
غزل: بشير وصال
بشير وصال
تــرټولو بد وو اوترټولو ښه شو
څوک چي دعقل پرچینه اوبه شو
ماتي یې شوي دژوند ستړیاوي ټولي
نه بیا زهیرشو اونه بیا خفه شو
لمریې په تورو تاریکیو وخوت
له شپو راووت درڼا کوربه شو
دخوږي میني په راز وپوهیده
هغه خبرپه درد اوزور دزړه شو
اوس په اسانه زړونه نه ماتوي
اوس تریوحده دغاټول په وړه شو
دوصال باب یې پوره ولوستلو
دپوهي علم کي اول نمبره شو