داخترماښام – یو دردوونکی شعر

محمدرفيق عزت

داد روژې وو یو ورستی مازدیګر

ډک له خوښیو وو زیړی مازدیګر

… پیغلو نکریزو نه جامونه ډک کړل

د ماشومانو ګلالی مازدیګر

ماښام ملا یو څو خبري وکړې

څه یی وړي خو څو یی ستري وکړي

سبا کمکی اختر خو غټه ورځ ده

دې کلیوالو تي شکري وکړي

نور مو له زړونو نه کینه وباسئ

له بدوبدو نه توبه وباسئ

سهاراختر دی یو بل غیږکی ټینګ کړئ

له خپلو شتو نه سرسایه وباسئ

دي ماخوستن یی څه مزې لرلي

ټولو په زړه کي تلوسې لرلي

جینکو لاسو کي نکریزي ګل کړي

هر یو ماشوم ښکلي جامي لرلي

زموږ د ځوانانو د بګریو کتار

په بر میدان کی د هګیو کتار

خدایه ! سهارته به ورورسیږي

زموږ د رنګینو ټکیالیو کتار

دوئ خو په زړونو کی کیسي جوړوي

په سرو صدریو خو چرمي جوړوي

د لمندارو کمیسونو پیغلي

نن په لمنو ستاري جوړه وي

د څو چورلکو په غوړمباراویښ شوو

د راکټونو په درزا راویښ شوو

د ماشومانو چیغو چیغي کړلي

د سرو لمبو په سره فضا راویښ شوو

یو تور لوګی تر دیوالو پورته شوو

د سپین جومات تر منارو پورته شوو

زموږ دڅارویو د رمباړو اواز

پورته شو ښه تر اسمانو پورته شوو

څو شیبي ورسته یوه چوپتیا خوره شوه

د یوي مورکی.ماشوم ژړا خوره شوه

خلک په زوږ له کورو ووتلو

نور نو په کلی مو بلاخوره شوه

د زیړ ماشوم پر مخ ایري پرتي وي

لاس کي نکریزي یی لندي پرتي وي

په سره دسمال کي یی هغه سپيني جامي

سر تي په سرو وینو کي سري پرتي وي

دا سور شفق په وینو سور را هسک شو

ورپسي لمر لکه تنور راهسک شو

په سره پرهر کی ویني ډنډ ښکاریدي

لکه یاقوت چي په ټټر را هسک شو

د سرو نوکانو ناوکی بوره شوه

کبلی یی نشته دا هوسی بوره شوه

د کور خاوند یی هم ګولو خوړلی

د زړه ټوټه باندي مورکی بوره شوه

په ژړا وایی زما بنګړی یی یووړ

زما خاوند زما ټکری یی یووړ

چي په اوږه باندی له خیاله می وړ

زما د اوږي ها سور منګی یی یووړ

دلته اختر د ویر ناري جګیږي

له دي کوڅو نه انګازي جګیږي

تاسو تصویر زموږ د کلي ولید

وینی تري څآڅي جنازي جګیږي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د