شعـــــرونه

نظم: حکيمي

حکیمي

دسهاریخه لمن کې

زه او اوښکه

یودوه ستړي

دګلاب له پاڼو تاو یو

ښکلا خوله کې یو نیولي

موږ ددې خاورې وګړي

په لوګوکې یو لوی شوي

زه او اوښکه

یودوه ستړي

غورځوپرځونه پوهیږو

رڼاګانو پسې تاویږو

دلمبو په سراوسیږو

یواوبل ته داسې وایو

په جنت کې به یو کیږو

زه او اوښکه

یودوه ستړي

دشفق غیږه مو رنګ ګړه

وینو، وینویو سره کړي

دآهونوپه ډولی کې

دخپل رب په لور ورغلي

دیتیم کریغې نه جوړ یو

کاڼو ، کاڼو یو ویشتلي

زه او اوښکه

یودوه ستړي

داسیا په بام اوسیږو

تکبیرونوکې ښکاریږو

سترګګونه راته مه کړه

مینې زړه کې دې اوسیږو

زه او اوښکه

یودوه ستړي

په دې لاره مو چې یون وي

ټول بدن به مو ګل ګون وي

ساه مې ساه پسې در درومي

مورې دا به مې ژوندون وي

زه او اوښکه یو

یودوه ستړي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x