نظــر

د اشرف غني په وینا کې نوي څه وه؟

لیکوال: عبدالرحمن

د تیري اونۍ په سې شنبه په کابل کې د ملي امنیت په لسم ریاست باندي هغه مهال د طالبانو له لوري برید تر سره شو، کله چې په دغه ریاست کې دننه سهار مهال د ملي امنیت مشرانو خپلو کشرانو ته تمرینات ورکول او هغوی ته یې د ملي امنیت په لیکو کې د کار کولو چلونه ورښودل.

په حکومت کې دننه باخبرو سرچینو او همداسي د ملي امنیت ته نیژدې پنجشیري سرچینو په مجالسو کې په ډیر افسوس سره ویل کیږي چې د طالبانو په دغه برید کې زیات شمېر د ملي امنیت فعاله کسان له مینځه ولاړه او دغه اداره تقریبا فلج شوه.

د طالبانو یو بریدګر چې له جګړې وروسته ژوندی وتلی، د طالبانو له ادرسه ویلي چې په یوازي ځان یې ۵۴ تنه په ریاست کې دننه ووژل.

د برید او جګړې وروسته د حکومت او د ملي امنیت تر ولکې لاندي رسنیو آه وفریاد د طالبانو د تبلیغاتو او ادعاو تصدیق کوي، ځکه چې همدا حکومت او رسنۍ په نورو ځایونو او پيښو کې کله هم د ولسي قربانیو او وژنو په خلاف دومره حساسیت نه دی ښودلی لکه دا ځل چې وښود.

بلکي په ډنډغوري، کندوز، لوګر، پکتیکا، ننګرهار، کندهار او بل هر ولایت کې چې د اشغالګرو امریکایانو او دولتي ځواکونو په لاس څومره عام وژنه کیږي، هغه ولسي وګړي په ډیر بې شرمانه توګه طالبان بلل کیږي او هر رنګه قتل او په وړاندي یې هر رنګه وحشت جایز بلل کیږي.

د رسنیو او دولتي چارواکو سخت ځوريدل او آه وفریاد اخیر کار ولسمشر اشرف غني دې ته اړ کړ چې لومړی د شپي پر مهال ددې پيښي د قربانیانو عیادت وکړي او بیا ددې عیادت پر مهال په خپل لرزیدلي او زنانه غږ باندي د څاڅکو څاڅکو وینو د انتقام اخیستلو اعلان وکړي.

له تیرو څو ورځو راهیسي تبلیغات کیږي چې نور به حکومت جګړه کوي، د سولي لپاره به هلي ځلي نه کوی، هڅه به کوي چې وینه په ووینه ووینځي، حکومت به خپل دوست او دښمن معرفي کوی، سیاسي مخالف او تروریست به سره جلا جلا تعریفوي او بیابه د سیاسي مخالفینو سره د سولي لپاره امادګي ښيي او د تروریستانو سره به جګړه پر مخ بیایي.

د همدې لپاره اټکل کیده چې نن به ولسمشر اشرف غني په اصطلاح د ولس کور ته وینا کوي او د افغانستان د حکومت د راتلونکو ۵ کلونو ستراتیژي به اعلانوي.

خو دغه اټکلونه ټول هغه پوچ وختل کله چې ولسمشر وینا وکړه، بغیر له کوم پلان او ستراتیژي د توضیح کولو یې وینا کې یوازي د تل په شان شعارونه ورکړه او تر ډیره یې خپل انتخاباتي شعارونه تکرار کړه چې ټوله یې بلعکس نتیجه ورکړې او یو یې هم نه دی عملي شوی.

ولسمشر په خپله وینا کې هر څه لرل ، د جګړې پيغام په کښي پروت وو، د طالبانو په وړاندي ښه ډیري د جهالت، بغاوت ، دښمني، کفر وغیره ټاپې ولګولې خو هغه واضحي خبري ونه کړي چې له تیرو څو ورځو څخه د ولس ورته تمه وه او یا رسنیو ورته کمپاین کوه.

اشرف غني په تیر پګواش کانفرانس کې چې د سولي د خبرو د را ژوندي کولو په خاطر یو ښه پیلامه بلل کیده، اعلان وکړ چې دوی طالبان د یو سیاسي مخالف په حیث پيژني او ورسره تیار دي چې د سولي خبري مخامخ وکړي، خو بل لوري ته یې د څلور اړخیزه جریان په واسطه طالبان د دوی سره د سولي څخه متنفره ول او هڅه یې کول چې طالبان د بل د لاس آله وښيي، چې له امله یې طالبان هم وغورځېده، لومړی یې د څلور اړخیزه غونډو ټول جوړښت په یوه اعلامیه خنثی کړ، په دغه اړه یې لومړی د ناخبرۍ اعلان وکړ او بیا یې د بون او د مجاهدینو د وخت څلور اړخیزه جریان سره تشبیه ورکړه او له هر رنګه ګډون څخه یې انکار وکړ.

