افغانستان

له پاسپورټ پرته پاکستان ته افغانان نشي تللی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويی ۶مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان حکومت وايي چې له دې وروسته به پاکستان ته هر ورتلونکی افغان له ځان سره پاسپورټ هم ولري.

د دوی په خبره دوی به د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې افغانانو ته اجازه ورنه کړي چې له پاسپورټ پرته د پاکستان خاورې ته داخل شي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس د پاکستان د چارواکو له خولې لیکلي چې دغه پرېکړه به د راتلونکي میلادي میاشتي له لومړۍ عملاً تطبیق شي.

سرچينه کاږي چې پاکستاني مقاماتو وروسته له هغه دا اقدام وکړ چې په پاکستان کې د نا امنۍ مسوولین يې په افغان خاوره کې وبلل.

پاکستان په داسې حال کې دا پرېکړه اعلانوي چې په تازه راپورونو کې په سیمه کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي د ډیورنډ د رسیمت غږ کړی دی.

جمیز ډابنز ویلي چې که افغانستان له پاکستان سره د ډيورنډ کرښه رسمي پوله ومني، ښايي ګڼې ستونزې ورسره حل شي.

ياده دې وي وړاندې تر دې د ډېورنډ دواړو غاړو ته مېشت پښتانه بې له پاسپورټ او وېزې اوښتل را اوښتل، خو د غني د واک په لومړيو کې د دې کرښې د رسمیت اوازې خپرې شوي، چې ښايي دا اقدام يې په رسمیت کې یو بل ګام وي.

د ډېورنډ دواړو غاړو ته مېشت پښتانه بیا وايي چې دوی له یو بل سره ان کورنۍ اړیکي لري، چې د پاسپورټ او وېزې درلودل به ورته ستونزمن وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx