ننګرهار پوهنتون

د فراغت تمه يې د زندان پنجرو کې غلې شوه!

سمیع الله وردګ

دا چي افغانان يو درديدلى فقير او اقتصادي مشکلاتو سره مخ ولس دى خو ددې ټولو سره سره خپل اولادونه پوهنتون ته استوي تر څو لوړې زده کړې وکړي او د هغى نه په استفاده کورته يوه مړى ډوډى پيداکړي او مظلوم ولس ته د خدمت مصدر وګرځي.

هغه بيچاره پلار چي د لاس په تڼاکو يې د ځمکي نه يو څه حاصل لاسته راوړى،

هغه خرڅوي او خپل زوى ته يې استوى تر څو خپل درسي مواد پرې واخلي اما حکومت او د پوهنتون اداره پرځاى ددې چې د محصلينو اقتصادي مشکل ته توجه وکړي او د هغوى مشکل حل کړي لومړى يې ټول هغه محصلين چې يو کال يې په ليليه کي تير کړى وه د ليليې څخه په زور وويستل او ورته يې وويل چې تاسې ته به بدل اعاشه درکول کيږې.

محصلينو د ټولو مشکلاتو په ګاللو سره بيا هم د پوهنتون څخه بهر کرايې اطاقونه ونيول او خپلو درسونو ته يې ادامه ورکړه کله چې محصلينو ته بدل اعاشه راغله دپوهنتون ادارې ورته لاره برابره کړه ا و دمحصلينو د څو مياشتو پيسې يې نوش جان کړې کله چې مظلومو محصلينو د خپل حق د غوښتلو په خاطر وار وار د پوهنتون ادارې ته مراجعه وکړه هغوى پر ځاى ددې چې د محصلينو حق ورکړى هغوى يې د ادارې څخه وشړل.

تر دې چې محصلينو د خپل حق د غوښتلو په خاطر په صلح آميزه لاريون لاس پورې کړ خو متاسفانه نه يوازى داچې د محصلينو غږ وانه وريدل شو بلکې په ډيره بې رحمى ونيول شول او زندان ته يې واچول تردي چې په زندان کې پنځه مياشتې بيدون له دې چې کوم جرم يې ثابت شې وساتل شول او د هغوى په سرنوشت لوبې وشوې پکار خو دا وه چې چې دغو مظلوم محصلين آزاد شوي او خپلو زده کړو ته يې ادامه ورکړي واى برعکس د اشرف غني ادارې لخوا په بند محکوم شول چي دايو نه توجه کيدونکى عمل دى.

د حکومت له لوري داسې څرګند زړور ګام سړی پر دې یقيني کوي چې د دوی شعارونه د پوهنې په برخه کې هم د خپلو ګټو او شخصي معیارونو پر اساس را څرخي، دوی داسې محصلین نه غواړي چې متدین او د محصلۍ تر څنګ خپل دین او ديني مطالعې ته هم ژمن وي.

رسنیو راپورونه ورکړل چې د دې محصلینو علني محاکمه وشوه، خو هیچا هم ونه ویل چې په دې علني محاکمه کې چا دا ثبوت وړاندې کړ چې ۳۱ تنه ټول په یوه بیرغ پورې نښتي و او د دوی په اصطلاح د بیرغ بې احترامي يې کړې ده.

که دولت دغه ډول کړنو ته دوام ورکړي ښايي د کمونیستي رژیم په برخلیک اخته شي، دوی هېر کړي چې د افغانستان په تاریخ کې د دې هڅه شوې چې مدرسه او پوهنتون سره بېل وبلل شي خو دا دواړه پوهنیز سنګرونه تل سره یو بدن پاتې شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د