وروري

حامد افغان

کیسه کا: یو وخت دوه وروڼه وو، دوی دواړو د کرهڼي برابره ځمکه لرله، د دوی یوه یې واده او اولادونه لرل او بل بې واده و، دواړو به د خپلې ځمکې حاصلات سم په نیمی سره ویشل، او په دې توګه یې ژوند روان وو، یوه ورځ یې کشر ورور له ځانه سره وویل: له ورور سره مې د ځمکې حاصلات په نیمایي ويشل عادلانه کار نه دی، زه یو سر یم او دی زیات اولادونه لري، نو د ده لګښت زما نه څو برخي زیات دی.

له دې فکر وروسته په نیمه شپه پاڅیدی د خپلې غلې له زېرمي یې کڅوړه ډکه کړه او په پټه یې د خپل ورور د غلې په زېرمه کې تشه کړه، کشري ورور یې هره شپه دا کار جاري ولاره، خو په همدې وخت کې یې مشر ورور هم له ځانه سره سوچ وکړ چې الحمد لله زه اولاد او لوی کور لرم، راتلونکو شپو کې به مې زامن هم د کار شي، او ورور مې بې واده او بې کوره دی، ډېر لګښتونه او کارونه یې مخکي دي، دا نو کوم عدل دی چې زه له هغه سره د ځمکي حاصلات سم په نیمی بیلوم. د خپل کشر ورور په څېر ده هم پریکړه وکړه چې د شپې په پټه د خپل ورور زېرمې ته خپله غله وروړي او دا کار یې هره شپه جاري وساته.

دواړو وروڼو دا د خیر او ایثار کار څو کلونه او په پټه جاري وساته، د دواړو غله پریمانه وه نه ختمیدله او د ژوند ټول ضرورتونه یې ورنه پوره کول. یوه شپه هغه وخت هم راغی چې د راتللو ویره یې وه، هغه داسې چې د شپې په تیاره کې دواړه کڅوړې په لاسونو سره مخامخ شول، دواړه د یوه بل په موخه او هغه کار پوه شول چې په ترسره کولو یې بوخت و. نو کڅوړې یې وغورځولې او له یوه بل سره غاړه غړۍ شول.

په ژوند کې ورکړه او ښېګڼه د عطرو شیشې ته ورته ده، تر څو چې وس او څه لري نورو ته یې ورکوي او کله چې تشه شي بیا یې هم خوږ بوی پاته وي. په ځانګړې توګه وروري پالنه ډېرو ښو او زیاتې ورکړي ته اړتیا لري. امام حسن البصري رحمه الله وایي: زموږ په زمانه کې چې کوم ورور خپل ورور ته قرض ورکوي هغه موږ بخيل بولو! يعني ورور باید ورور ته هرڅه بې بدله ورکړي، وروري په ژوند وپالئ، ژوند بې باوره دی، وروسته ارمان کول بې ګټې او آن پېغور ګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د