د ملا صاحب موقف

جاوید علي خېل

همدا اوس مې په نن ټکی اسیا ویب پاڼه کې د لویس عطیة الله په نوم د یوه لیکوال لیکنه لوسته،چې مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د عقیدې او دریځ په اړه یې لیکلې وه.

مرحوم ملا صاحب واقعا ددې زمانې سړی نه و، که دده دموقف ټینګوالي او د عقیدې او توکل صلابت ته سړی ځیر شي نو انسان ته د صدر اسلام هغه د محکم ایمان والا مؤمنان وریادوي، او د دریم خلیفه حضرت عثمان رضی الله عنه دا وینا د سړي  زړه ته سمه لویږي چې: هغه څوک چې له الله تعالی څخه ویریږي هغه بیاله بل هیڅ موجود څخه نه ویریږي.

د ملاصاحب د ایماني پرتم، راسخ اعتقاد او محکم دریځ په اړه به شاید دده نږدې ملګرو او جلساوو ته ډیرې کیسې معلومې وې، خو یو څه خبرې چې ما په مستند شکل اوریدلې دلته یي درسره شریکوم.

د مرحوم ملاصاحب تر مشرۍ لاندې امارت د نړۍ په حاکم نظم کې د نړیوالو زبرځواکونو له نظره یو نوښت، بدعت او بغاوت بلل کیده، چې په یوویشتمه پیړۍ کې یي د اوومې پیړۍ اسلامي شریعت ټکي په ټکي عملي کاوو، له همدې امله خو د درستې نړۍ کفار او منافقین ورباندې راوبوڼیدل، ملل متحد ورباندې بندیزونه ولګول، امنیت شوری په تور لست کې داخل کړل، امریکا او ټول غرب ورباندې د ترهګرۍ ټاپې را واخیستې،روس،ایران او نورو ګاونډیانو هم ورسره نا اعلان شوې جګړه پیل کړه د پاکستان له فضا ورباندې کروز واوریدل او وروسته بمبارۍ پیل شوې، نړیوالو رسنیو یي په یوه غږ په خلاف تبلیغات پیل کړل او حتی ځینو دیني مراجعو او شخصیتونو هم ورباندې د تعریضاتو یرغل شروع کړ، ترڅو ملا صاحب په خپل دریځ کې نرمښت او خصوصا دشیخ اسامه په موضوع کې له غرب سره جوړجاړي ته مائل کړي.

مګر ملا صاحب ددې ټولو، سیاسي، پوځي، اقتصادي، تبلیغاتي او رواني فشارونو په وړاندې د سد سکندر په حیث نیغ ولاړ و چې حتی یو انچ هم له خپل موقف څخه پر شا نه شو، ملا صاحب خپله لاره په پوره سرشارۍ مخته وړله، او یوازې یي هغه څه کول چې ایمان یي ورباندې درلود او زړه یي پرې اوبه څښلې.

د طالبانو یو مشر چارواکی متقي صاحب وایي چې دهمدې فشارونو په اوج کې یوه ورځ ملا صاحب نړیوالو ته داسې اطمینان ورکړ: دوی دې دا فکر نه کوي چې د فشارونو، بندیزونو او بمبارونو په زور به  زه له خپل موقف نه په شا شم، اوس خو دادی جوړ امارت دی او یو څه قوت شته، مګر په یاد ولرئ، که زه او د الله تعالی دښمنان سره تنها په تنها پاته شو، د کفارو لښکرې را څخه راتاو شي او ما یوازې په یوه غونډۍ باندې محاصره او تر بریدونو لاندې ونیسي،  هغه وخت به مې هم موقف کټ مټ همدا وي لکه دا اوس چې دی.

ناخبره خلک او هغوی چې د ملاصاحب  په اړه یي یوازې له غربي راډیوګانوڅخه اوریدلي،هغوی دا فکر کوي چې ملامحمد عمر مجاهد د پاکستان تر اثر لاندې و. خو واقعیت دادی چې د هغه مرحوم سر لکه څنګه چې د غرب او امریکا په وړاندې دنګ او نه ټیټیدونکی و، دپاکستان په وړاندې یي هم دریځ همداسې ټینګ او له ایماني غرور څخه مالامال و.

ملامحمد عمر لکه څنګه چې سعودي او امریکا ته اسامه بن لادن ونه سپاره،د پاکستان له مستضعفو مهاجرو سره یي هم همداسې وفا وکړه،د طالبانو دحکومت په مهال چې ملامحمد عمر او طالبان  تر ډیر فشار لاندې و، پاکستان د خپلو ۱۹ تنو مطلوبو افرادو  لست طالبانو ته وسپاره چې په سر کې یي د سپاه صحابه د یوه مشر ریاض بصره نوم و او طالبانو ته یي وعده ورکړې وه چې ددې افرادو په مقابل کې به طالبانو ته ډیر امتیازات ورکړي، خو ملا محمد عمر له ټول فشار سره سره پاکستان ته هم هغه ځواب ورکړ چې امریکا ته یي ورکړی و، هغه ځواب چې خلک یي یوازې په خوله وایي خو ملا صاحب د نورو دیني نصوصو غوندې عملا تمثیل کړ.

المسلم اخ المسلم لایظلمه و لایخذله ….. الخ

دلته به د پاکستان له چارواکو سره د ملامحمد عمر د متقابل او سرلوړي چلند څو بیلګې ځکه یادې کړو، چې پاکستان هغه هیواد و چې دطالبانوحکومت یي په رسمیت پیژاند او افغانستان ورته په اقتصادي معاملو کې ډیره اړتیا درلوده، مګر بیا هم د ملا صاحب چلند ورسره بشپړ مستقلانه، سرلوړی او د ایماني او افغاني پرتم څخه مالامال و.

