نظــر

په شیرزادو او خوګیاڼو کې څه پیښ شول؟ / حبیب مجاهد

پنځه ورځې وړاندې  دشیرزادو او خوګیاڼو په سرحدي سیمه کې محلي اربکیانو  دطالبانو په یوځایي سرګروپ ( بلال ) چې له یوه بل مجاهد سره په موټر کې روان  وو ، برید وکړ ، بلال یې په شهادت ورساوو و او دنوموړي ملګری یې په ټپي حالت کې ژوندی ونیو چې وروسته  یې په سخت ظلم اوقساوت په شهادت ورساوو .

داربکیانو دې ظلم  او قساوت  په سیمه کې دطالبانو احساسات وپارول ، او دشیرزادو په  بلل خیلو  سیمه  کې  یې په پرتو اربکیانو چې  دیوه سیمیز ملک  ترمشري لاندې یې فعالیت درلود ، دبرید تابیا وکړه ،

طالبانو  په شیرزادو کې په اربکیانو عملیات پیل کړل ، څرنګه چې ددې سیمې اربکیان کمزوري وو ، نو په جلال اباد کې یې له اردو او پولیسو څخه مرسته وغوښته ، دننګرهار والي  داربکیانو مشر ته وویل ، چې تاسو په ډاډه خپل جنګ ته دوام ورکړئ ، زموږ قواوې به ډیر زر مرستې ته درورسیږي  .

طالبانو دشیرزادو  دبلل خیلو او مرکي خیلو په سیمو کې په اربکیانو په برید سره تر ۲۰ زیات اربکیان له منځه یووړل ، خو لا هم اربکیانو مقاومت ته دوام ورکاوو ، په دې لړ کې  دننګرهار له مرکز  او خوګيانو ولسوالۍ څخه په ګڼ شمیر حکومتي قواوې چې  لسګونه پوځي موټر ورسره وو دشیرزادو په خوایې  حرکت پیل کړ ، دامهال دخوګیاڼو او شیرزادو مجاهدینو په ګډه   دلارې په اوږدو کې د زاوه ، قیلغو ، خدرخیلو  او دهاشم خیلو په سیمو کې  ددښمن دغې سترې قوې ته   کمینونه ونیول .
کله چې ددښمن قوا  دمجاهدینو دکمینونو  سیمو ته داخل شوه ، نو په مختلفو سیمو کې ورباندې بریدونه  پیل شول ، دا جګړه چې  ترساعتونو ساعتونو یې دوام درلود ، ددښمن پولیسو ،  اربکیانو او پوځیانو ته په کې خورا درانه تلفات واوښتل .
داسلامي امارت ذبیح الله مجاهد  د سیمه ایزو مجاهدینو په استناد وایي چې په دې جګړه کې ددښمن ۶۱ تنه  عسکر په خوګیاڼو او ۲۳ تنه په شیرزادو کې وژل شوي دي ، دغه راز مجموعا ددښمن ۸۹ تنه عسکر ټپیان شوی دي .
دننګرهار دمجاهدینو په وینا مجاهدینو په جګړه کې ۱۶  رینجر موټر  روغ نیولي ، او ۲۳  عرادې پوځی موټر یې سوزولي یا  زیانمن کړي دي ، طالبانو تر ۴۰  میله زیاته سپکه او درنه  وسله،  مخابرې او نور پوځي وسائل ولجه کړي دي  ، په جګړه کې پنځه تنه مجاهدین هم شهیدان شوی او ۴ نور ټپیان دي .
دننګرهار ولایتي چارواکو  رسنیو ته ویلي چې په جګړه کې یې ۲۲ تنه  عسکر وژل شوي دي ، خو دسیمې یوه عیني شاهد افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې  دحکومتي وژل شویو عسکرو شمیر تر ۵۰ زیات دی ، چې مړي یې په تیاره کې د چورلکو په واسطه له سیمې ایستل شوي دي .
دپیښو د څارونکو په باور دا جګړه  دننګرهار په ولایت کې  په نږدې کلونو کې ترټولو ستره جهادي پیښه ده ، چې حکومتي قواوو ته په کې بیساری د سراو مال زیان اوړي .
دسیمې یو تن مجاهد وایي په دې جګړه کې نه یوازې  دحکومت اضافي عسکرو ته دروند زیان واوښت بلکې دشیرزادو او  خوګیانو  په سیمو کې موجود اربکیان هم یو مخ ورسره ختم شوي ، ځکه دجګړه په مهال داسې کلک وځپل شول چې بیا به کله هم دلته مشکلات جوړ نه کړي .
په شیرزادو او خوګیاڼو کې داسې مهال حکومتي قواوو ته دروند زیان اوړي ، چې له بلې خوا دکرزي حکومت په  څنګلوري حصارک ،  ازره او ځاځي اریوب کې پیل شوي  دسیمرغ په نامه عملیات بریالي بللي دي ، په دې  عملیاتو کې دشمن  دمجاهدینو ددرنو تلفاتو دعوه کوي ، خو مجاهدین وایي دښمن یوازې دخپلې ناکامۍ دپټولو لپاره سترې سترې دعوې کوي .
د ننګرهار وروستۍ پیښې وښوده  چې دښمن دا وس اوتوان نلري ، چې دجګړې په ډګر کې له مجاهدینو سره مخامخ شي نوځکه یوازې تبلیغاتي لوبه ګرمه ساتي .

حبیب مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x