نظــر

مطبوعات که د ولسونو د ازادی وسیله

لیکوال حشمت سنګروال

له ډيرو به مو اوریدلی وی چې مطبوعات په یو هیواد ، ټولنه او نړۍ کې د څلورمي حیثیت لری او په ټولو قواوو برلاسی او ترې څارنه کوی .

رښتیا هم چې رسنۍ په ټولنه ، هیواد او نړۍ کې څلورمه قوه ده او د نورو درې ګونوو قواوو څارنه او د هغوی څخه نظارت د رسنیو دنده ده د دې تر څنګ ازادی ور بښل او د فکر رهبری هم د رسنیو بله ستره وجیبه ده ، خو دغه دنده د نورو دندو څخه توپیر لری مطبوعات نه خو ټوپک دی او نه کوم بله وسله چې ملتونو او ټولنو ته ازادی ورکړی ، خو کار یې تر ټوپک او هرې بلې درنې وسلې ډیر چټګ او دروند دی .

د انسانانو د لومړنۍ ژوند او تر هغې وروسته د امپراطوریو او خان خانیو د وخت یوه بیلګه را اخلو .

انسان په لومړی ژوند کې چې یو محدود ژوند وه او د فکر څرګندولو کومه وسیله موجوده نه وه او انسانی فکر تر ډيره پټ او په ککره کې بند وه او کومه ګټه ترې نه اخیستل کیده ، ژوند هم ابتدایی وه او انسان له پرمختګ څخه بې برخې وه د وخت انسانانو د کوم ظلم او بی عدالتی په وړاندی کوم غږ هم نشو اوچتولی او تر ډيره ټولنه د یو شخص په منګولو کې حصاره او تر نفوذ لاندې وه. د ټول ملت ، ولس او انسانانو خوښه د یو شخص خوښه وه د هماغه خبرې اوریدل کیدی، منل کیدی د ټولنې هر څه به د همغه په خوښه وه او هر هغه څه به چې هغه ویل هغه به که سم وه یا ناسم خو د تاید وړ به وه او چا به پکې څه نشو ویلی .

انسانانو تر دی وروسته یو څه ډیر او د ځمکې پر مخ خواره شول خو فکر او ژبه یې تر هغې نوره هم ګونګه شوه ، دا نو د امپراطوریو وخت وه .

امپراطور به یو کس وه خو په سونو جریبه ځمکه به یې تر خپلې ولکې لاندې راوستی وه ، په میلونونو وګړې به یې د ځان غلامان او د هغو څخه به یې ازادی اخیستی وه ،د نورو خلکو شخصی مال به یې خپل مال ګڼه د امپراطور غلطه ، بې مانا خبره به سمه او کره د میلونونو انسانانو کره او سمې خبری به غلطې وی .

د وخت ملت سترګې درلودلی خو لیدل یې نه شو کولی ، غوږونه یې درلودل خو اوریدل یې نه شو کولی ، ژبه یې درلودله خو لوستل او ویل یې نه شو کولی ، فکر یې درلوده خو څرګندولی یې نه شو خبری یې زده وی خو ویلې یې نه شی .

د یوه شخص نظر او خبرې به د ټول ملت او ولس نظر او خبرې وي څرنګه یې چې خوښه وه نو په همغه بڼه به عملی کیدلی .

انسانان د نن په څیر وه، کوم توپیر یې نه درلوده هغوی هم لکه د نن په څیر د دوه سترګو ، دوه غوږو ، یوې ژبې ، دوه لاسو ، دوه پښو ، یوه زړه او یوې خولې لرونکې وه.

دوی هر څه لرل خو مطبوعات یې نه درلودل تر څو د دوی فکرونه ازاد او ازادی ته یې رهبری کړی ، دوی ته غلامی او ازادی تعریف کړی د غلامی ذلت او د ازادی خوند وروپیژنی ، د خبرو کولو چل ور زده کړی ، او ژبې په خبرو راولی ، د ویری او ډار پر ځای پکې د احساس او اتلولی روهیه ور ژوندی کړی ، مړ ضمیر او وجدان راویښ او په حرکت یې راولی ، مړې ژبې په خبرو راولی ، د حق غوښتلو چل ور زده کړی .

په پخوانیو ټولنو کې د مطبوعاتو نشتون وه چې د یو شخص هر څه به د ټولنې ټولو خلکو په پټو سترګو منل ، د دوی فکرونه یرغمل شوی اوفکری ازادی تر اخیستل شوی وه د فکر د څرګندولو کومه وسیله یې نه درلوده فکرونه یې تل همداسی محدود ساتل شوی وه د یو ازادی خوا فکر به تر دوو ورسیده تر دریم پوری به مړ شوی وه .

اوس ویلی شو چې مطبوعات د ولسونو ، ملتونو او ټولنو په ازادی او پرمختګ کې تر ټولو مهمه وسیله ده .

د مطبوعاتو د پیدایښت سره سم ملتونو او لسونو د غلامی کړې تر خپلو غاړو لری او د فکر څرګندلو جرت یی پیدا کړ ، د خبر کولو او انتقاد چل یې ور زده کړ او سترګې یې روښانه شوی .

نور نو نه د چا ظلم پر چا منل کیده ، هیچا غلامی نه قبلوله ، د هر چا ژبې ویل غوښتل ، فکرونه رهبری او د ملی احساس روحیه ژوندی شوه ، هر څوک هغه څه غواړی چې خپله ده ، ملت او هیواد ته یې کټه وی د هغه څه په خلاف خپل غږ جګوی چې د ملې ګټو خلاف او د ملت د ازادی د له منځه وړلو کوشش کوی ، هر غدار ورپیژنی او هر خاین ور په ګوته کوی ، هر غل تری پټ کرځي ، هغوی چې له پامه غورځیدلی هغوی ته لاس ورکوی ، هغه چې ځان تر نورو لوړ ګڼی راټیټوی یې او د نورو سره یی یو ځای ودروی .

نو ویلی شو چې د اوسنې نړۍ د فرد فرد ازادی د مطبوعاتو له برکته ده چې هیڅوک نشی کولی څوک د ځان غلام کړی او خپله باداری پرې وچلوی هر شخص د فکر څرګندولو حق لری او خپله ازادی په خپله ساتلی شی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x