fbpx

د هغې نجلۍ فرياد چې د هندوستان تاريخ يې بدل کړ!

لیکوال: مولوی نقیب الله احمدي

ناهيد

د سريلانکا دسرانديپ په ټاپو کې له پخوا ،ځينې عرب سوداګر اوسېدل. دوی به خپل هېواد ته د تجارت لپاره تلل را تلل؛ خو کله چې د اسلام سپېڅلی دين دعربو په صحرا کې را څرګند شو؛ نو له دوی سره هم د خپل نوي دين مينه او تلوسه پيداشوه، چې په اول ځل ابوالحسن دې ټاپو ته له سوداګرۍ او د اسلام له پيغام سره راغی. او دې ټاپو ته يې د اسلام دسپېڅلي دين وړانګې ورسولې. لکه څنګه چې د دې ټاپو د مسافرو عربو له مخه لا له اسلام سره مينه وه؛ نو ډېر په شوق يې دتوحيد کلمه وويله اودتوحيد استازي ته يې ډېرتود هرکلی ووايه. دوخت په تېرېدو سره دې خلکوعربوته دحج اوجهاد لپاره اوږده اوله ستونزو ډک خطرناک سمندري سفرونه کول.

ابوالحسن هم ددې ټاپوهستوګن شو، اوالله(ج)يو زوی خالد اويوه لورچې ناهيده نومېده ورکړل.

کله چې ده وروستی ځل دحج اوجهاد په سفر له خپلوملګروسره دعربوصحراته دتلوتکل وکړ، نوخالد چې ۱۴کلن وو اوله جهاد سره يې بې کچې مينه وه له پلاره يې غوښتنه وکړه چې دی هم جهاد ته ورسره بوځي؛ خوپلاريې دده د مورد ناروغۍ له لاسه پرېښود اوخپله په سفرروان شو، چې نه بيرته دی راستون شو اونه بيا ددې مسافروڅه درک معلوم شو!

ډېرعرب دلته يا په جهاد کې شهيدان ياپه سمندري سفرونوکې غرق شول. اوياخودسند دظالم حکومت له خوا بنديان شول، چې له دې جملې څخه ابوالحسن هم و.

دې بې سرپرسته عربوغوښتل چې خپل هېواد ته ولاړشي اودعربو دبرم اوعروج منارونه په خپلوسترګو وويني؛ دوخت خليفه وليدبن عبدالملک اوحجاج ابن يوسف هم غوښتل چې دامسافر عرب خپل وطن ته راستانه شي، چې اولادونه يې له اسلامي زده کړو اودجهاد له سپېڅلي نعمت څخه برخمن شي.

زبيريې ورولېږه چې دا مسافرعرب خپل هېواد ته راولي. زبير چې تکړه ځوان، مجاهد اوزړور کښتۍ وان و دسرانديب ټاپوته ورسېد. هلته مېشتوعربوورته تود هرکلی ووايه. څو ورځې وروسته دسرانديب پر ساحل څو کښتۍ ولاړې وې خالد، ناهيده او نور عرب له خپل ټاټوبي څخه د خپل اصلي وطن پر لور ستنېدل. د سرانديب پاچا ورسره په خورا درناوي مخه ښه کوله او د بصرې حاکم حجاج ابن يوسف ته يې ځينې سوغاتونه هم لېږل.

له څو ورځو مزله وروسته کښتيو د دمې لپاره د دېبلپر ساحل لنګر واچاوه، چې په دې وخت کې د دېبل د ظالم او مکار والي پرتاب رای له خوا پرې حمله وشوه. عربو ځوانانو مقاومت وکړ؛خو په پای کې ټول بنديان شول يوازې خالد او ناهيد د دښمن له منګولو څخه بچ پاتې شول او په يوه ګوښه ځای کې يې پنا واخيسته. لټون يې دوام درلود.

د عربوکونډو او يتيمانو په زندان کې ترخې شپې ورځې تېرولې او ناهيد يې په غم ډېره غمجنه وه. چې بالاخره يې هغه فرياد اوچت کړ چې په ځواب يې د سند د مغرور پاچا تاج او تخت هم د قيصراو کسرا غوندې د عربو د سارايانو په پښوکې ولوېد. ناهيد چې ټپي هم وه خپل غيرتي قوم ته يې په خپلو وينو پر يو سپين دسمال باندې د خپل زړه درد او د اسيرانو حال انځور کړ.دا ليک يې زبير ته چې د قدرت معجزې له زندان څخه راخلاص کړی و ورکړ. چې حجاج ابن يوسف ته يې ورسوي. دليک مضمون داسې و:

