جیمز ډابنز: ډيورنډ باید د نړیوالي رسمي پولې په توګه وپېژندل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان او پاکستان لباره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وايي چې ډېورنډ کرښه باید په نړیواله سطحه د یوې رسمې پولې په توګه وپېژندل شي.

جیمز ډابنز په کابل کې له یوه خصوصي تلویزون سره په خبرو کې وویل چې که افغانستان له پاکستان سره دا کرښه د رسمي پولې په توګه ومني ښايي ګڼې ستونزې يې حل شي.

نوموړي له د دولت له مخالفینو سره د پاکستان ملاتړ تایید کړی خو ويلي يې دي چې دا د پاکستان له لوري د ډېورنډ په رسمیت پېژندلو کوم فشار نه دی او نه هم په دې خاطر ترسره کېږي.

د جان کېرې له ډاګيزې او بېړنې مداخلې وروسته دا دویم امریکایي سیاستوال دی چې د افغانستان د داخلي چارو په اړه په څرګنده ورته تبصرې کوي.

ډابنز په داسې حال کې د ډيورنډ کرښې د رسمیت غږ را پورته کوي چې د ولسمشر غني د واک په لومړیو کې د دې کرښې د رسمیت پېژندلو خبرونه خپاره شول.

د سیاسي شنونکو په باور د بهرنیانو دا ډول څرګندونې د عامه ذهنیت اړولو هڅه ده، تر څو د افغان دولت له لوري دا غږ راپورته او په مقابل کې يې څوک غږ اوچت نه کړي.

ياده دې وي پاکستاني ځواکونه دم ګړۍ هم د تر ډېورنډ لسګونه کيلومتره په افغان خاوره کې پوځي تاسیسات لري او ان او هوايي عملیات ترسره کوي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
څارنوال علیزی
میلمه
څارنوال علیزی

امریکی ، انګریز اوناتو خوعملا افغانستان اشغال کړیدی خوپه خوله ازاد اوخپلواک افغانستان وایی . داچی وایی ډیورنډ رسمی سرحد دافغانستان اوپاکستاندی بیله کوم دلیل اومنطق څخه وایی داهمهغه داستعمار اومستعمری ، غالب اومغلوب ، حاکم اومحکوم خبری دی اویا داچی کری دافغانستان دنظام دپاره فیصلی صادره وی ددی ادعا اثبات دی اوهمدا دامریکی دامنیتی تړون دروحیه خلاف فیصلی ، نظریی اوکړنی دی نوځکه ضروربه وی چی پر امنیتی تړون دسره غور وشی .ملی شورای اوستره محکمه په مجموع کی ټول دولت دی ټکی ته دمسولیت احساس اودپام کولو په اوسنی شرایطواوتاریخی مسولیت لری .

څارنوال علیزی
میلمه
څارنوال علیزی

بی ویلو پاته نشی چی دا نږدی ۴۰ کاله دافغانستان دجنګ اصلی څرخ ګرځونکی همدا امریکا ده چی دپاکستان پر لاس په ا فغانستان کی یو نظام چپه کوی او بل یی پرځای حاکم کوی تر څو امریکا او ملګری یی خپلو نړی خورو استعماری موخو ته پدی سیمه کی ورسیږی .

شاکراللہ قدرت
میلمه
شاکراللہ قدرت

افغان حکومت بیاہم نعرےوہی سی امریکایان زموژ ملگری دی افسوس پداسی غلامانو کہ ہغہ دیوہ علیم پہ جامہ کی وی یادیوہ مجاہداوطالب پہ جامہ کی خدای تہ وگوری نور دامظلوم ولس پہ وینو مہ رنگوی پہ لحاظ دخدای دایتیمان داکونڈی داپہ ببرسری واڑہ ماشومان مہ زورہ وی خپل دشمن وپیژنی دغفلت دخوب نہ زان راپورتہ کڑی پہ مسلمانانو پہ افغانانو ترحم وکڑی اللہ بہ پہ تاسی ترحم وکی

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د غلامی تړون د نارینه او ښخی د نکاج تړون په شان ده ، کله چه ایجاب او قبول تر سره او نکاج وتړل شی ، نارینه او ښځه د هغه ایجاب او قبول له مخی د زناشویی عملیات ترسره کوی او د هغو عملیاتو به نتیچه کی لاسته راوړنی تر لاسه کوی یعنی ماشومان زیږوی ، د غلامی هغه تړون د امنیتی تړون په نوم د نکاج د تړون به شان وخته لاسته راوړنی لری غلامه اداره اوس حامله شوی زامن لوڼه زیږوی له دی وروسته چه په امنیتی تړون غور کیږی غور څه ګټه نه لری وایی د… نور لوستل »