برید په کابل وشو؛ خلک یې په شام کې ووژل

شریف جواد

پخوا به خلکو متل کاوه چې «باران په تيرا وشو، خره یې له باړې یووړل». خو د تحول په زمانه کې نوموړي متل هم تحول وموند او نوې بڼه یې داسې شوه چې (برید په کابل کې د ملي امنیت په لسم ریاست وشو خو ولسي مرګ ژوبله یې په عراق او سوريه کې واړوله).

تېره اونۍ د کابل په زړه کې د استخباراتو په لسم ریاست د خونړي برید په ترڅ کې د دولتي سرچینو په اعتراف تر ۴۰۰ پورې کسان مړه او ژوبل شول. دا برید په خپل ډول کې په تېره یوه نیمه لسیزه کې بې ساری وه.

دولتي چارواکو د پېښې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي خلک وبلل او په خواله رسنیو کې د ملي امنیت مامورینو د خپلې ورسپارل شوې دندې له مخې دې موضوع ته دومره هوا ورکړه چې بیا وروسته ترې پخپله لوری لودن ورک وه. هماغه وه چې له ناچارۍ څخه یې د پخوانیو بریدونو د انځورونو په خپرولو لاس پورې کړ.

خو دا چې پېښه تر اټکل زیاته خونړۍ وه او له دولتي چارواکو څخه د ولسي مرګ ژوبلې دومره لویه ادعا شوې وه چې خورا ژوره مطبوعاتي تشه یې تر شا پرې ايښي وه چې باید د اسنادو او شواهدو په وړاندې کولو یې ډکه کړې وای، نو پرته له دې چې جعلي شواهد او زاړه انځورونه د سند په توګه خپاره کړي بله لاره او چاره یې نه درلوده.

دولتي ویاندویان یادې خونړۍ پېښې داسې سخت لړزولي وه چې د ځانونو د تسکین او وضعیت د قابو کولو لپاره یې دا ځل په بې ساري ډول دروغ باد کړل. خو وروسته د خپلو دروغو په دام کې داسې کلک راګیر شول چې تنها د کورنيو شواهدو او اسنادو په مټ ورته ستونزمنه وه چې د عامه قضاوت له فیصلې څخه ځان خلاص کړي، نو ځکه یې بهرنیو هیوادونو ته لاس واچاوه او د سوریې، عراق، لیبیا، مصر او نورو هیوادونو انځورونه یې د ولسي تلفاتو په نامه تېر کړل.

خو یو شمېر خوشباوره افغانانو چې تل یې غوږ ته د لاس وروړلو پرځای په غله پسې منډې وهلي دي، په پټو سترګو دغه ناسم انځورونه بدرګه او د خواله رسنیو ګوټ ګوټ ته ورسول. د غولوونکو تبلیغاتي انځورونو اغیز دې حد ته ورسېد چې د اصلاحي جمعیت پاک زړو او مخلصو ځوانانو خپلې وینې د ملي امنیت او استخباراتي مامورینو ټپیانو ته نذرانه کړې.

حقیقت دا دی چې برید تر هغه ډیر خطرناک او وژونکی وه چې په رسنیو کې وښودل شو. هغه تلفات چې دولتي چارواکو پرې اعتراف کړی د حقیقي تلفاتو یوه څنډه او جزء تشکیلوي. نو د دې لپاره چې د خلکو اذهان د طالبانو د پوځي وړتیا، پلانګزارۍ، دقت او د امنیتي ارګانونو د ناکامۍ څخه بل خوا واوړي، نو خلک یې د شام او سوریې په ولسي تلفاتو بوخت وساتل تر څو خلک د برید حقیقت ته متوجه نه شي او له پېښې سره عاطفي برخورد وکړي.

په دې کې هیڅ شک نه شته چې امریکا او ګوډاګی رژیم یې د ولسي افغانانو د وینو له نامه څخه سیاسي استفاده کوي. د ملي امنیت جاسوسانو ته د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې تبلیغاتي حربې څخه پرته بل څه نه دي پاتې. دا چې چیغو او سورو یې ټوله دنیا په سر واخیسته له دې څخه معلومیږي چې ملا ماتوونکی ګزار یې خوړلی.

که رښتیا هم دغه کړیکې او سورې په ولسي وګړو د ترحم له کبله وي نو د ملکي وګړو وینې خو په پکتیکا، ډنډغوري او کندز کې د سیلابونو په شکل روانې دي، ولې لږ تر لږه شفاهي نه غندل کیږي؟! ایا د پکتیکا ۱۸ تنه قومي مشران او سپینږیږي چې د امریکایانو په بې پیلوټه برید کې ووژل شول، ولسي افغانان نه وه؟! ایا د هغوی وینې سرې نه وې؟! ایا په کندز کې چې ملکي وګړي د ملي اردو د توپونو تر باران لاندې د ژوند وروستۍ سلګۍ وهي ایا هغوی افغانان نه دي؟! ایا د لوګر په خروار کې چې تېره اونۍ امریکايي عسکرو د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه په خپل کور کې ووژل، افغانان نه دي؟! تاسو په کومو سترګو د ملکي مرګ ژوبلې نوم اخلئ؟! تاسو چې کله له ولس سره په دروغژنې خواخوږۍ اوښکې تویوئ، باید شرم او خجالت احساس وکړئ.

لنډه دا چې ګوډاګی رژیم په دې پوهیږي چې د امریکا روزل شوي افغان عسکر او د جاسوسي شبکې غړي د افغان ولس په زړونو کې د یوې پچې هومره محبوبیت نه لري او عام خلک ورته د امریکایي اشغال د مزدورانو په سترګه ګوري. همدا لامل دی چې په خپلو مړو د ولسي خلکوو نوم ږدي؛ ترڅو په دې چل د طالبانو پر خلاف مطبوعاتي جبهه څه ناڅه پیاوړې وساتي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ف-ا
میلمه
ف-ا

شرم وکړی نامردو. د سلګونو بیګناه خلکو وینی مو و بهولی اوس ورته د دروغو توجیی لټوی. دا برید نه د طلابانو پلان ګزاری څرګندوی او نه یی هم ظرفیت. دا برید د پاکستانی استخباراتو طرح او پلان و چه د پاکستانی استخباراتو لخوا تطبیق شو