(زما باور دی چې د بصرې والي به داستازي له خولې د مسلمانو ماشومانو او تورسريو حال اورېدلی وي، خپل زړور پوځ ته به يې پر اسونو د زين اېښودلو امر کړی وي؛ خو که د حجاج بن يوسف وينې سړې شوې وي، ښايي زما دا ليک هم بې اغېزې اوبې ګټې وي. زه د ابوالحسن لور يم، زه او ورور مې تر اوسه د دښمن له منګولو خوندي يو؛ خو زموږ نور ملګري د داسې دښمن په زندان کې دي، چې په زړه کې يې د رحم او کرم ځای نشته، د زندان داسې تياره کوټې په ذهن کې راوله چې د زندانيانو غوږونه د اسلام د لښکرو د اسونو د پښو غږ اورېدو ته انتظار وي. دا يوه معجزه وه چې زه او ورور مې د دښمن له منګولو ژغورل شوي يو؛ خو زموږ لټون دوام لري او ښايي موږ هم يوې تيارې خونې ته ولېږدوي. دا هم امکان لري، چې تر زندان د مخه زما زخم ماد مرګ په خوب ويده کړي. او د دردناک انجام نه وژغورل شم خو په زنکدن کې به زما دا ارمان په زړه پاتې شي چې هغه توند اسونه چې سپاره يې دافريقا او ترکستان پر دروازو ولاړ دي، دخپل قوم د مظلومو لوڼو او يتيمانو مرستې ته را ونه رسېدل.

ايا دا ممکنه ده چې هغه تورې چې، د روم او ايران د مغرورو شاهانو پر سر د تندر په څېر را کوزې شوې، د سند د مغرور راجه پر وړاندې پڅې شي. زه له مرګه نه وېرېږم؛ خو اې حجاجه! که ته ژوندی وې، د خپل قوم د يتيمانو اوکونډو مرستې ته را ودانګه!

(نـاهــيـد د يـوه غيـرتـي قـوم بـې وسـه لـور)

دا دهغې تور سرې اواز و، چې د سند نقشه يې بدله کړه. دا هغه فرياد و، چې د هندوستان تاريخ يې واړاوو. زبير له دې پيغام سره د عربو د سارا پر لور وخوځيد. کله چې بصرې ته ورسېد، په داسې حال کې د حجاج ابن يوسف دربار ته حاضر شو، چې په دربار کې د حجاج اوولس کلن (۱۷) وراره او د قتيبه بن مسلم غوره پوځي سالار محمد بن قاسم هم و. حجاج بن يوسف چې اوسپنيزو مټو يې دوست او دښمن دواړه وېرول، اوس هغه پخوانی حجاج نه وه، چې کعبه يې په کاڼو وويشتله او سپېڅلي مسلمانان يې په شهادت ورسول. بلکې اوس د اسلامي نړۍ د جهادي فتوحاتو رهبر و او ټولېجهادي چارې د ده په لاس کې وې. زبير دسند حالات ورته بيان کړل. د حجاج بن يوسف په څېره کې پخوانی هيبت راخپور شو. له غوسې يې ګوتې ومروړلې او شونډې يې وچيچلې. د زخمي زمري د کريږې په څېر اواز يې له خولې اوچت شو: د سند راجه دا جرئت !!! وزې هم اوس زمريانو ته ښکر ور ښکاروي!!!؟

زبير دسمال حجاج بن يوسف ته ورکړ. حجاج په وينو ليکلی ليک چې څوکرښې ولوست، ورېږدېده. په سترګو کې يې لمبې په اوښکو بدلې شوې. دسمال يې محمدبن قاسم ته ورکړ، هغه تر پايه ليک ولوست او پوښتنه يې ترې وکړه: ستاسو فيصله څه د ه؟ حجاج بن يوسف خنجر راويوست، څوکه يې د سند په نقشه ور ښخه کړ ه او ويې ويل زه د سند پرخلاف د جهاد اعلان کوم.