مرحوم سید محمد حقاني صاحب چې یو وخت د طالبانود حکومت د بهرنیو چارومرستیال وزیر او بیا په اسلام اباد کې سفیر و، کیسه کوله چې یو وخت مې په کندهارکې له ملاصاحب سره په مجلس کې داسې یادونه وکړه: اصولا د یوه بهرني ملک سفیر په  کوربه هیواد کې  باید یوازې د بهرنیو چارو له وزارت سره اړیکي وپالي، مګر موږ داسې شواهد پیدا کړي چې د پاکستان سفیر عزیز احمد خان هڅه کوي چې د بهرنیو چارو دوزارت له خبرتیا پرته له نورو امارتي ادارو او اشخاصو سره مستقیمي اړیکي جوړې کړي.

مرحوم حقاني صاحب وایي: چې ددې خبرې په اوریدو د ملاصاحب رنګ له ډیرې غوسې تک تور واوښت، او له څیرې یې معلومیده چې دې خبرې یي د ایمان او افغاني غیرت رګ په غورځنګ راوست، یوه شیبه له ډیرې غوسې غلی و، خووروسته یې په لنډو او صریحو ټکو راته وویل : دا ځل چې کابل ته لاړې اول کار دا وکړه چې دغه سفیر راوغواړه، سم یي سر ورخلاص کړه،چې موږ دا دومره دربدرۍ د استقلال لپاره په سر وړي دي، د پالیسۍ سره سم حد ورته وټاکه او ورته ووایه چې که په دې لاره تلای او چلیدلی شې و چلیږه او کنه ځه په مخه دې ښه چې بله ورځ دې په کابل کې ونه وینم، چې دا دومره ددنیا سفارتونه بنددي  دا یې د ستاسو دا هم بند.

مرحوم حقاني صاحب په دې اړه یوه بله کیسه د خپل سفارت د وخت وکړه. وایي کله چې جنرال پرویز مشرف په پاکستان کې قدرت ته ورسېده، نو دی بیخي له طالبانو سره نابلده و، مشرف چې دپاکستان د تاریخ تر ټولو مقتدر، یکه تاز او سرزوری مشر بلل شوی، فکر یي کاوو چې ملا محمد عمر به هم د نړۍ د کوم بل سیاسي مشر غوندې ملائم انسان وي، چې د سیاسي اړیکو تر احسان لاندې کولو په توسط به خپلې غوښتنې پرې ومني.

د طالبانو په وخت کې چې افغانستان ته  د نړۍ هیڅ لوړ  رتبه سیاسي چارواکي سفر نه و کړی، مشرف غوښتل چې د یوه صدر په حیث افغانستان ته په سفر سره په طالبانو یو سیاسي احسان کیږدي او بیا په ضمن کې خپلې ځیني غوښتنې هم ورته وړاندې کړي.

سید محمد حقاني صاحب وایي چې زه په اسلام اباد کې سفیر وم چې د پرویز مشرف لخوا افغانستان ته د سفر او له ملا محمد عمر مجاهد سره د مخامخ ملاقات  وړاندیز راغی، څرنګه چې موضوع ډیره مهمه وه، ما ددې په ځای چې کندهار ته یي مخابره کړم، خپله کندهار ته لاړم او له ملاصاحب سره مې مخامخ دغه خبره مطرح کړه.

ملا صاحب وویل چې موږد چا په مخ خپلې دروازې نه بندوو، افغانستان ته د هر ملک استازي او هیئتونه راتلای شي او موږ د مسلمانانو په حیث د هر چا له استازو او هیئتونو په ښه چلند او میلمه پالنه مکلف یو، مګر مهمه خبره دا ده چې مشرف د څه لپاره راځي لومړی باید د هغو خبرو اجنډا ترې وپوښتل شي چې دی یي دلته له ماسره په ملاقات کې مطرح کوي.

حقاني صاحب وایي: کله چې موږ د مجلس اجنډا وغوښتله نو په هغه کې  د نورو خبرو تر څنګ د  شیخ اسامه بن لادن موضوع هم وه چې باید له سعودي او امریکا سره یو توافق ورباندې وشي.

ددې خبرې په لیدو ملا صاحب وویل چې : ګرسره دې نه راځي. ځواب ورکړئ چې فی الحال موږ داسې ملاقات ته امادګي نلرو.

د ملاصاحب د رد ځواب د جنرال مشرف ټول تخیلات دړې وړې کړل او په زړه کې یي د ملاصاحب په اړه داسې دکینې اور بل شو چې بیا یي په خپل کتاب کې ملاصاحب له همدې امله مغرور او بي باکه ونوماوو، او ځینې نورې ناشایسته خبرې یي هم پسې وکړې.

نو دا ملا صاحب و، ملا محمد عمر مجاهد. هغه چې د کوم نړیوال پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یي نه و لوستی او نه یې په دیني علومو کې کومه ډګري درلوده، خو هغه د مسلمانۍ او افغانیت په روزنځي یعني افغانستان کې رالوی شوی و، هغه یوازې له الله تعالی څخه وېرېده نو ځکه یي د نورو انسانانو ویره زړه ته نه لوېده، هغه واقعا یو ددې زمانې یو استثنائي انسان و چې په  لوړ انساني معیار او مروت به یې دښمنان هم اعتراف کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د