شعـــــرونه

غزل: امیددرمل

 امیددرمل

په څو ډالرو یې پلوري اوس ایمان هم خرڅیږي
رقیب چالاکه دوکاندار شو جانان هم خرڅیږي

حالاتو ستاسو په ستم کي سترگي سرې مو وي تل
مینه مو هیچا سره نشي یاران هم خرڅیږي

مونږ په څاروان پسي غمجن وو هله هله موکړل
نور هم بدلون دی اوس نیمګړی کاروان هم خرڅیږي

غمازان واړه اوس چــلونه اوفـــریبونه اخلي
زه یې ددوی لپاره اخلم هجران هم خرڅیږي

امیده دا څنگه ژوندون ده هیڅ انصاف نشته ده
درمل لاڅه چي په پردو طبیبان هم خرڅیږي

 

ورته لیکنې

Back to top button