
شام کې د عمار یاسر (رض) زیارت شهید شوی
د سوریې په الراقه ښار کې د ښکېلو غاړو په برید کې د حضرت عمار یاسر (رض) زیارت شهید کړای شوی دی.
ویل کېږي د زیارت دوه تنه متولیان هم په برید کې وژل شوي دي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم نازولي صحابي عمار یاسر (رض) د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رحلت وروسته پاتې ټول ژوند له حضرت علي بن ابي طالب (رض) سره یو ځای تېر کړ،په ډېرو غزاګانو کې یې برخه لرله او د حضرت علي (رض) یو اتل سپه سالار و چې له شهادته وروسته د شام په الراقه ښار کې خاورو ته وسپارل شو.