افغانستان

ولسمشر غني: له پاکستانه دا تمه نه لرو چې طالبان د سولې مېز ته کېنوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۵ل): ولسمشر غني د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډې ناستې په خپلو خبرو کې وويل، چې طالبانو تېره سه شنبه د پلازمېنې کابل په زړه کې د ملي امنيت پر لسم رياست بريد کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ولسمشر د طالبانو دغه بريد په سختو ټکو وغانده او طالبان يې «وحشيان او باغيان» وبلل.

ښاغلي غني وويل، چې طالبان «وحشيان او باغيان دي» او خپلو امنيتي ځواکونو ته يې امر وکړ، چې مخالفين «دوزخ» ته ورسوي.

نوموړي وويل، چې د ملي عفوې وخت پای ته رسېدلی او له دې ورسته به له زغمه کار وانخلي.

ولسمشر وايي، چې د طالبانو د جګړو او بريدونو له وېرې يې کندوز کې يوه قول اردو او بدخشان کې يوه لېوا جوړه کړه.

ولسمشر وويل، چې د طالبانو مشري په کوټه او پېښور کې هغه کسان کوي، چې د ده په وينا د افغان ولس دښمنان دي.

ښاغلي غني پر پاکستان غږ وکړ، چې افغان حکومت له دوی دا نه غواړي، چې طالبان د خبرو مېز ته کينوي، بلکې دومره بايد وکړي، چې د څلور اړخيزو ناستو پر مهال خپلې ژمنې عملي کړي، پر ضد يې نظامي عمليات وکړي او يا دې د افغانستان «قانوني» حکومت ته وسپاري.

د ولسمشر په وينا پاکستان بايد خپل دريځ روښانه کړي.

نوموړي ګواښ وکړ، چې د هغو کړيو پر ضد به نور له زغمه کار وانخلي، چې تر اوسه يې ورته صبر کاو.

اشرف غني وويل، چې له دې وروسته به د هغو خلکو پر ضد ګامونه پورته کړي، چې د رسنيو له لارې د مخالفينو رواني ملاتړ کوي.

ولسمشر وويل، چې امريکا، برتانيا، ملګري ملتونه، سعودي عربستان، ايران او نور دوست هېوادونه د افغانستان ملاتړ کوي او هغه هېوادونه، چې د افغانستان په سوله کې يې مرسته ونه کړه او يا يې نه کوي، په نړيواله توګه يوازې شوي دي.

د سياسي چارو شنونکي وايي، چې اشرف غني په خپلو خبرو کې هغه څه نه درلودل، چې خلکو سره يې ژمنه شوې وه.

د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي ويلي و، چې ښاغلی غني به د جګړې، دوست او دښمن په اړه خپل دريځ روښانه کړي او نوې پاليسي به اعلان کړي، مګر د نوموړي په خبرو کې دغه څه ترسترګو نه شول.

د سياسي چارو شنونکی خيرالله شينواری وايي، چې ولسمشر نوې خبر نه درلوده، چې څومره د نوموړي خبرو ته کمپاين شوی و، نوي څه يې نه درلودل او د سولې په برخه کې يې ټوله اتکا پر بهرنيو هېوادونه ده، چې تر اوسه يې ګټه نه ده کړې او نه به يې راتلونکې کې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x