طالبانو همداسي د عمري عملیاتو په نامه د نوي جګړې اعلان وکړ چې له امله یې د حکومت هغه ټولي هڅي شنډي کړې چې حکومت ددې لپاره کولې تر څو طالبان د پاکستان د لاس آله معرفي کړي. ځکه که دوی داسي نه وای کړي، بیابه یې ویلای چې دهر کال په څیر یې دا کال د جګړې اعلان ونه کړ، حتما د پاکستان فشار ګټه وکړه او زمونږ څلور اړخیزو ناستو پایله ورکړه خو داسي ونه شوه.

اشرف غني په نننۍ وینا کې طالبان غلامان، جاهلان، باغیان او په بل هر نامه یاده کړه، او د هغوی په خلاف یې د جګړې اعلان وکړ، خو دا یې ونه ویل چې څرنګه به دا جګړه ګټي او څرنګه به یې پر مخ بیايي، ځکه چې حکومت، دولتي ځواکونه، بهرني ځواکونه او بې پلوټه بمبارۍ یې خو کله هم بې جګړې نه دي پاته سوي، د طالبانو د عملیاتو تر اعلان مخکې په مختلفو ولایتونو کې دفاع وزارت د عملیاتو اعلان کړی وو او په پکتیکا کې ډرون بریدونو قریب شل قومي مشران بمبار کړي وه، د همدې عملیاتو تر مخه ننګرهار کې ولسي او وسلوال په ډرون ویشتل کیدل، د همدې عملیاتو تر مخه د کندهار په زندانونو کې ولسي وګړي تر شکنجو لاندي وه او لا دي، د همدې عملیاتو د اعلان تر مخه حکومت په ډنډغوري او شاوخوا سیمو کې ولس د طالبانو په خلاف د عملیاتو په نامه تر توپونو او بمباریو لاندي نیولی وو، دهمدې عملیاتو تر مخه په لسم ریاست کې پر ولسي او غیر ولسی بندیانو باندي د رنګا رنګ شکنجو ازموینه کېدله.. عجیبه نه ده چې په د طالبانو ردعمل او جوابي عملیات اوس وحشیانه، باغیانه او جاهلانه بلل کیږي او ویل کیږي چې حکومت سوله غواړي خو مخالفین یې نه کوی.

اشرف غني په خپل نننۍ وینا کې د طالبانو په خلاف د اعدام پرکړي وستایلې او قاضیانو ته یې د مصؤونیت ډاډ ورکړ خو دا یې ونه ویل چې د هغوی امنیت به څرنګه په هغه چا ساتي چې خپله د ځان حفاظت نه سي کولای. اشرف غني یو ځل بیا په خپلي ناپوهي او شعارانه وینا سره د محاکمو او قاضیانو په خلاف طالبان او د هغوی ملاتړي را وپارول تر څو یې د پخوا په شان استهداف کړي.

اشرف غني په نننۍ وینا کې د هر نوعه فساد پر خلاف د مبارزې شعارونه ورکړه خو بیایې هم دا ونه ویل چې څرنګه به هغه فساد له منځه وړي چې د ښې لاس او چپ لاس ټول ملاتړي یې تر پوزي په فساد کې ښکېل دي.

اشرف غني په نننۍ خبرو کې تر ډیره په پخوانیو تکراري شعارونو شخوند وواهه، هغه څه په کښې نه لیدل کیده څومره چې ورته کمپاین شوی وو.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي وه چې غني به په خپله وینا کې د رواني جګړې، دوست او دښمن په اړه خپل دریځ روښانه کوي او پالیسي به اعلانوي خو دکتونکو په وینا هیڅ داسي څه یې نه لرل، نور که هر څه په کښي کي وه، خو واضحه پالیسي یې نه لرله ځکه چې لاره ورکه ده.

د ځینو کتونکو په وینا اشرف غني یوازي د جګړې د اواز په اوچتولو سره غواړي دده په خلاف را پورته کیدونکي پوښتني بې جوابه پریږدي، غواړي د خپل ناکامه دوه سري سهامي شرکت یا حکومت ناکامي پټه کړي، د خلکو دسترخانونه یې خالي کړه، د هیواد تعلیم یافته ځوانان یې هجرت ته اړ ایستل، فساد یې تر پخوا څو چنده زیات کړ، هر لوري ته خود سري او ملیشو جوړیدو ته یې لاره هواره کړه، غیر دولتي هر څوک که هر چا وواژه، هغه طالب بلل کیږي او دوسیه یې تړل کیږي، ظلم، وحشت او بربریت د هیواد په سرتاسري کي ورځ په ورځ زیاتیږي، اوس غواړي د جګړې په شعار پورته کولو سره که په هیواد کې یوڅه پاته وي، هغه هم پو پنا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x