي الله عنه نه د شرم له امله دا ډیره ګرانه وه چي ورته ووايي دا د شرابو بوتل دی.

په زړه کي يي د الله نه دعا وغوښتله چي اې الله ته خو مي دعمر په مخ کي مه شرمنده او رسوا کوه، یا الله د عمر په مخ کي زما پرده پوشي وکړې، بیا به هیڅ کله هم شراب نه وچیښم.

ځوان عمر رضي الله عنه ته ځواب ورکړ چي دا مي د سرکي بوتل را اخیستی دی.

عمر فاروق رضي الله عنه ورته وویل: چي ته يي را ښکاره کړه، کله چي ځوان هغه بوتل ورته ښکاره کړ عمر چي وکوت په رښتیا هغه سرکه وه.

د پام وړ خبره دا ده چي مخلوق د مخلوق له ویري په اخلاص سره توبه واېستله، الله رب العزت ورته قبوله کړه، هغه شراب يي ورته سرکه وګرځول، ځکه الله پاک د دغه ځوان په توبه کي اخلاص ولید.

که یو ګناهګار سړی د خپل مهربان رب په حضور کي په اخلاص سره توبه وکاږې، او پر خپلو ناکاره اعمالو پښېمانه شي، نو لري نه ده چي پاک ذات به يي د ګناهو شراب په سرکه ورته بدل کړي.

یا زما پالونکي پر ټولو هغه کارو چي ستا به خوښ نه وو، او ما به کړي وي، پر هغو ټولو په اخلاص درته توبه ګار یم، که مي ګناهونه راته معاف کړي ستا په لويي کي به هیڅ کمی هم نه شي را، او که معافي راته ونه کړي، زه به برباد او د هغه ځای مستحق شم چي هلته هر څه د اور، اور دي.

یا زما پالونکي په بیا بیا درته راځم او توبه کاږم.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د