حجاج ابن يوسف، زبير او محمد بن قاسم د خلافت دربار د مشق ته ولېږل. چې خليفه وليد بن عبدالملک هم د جهاد اعلان وکړي. کله چې زبير او محمد بن قاسم د خليفه دربار ته حاضر شول. په وينو ليکل شوی خط يې خليفه ته وړاندي کړ. د حجاج په څېر وليد هم د ليک په لوستلو زيات خفه شو. د درباريانو لپاره يې دويم ځل په لوړ غږ د لوستلو هڅه وکړه؛ خو د څو فقرو له لوستلو وروسته يې غږ خپ شو او ليک يې محمد بن قاسم ته ورکړ. وروسته يې د مجلس له حاضرينو سره مشوره وکړه چې د جهاد اعلان وکړي. په پای کې د ټولو رايه دا وه، چې بايد د سند مغرور راجه ته سمه لار وښيي. خليفه دا ذمه واري محمد بن قاسم ته وسپارله چې خلک جهاد ته تيار کړي. محمد بن قاسم په دمشق کې زرګونه ځوانان په خپلو جذباتي ويناوو او د ناهيدې په و ينو ليکلي ليک باندې د جهاد لپاره چمتو کړل. سره له دې چې مسلمانان په افريقا او ترکستان کې په جهاد بوخت و او د دريم محاذ د خلاصېدو امکان نه ليدل کېده؛ خو د قوم د مظلومو تور سريو او ماشومانو فرياد د ويده قوم لپاره د اسرافيل شپيلۍ شوه. په يوه غږ يې دناهيدې فرياد ته لبيک ووايه او لهدې مظلوم فرياد سره هغه تورې وځلېدلې، چې ددې ځوانانو پلرونو د اسلام د عظمت تاريخونه پرې ليکلي ‌و. کله چې پوځ تيار شو، يو سهار د دمشق خلکو له بامونو او بازارونو څخه د محمدبن قاسم د پوځ د جلوس ننداره کوله. د دنيا په تاريخ کې دا لومړۍ پېښه وه، چې يوې ليرې سيمې ته د پوځ قومانده د يو اوولس کلن زلمي پر غاړه وه.

محمد بن قاسم چې کله بصرې ته ورسېد، نو خپل کور ته د مور د پوښتنې او اجازې لپاره ولاړ. د مور کوټې ته ور ننوت او د سپاهي په جامه کې ورته ودرېد، له سره يې جنګي خولۍ ليرې کړه، مور يې ورته وويل: زويه خولۍ دې بيرته پر سرکړه: زه مې خپلمجاهد زوی په پوځي لباس کې ګورم. محمد بن قاسم له موره اجازه وغوښته، مور يې دعا ورته وکړه: چې ترڅو په اسمان کې ستوري او سپوږمۍ ځلېږي او لمر هره ورځ دنيا ته د ورځې د راتلو زېری ورکوي پر دنيا دې ستانوم روښانه وي، د قيامت پر ورځ دې د اسلام او مجاهدينو د ميندو په صف کې زما غاړه ټيټه نه وي! محمدبن قاسم له موره را رخصت شو. په بصره کې نور پوځ هم ورسره يو ځای شو؛ دمحمدبن قاسم دولس زره کسيز پوځ د سيلۍ په څېر توند د سند دښتو ته ورسېد، او دسند پر اسمان د برسات د ورېځو په څېر را خپور شو. د سند راجه دده مخ ته شل زره پوځ را ولېږه،چې د محمد بن قاسم پوځ د سمندر د قوي څپې په څېر د خس او خاشاک غوندې ورسره واخيست. د سند مغرور لښکر ته يې پرلپسې ماتې ورکړې.

د اسلام لښکر به په ډېر کم تعداد دکفارو د لښکرو په مقابل کې په مېړانه جنګېده، چې بالاخره هغه هدف ته ورسېد، چې د دوی په زړونو کې يې دردونه او احساسات پيداکړي ول. هغه مظلوم بنديان چې د سند راجه د تورو تمبو شاته اچولي و، اوس د خپل غيرتي قوم په څنګ ولاړ و او د شکرانې اوښکې يې د ګريوان پر لوري بدرګه کولې. هغه ناهيده چې پرون يې په خپلو وينو خپل غيرتي قوم ته فرياد ليکه، اوس د هغه قوم په څنګ کې ولاړه وه، چې د روم او ايران په څېر يې پر سند باندې هم د خپل عظمت بيرغونه ورپول. هغو اسونو چې د افريقا ګېډه يې څيرې کړې وه او د مغولستان په دښتوکې يې د فتحو مزلونه لنډول، د سند د مغرور راجه سلطنت هم تر پښو لاندي کړ. د اسلام هغه سپاهيان چې د اندلس او پرتګال پر دروازو ولاړ ول، او هغه شازلميان چې د چين دروازې يې ټکولې اوس يې د سند پر پراخه سينه هم دا سلام بيرغ ټينګ کړۍ و. د اسلام هغه غيرتي زامن، چې د خپلو خويندو او لوڼو د عزت او عظمت د ساتلو لپاره پيدا شوي ول، نن يې خپلې خويندې د کفارو او ظالمانو له پنجو ازادې کړې وې. د سند مغرور راجه ته يې ثابته کړه چې مسلمانان د ځمکې پر سر د خپلو خويندو بې عزتي نشي زغملی او دژوند ټولې رنګينۍ د خپلو خويندو او لوڼو تر عزت قربانوي. دا د ناهيدې د هيبتي فرياد پايله وه، چې سند د اسلام په قلمرو کې داخل شو. په لکونو کړېدلی ولس د خپلو ظالمو پادشاهانو له ظلم څخه خلاص او دتوحيد غېږې ته يې پنا يوړه. د ناهيدې غږو، چې زرګونو ځوانانو خپلې خيالي ځوانۍ د دوی د عزت د ساتلو لپاره قربان کړې. سند چې ظالمان پرې حاکمان و، اوس ور باندې انسانيت حاکم شوی وو. هر چا چې د جګړې په وخت کې مسلمانان ډېر لوی دښمنان بلل، اوس يې ترهر چا زيات خواخوږي او دوستان ګڼل. د دوی د سينو ټپونهاوس د توحيد په کلمه سره رغېدل.

