د عمري عملیاتو له اعلان سره سم د طالبانو له لوري نشر شوی انځورونو څخه

کندهار: طالبانو د یوې قرارګاه او ۲۴ پوستو د نیول کېدو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي چې د کندهار په شاولیکوټ کې يې یوه مهمه قرارګاه او ۲۴ پوستې نیولې دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دوی د عمري عملیاتو په لړ کې د یادې ولسوالۍ د البک په سیمه کې ترینکوټ ته پر غځېدلې لار امنیتي پوستې تر برید لاندې ونیولې، چې د يوې قرارګاه په ګډون يې ۲۴ پوستې تر واک لاندې کړې.

د سرچينې په قول جګړه د تېرې ورځې تر ماښام تیاره روانه وه، چې وروستۍ پايله يې معلومه نه ده.

خبرپاڼه کاږي: «ددښمن یوه مهمه قرارګاه او ۲۴ پوستې په ټولیزه توګه فتح شوي دښمن ته دسراومال دروند زیان اوښتی او په زیاته پیمانه وسلې اومهمات یې غنیمت شوي.»

د کندهار ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکو د طالبانو نوي عملیات یوازې تبلیغات بلل او ډاډ يې څرګند کړی و، چې دوی يې پر وړاندې چمتو دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د