نړۍ

په رسمي توګه د آريل شارون مړينه تاييد شوه

د سوروکا دروغتون د ماغزو او اعصابو د جراحی د څانګې رئيس اعلان وکړ چې داسرائيلو پخوا ولسمشر ايريل شارون ومړ، دنوموړي مړينه د هغه ځانګړي طبيب هم تائيد کړې ده.

طبيب زياته کړې چې کله د شارون صحي وضعيت ګډوډ شو نو د درملنې ځانګړي ټيم يې دښه والي لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچولې، خو متاسفانه دا هڅې کاميابې نشوې او نوموړې موږ له لاسه ورکړ.

ديادونې وړ ده چې په شارون په ۲۰۰۶ زيږديز کال کې دماغي سکته راغلې وه او  له تيرو شپږو کالو راهيسې دکما په حال کې وو چې دا دی د شپږ کلن دنياوي عذاب له ګاللو څخه وروسته يې نن ساه ورکړه.

نوموړي په خپله دوره کې په مظلومو فلسطينيانو ډول ډول ظلمونه کړي وو الله جل جلاله دې نور يرغلګر هم دده په ناروغی اخته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x