د بشريت په بڼ کې د عدل، مساوات او برابرۍ ګلونه غوړېدل. کله چې محمدبن قاسم (هغه ستر غازي چې د ژوند په پړاوونو کې يې د ماتې نوم نه پېژانده) د سند له فتحې څخه خلاص شو؛ نو هندوستان ته يې د تلو تکل وکړ؛ خو له بده مرغه د وخت خليفه وليد بن عبدالملک وفات شو او سليمان بن عبدالملک د خلافت پر ګدۍ کېناست. حجاج بن يوسف هم اوس ژوندی نه و. سليمان چې مخکې له ده سره مخالفت درلود، نو دده انتقام يې له محمدبن قاسم څخه واخيست. ده محمدبن قاسم ته د يزيد بن ابي کبشه په لاس ليک لېږلی و، چې د اميرالمؤمنين سليمان بنعبدالملک امر دی چې د پوځ مشري يزيد بن ابي کبشه ته وسپاري او ته دده په اطاعت ولچک په لاس د خلافت دربار ته حاضر شې. يزيد بن ابي کبشه چې کله سند ته ورسېد، له سپاهيانو يې وغوښتل چې له محمدبن قاسم سره وګوري، او د خليفه ضروري پيغام ورته واوروي. کله چې دی د محمدبن قاسمد خوب خونې ته ور ننوت، ګوري چې دا د غيرت شجاعت او معصوميت مجسمه د خوب په نړۍ کې ده او پر شونډو يې فاتحانه او ماشومانه معصومه موسکا خپره ده. يزيد چې ورته ځير شو، نو په سترګوکې يې اوښکې راغلې، زه څنګه داسې لوی انسان د خليفه دربار ته ولېږم! بيرته له کوټې را ووت. سهارچې ک
له ورغی ليک يې ورښکاره کړ. هغه ډېر بې پروا وويل چې د خليفه امر دی، زه په لاسو کې ولچک اچولو ته تيار يم. يزيد ورته کړه: هېڅکله نه! ته به دخليفه دربارته نه ځې! ځکه د هغه په څنګ کې خاينان دي او تاته يې ارادې ښې نه دي. ده ټينګار کاوه، چې خامخا به د خليفه امر مني. کله چې دی د خليفه له سپاهيانو سره روانېده، نو د سند د لښکر قومندان را وړاندي شو، تر څو د تلو سبب وپوښتي چې پوه شو محمد بن قاسم ته يې وويل: ته مه ځه ته د سند خلکو ته امر وکړه! د دمشق د خلافت د دربار لوټې به سند ته درته راوړي. موږ ستا ملاتړي يو ده ورته وويل: زه هېڅکله داسې نه شم کولی چې مسلمانان په خپل منځ کې سره ټکر شي. کله چې د سند خلک خبر شول، ټول لارو کوڅو ته راووتل، په چغو چغو يې ژړل. د ځوانانو، سپين ږيرو، نجونو او ښځو قطارونه ورته ولاړ وو، او ده ورسره مخه ښه کوله. د ټولو په سترګو کې اوښکې وې او داسې احساس يې کاوه لکه د هر چا ډېر نږدې خپلوان چې جدا کېږي. محمد بن قاسم د مشق ته ورسېد، او د خليفه په امر د صالح په لاس په واسط ښار کې اعدام شو. دا د غيرت او شجاعت لمر ولوېد. ( زموږ مطلب محمد بن قاسم او ناهيده و چې محمد بن قاسم په ناهيدې باندې غيرت وکړ).

اوس وا معتصما!

لیږونکی محمداکبر سلیمانروی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د